نن سبا به تاسې په پاکستاني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ډېر داسې سیاسي مشران، د دیني لباس اغوستي هغه کسان چې د علماوو په نوم یادېږي خو په حقیقت کې ډېر چالاک دي، همداراز د ټلویزیوني خپرونو چلوونکي او یا هم هغه کسان چې د یوټیوب له لارې عاید ترلاسه کوي، لیدلي وي چې ناڅاپه تر پخوا ډېر فعال شوي دي. کله سهار، کله ماښام او کله هم په داسې وختونو کې پر سکرین راڅرګندېږي چې په هېڅ ډول د خبرو لپاره مناسب نه وي، خو بیا هم را څرګندېږي او خبرې کوي.
د دې علت دا دی چې د دې نړیوال کشمکش او کړکېچ په مهال دوی ته یو منظم پلان ورکړل شوی دی. د همدې پلان له مخې دوی هڅه کوي د خلکو پام له اصلي مسئلې څخه واړوي او داسې یوې موضوع ته یې متوجه کړي چې په خپله ذات کې ډېره وړه او عادي خبره وي، خو دوی یې داسې وړاندې کوي لکه یو نړیوال ناسور او لویه ستونزه چې وي، ترڅو خلک هماغه موضوع کې بوخت او اخته وساتي. د دې ساده بېلګه همدا خلک دي او هغه خبرې دي چې دوی یې پر رسنیو تل بیانوي.
کله وایي چې اسرائیل او امریکا ایران یوازې د پلمې په توګه کاروي او د دوی اصلي هدف پاکستان دی. کله بیا وایي چې اسرائیل د هند تر ټولو لوی متحد دی، نو کېدای شي د هند ترڅنګ د پاکستان پر ضد کومه ګډه طرحه یا تړون جوړ کړي. کله بیا داسې وایي چې پاکستان یو لوی اسلامي مملکت دی او اسرائیل ترې سخت وېرېږي، ځکه پاکستان اټومي ځواک هم لري؛ نو ښایي اسرائیل له امریکا سره یو ځای د کومې دسیسې هڅه وکړي.
خو ورسره دا هم وایي چې د پاکستان اوسني حکومت او پوځي مشرتابه د امریکا ډېر باور ترلاسه کړی دی. دا خلک په دې خبره ډېر ویاړي چې ګواکې ټرمپ د پاکستان د پوځي مشرتابه ډېره ستاینه کړې ده. همداراز به تل درته وایي چې د هند په پرتله ’’امریکا کاکا‘‘ پاکستان ته زیاته پاملرنه کړې او ډېرې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.
د دغو خبرو په پام کې نیولو سره، اوس شل ـ پنځه ویشت کاله شاته ولاړ شئ. هغه وخت چې امریکا له پنځوسو څخه زیاتو هېوادونو سره یو ځای پر افغانستان برید وکړ، همدا خلکو به هغه مهال ویل چې افغانستان یوازې یوه پلمه ده، او په حقیقت کې امریکا غواړي د پاکستان پر اټومي ځواک قبضه ټینګه کړي. همدوی به لاسونه ښورول او خلکو ته به یې ویل چې امریکا او ناټو غواړي پاکستان له سیاسي، اقتصادي او هر اړخه فلج کړي. د همدې خلکو دا شعار هم ډېر مشهور شوی و چې ګواکې امریکا او کفري هېوادونه د پاکستان اسلامیت نشي زغملای.
خو عین په هماغه وخت کې به همدې خلکو دا هم ویل چې امریکا چې پر وزیرستان او نورو سیمو ډرون بریدونه کوي او د پاکستان ملکي وګړي بې ګناه وژني، تاسې باید له دې څخه اندېښمن نه شئ. ځکه زموږ له امریکا سره لویه دوستي ده، او امریکا موږ ته دومره مرستې راکوي چې د نړۍ هېڅ بل ځواک یې نشي راکولای. کله چې د سلاله په پوسته کې امریکایي الوتکو پاکستانی سرتېري په نښه کړل او ووژل، نو همدا خلک د امریکا د دې عمل د توجیه لپاره ډول ډول خبرې کولې او بېلابېل دلیلونه یې وړاندې کول.
د رسنیو دغو فعالانو او کالم لیکونکو به موږ ته ویل چې په پاکستان کې چې کومې موټروې جوړېږي، کوم سړکونه غځول کېږي او د هېواد په اوږدو او پلنو کې چې کومې ودانیزې چارې روانې دي، دا ټول د امریکا د مهربانۍ او فضل له برکته دي. حتی یو مشهور لیکوال خو په ښکاره ډول دا هم ویلي وو چې د امریکايي مرستو د ډېرښت له امله د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز د پاکستان ټول پورونه تادیه کړي دي.
اوس چې انسان د دې ډول متزلزل بیانونو او له تضاد ډکو په زړه پورې کیسو ته غوږ ونیسي، نو حیران شي. خو دا حیرانتیا ډېر وخت دوام نه کوي، ځکه مقصد یې ورو ورو روښانه کېږي. شل ـ پنځه ویشت کاله مخکې که دغو خلکو دا ډول څرګندونې کولې، هدف یې دا و چې د پاکستان د خلکو پام له هغې تاریخي خیانت څخه واړوي چې پاکستان د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ترسره کاوه. هغه مهال پاکستان په افغانستان کې د یوې اسلامي حکومت او مظلوم ملت پر ضد امریکا ته پوځي اډې ورکولې، او د پاکستان خاوره د مسلمانانو پر وړاندې په یوه زهرجن خنجر بدلېدله. د همدې لپاره دا ډول فلسفې او کیسې جوړېدې، څو د پاکستان د غیرتي ولس پام له دې اصلي موضوع څخه واړول شي.
او اوس، کله چې امریکا او اسرائیل بې له کوم حقه پر یوې اسلامي مملکت، یعنې ایران، ناحقه برید کړی دی، نو په داسې وخت کې خو لازمه وه چې د اسلامي نوم د ساتلو لپاره له ایران سره هر ډول مرسته وشي او ملاتړ یې وشي. خو ستونزه دا ده چې د پاکستان پوځي ځواک له خپل عادت څخه مجبور دی؛ داسې ښکاري لکه تر هغو یې زړه نه یخېږي چې لاسونه یې د مسلمانانو په وینو رنګین نه شي. له همدې امله په داسې حساسو شرایطو کې، کله چې افغانستان د ایران د ملاتړ اعلان وکړ، د پاکستان پوځي ځواک د څو ډالرو په بدل کې د امریکا د خوښۍ لپاره پر افغانستان بمبار وکړ، او دا بمباري یې په هغو الوتکو ترسره کړه چې د همدغو په نوم اسلامي ویناوې کوي او له ټولې اسلامي نړۍ څخه پیسې ټولوي.
اوس مهال پر افغانستان تپل شوې جګړې په اړه دا خلک څه نه وايي او د پاکستان څنګه سپیناوی کوي، دا خپله جلا خبره ده. خو د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د پاکستان معتبرو او بااعتباره شخصیتونو په ښکاره ټکو ویلي دي چې دا جګړه د ټرمپ جګړه ده او د پاکستان پوځي مشرتابه ورته سون توکي برابروي.
مولانا زاهد الراشدي د پاکستان او د اسلامي نړۍ له مشهورو شخصیتونو څخه دی. په علم او سیاست دواړو کې څرګند مقام لري. د جګړې په پیل کې یې په خورا روښانه ټکو خپلو واکمنانو ته وویل چې دا هغه پلان دی چې د ټرمپ له لوري درسپارل شوی، او موږ په دې کې ستاسو ملګري نه یو. همدارنګه محمد خان شیراني چې یو مشهور سیاسي شخصیت دی، نږدې هره ورځ داسې څرګندونې کوي چې دا جګړه د امریکا په غوښتنه روانه ده.
حتی د حکومت ځینې وزیران هم وايي چې موږ د امریکا ماموریت بشپړوو. د خیبر پښتونخوا والي هم په ښکاره ډول ویلي چې امریکا چې کوم کارونه نیمګړي پرېښي وو، موږ یې بشپړوو. علماوو هم بیا بیا دا خبره کړې ده چې د ټرمپ له لوري د پاکستان د پوځي مشرتابه ستاینه په اصل کې یو ډول هڅونه او شاباسي ده، څو هغوی خپله توره د خپلو مسلمانانو وروڼو پر لور راواړوي.
خو له دې ټولو سره سره بیا هم ځینې خلک راځي او خلکو ته وایي چې پاکستان ته له اسرائیلو څخه لوی خطر شته.
وروره! له اسرائیلو څخه خطر ولې وي؟ هغه کار چې اسرائیل یې کول غواړي، بلکې هغه ماموریت چې حتی اسرائیل او امریکا هم پکې ځینې وختونه له تردده کار اخلي او چې هغوی یې هم بشپړ نه شوای کړای، تاسې پخپله د هغه د بشپړولو لپاره راوتلي یاست؛ نو بیا خطر به څنګه وي؟ بلکې برعکس، هغوی به تاسې ته مرسته هم درکړي. ځکه چې دغو خلکو ته هم یو ټاکلی پلان ورکړل شوی دی، نو دوی به هم د هماغه پلان له مخې همداسې له تضاده ډکې او متزلزلې خبرې کوي او مسلمانان به په غفلت کې ساتي.
