مالي کې یو داعشی مسؤل وژل شوی او بل یې پوځ ته تسلیم شوی

د مالي پوځ ویلي چې د داعشیانو د صحرا ولایت یو مهم مسؤل یې په عملیاتو کې وژلی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پوځ پر فېسبوکپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د أبو دهده په نوم د داعشیانو مسؤل تېره شنبه (۲۸ جون / ۲ محرم) د میناکا ولایت په چیمام سیمه کې له خپل یوه ساتونکي سره یوځای وژل شوی دی.

امنیتي چارواکو د وژل شوي کس تابعیت نه دی ښوولی، خو ځینې سرچینې وايي چې نوموړی د مراکش اوسېدونکی و.

د أبو دهده په نوم مسؤل د قتل خبر داسې مهال ورکول کیږي چې ورسره هممهاله د مالي پوځ ته د ابو بکر ابراهیم په نوم د یوه داعشي قومندان او د هغه د ۱۰ ملګرو د تسلیمېدو راپورونه هم لاس په لاس کیږي.

Exit mobile version