له خوارجو سره لمړۍ جګړه:

لیکوال: مفتي ابو عزام

کله چې خوارج له علي رضی الله عنه نه بیل شول ،نو له بصرې نه نهروان پلو ته روان شول ،په لیاره کې له عبدالله بن خباب بن الارت رضی الله عنهما سره مخ شول ، هغه خپله حامله ښځه په خر سوره کړي وه ،هغه ته یې وویل : ته څوک یې ؟ هغه وویل : زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابی خباب بن الارت زوی یم .خوارجو وویل : له مونږه وویریدې ؟ هغه وویل هو . خوارجو وویل : په تا ویره نشته . خوارجو وویل : مونږ ته له خپل پلار نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث بیان کړه چې فا‌‌یده راته وکړي ، عبدالله وویل زما پلار له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کوي هغه فرمایلي :

تكون فتنة يموت فيها قلب الرجل , كما يموت فيها بدنه , يمسي فيها مؤمنا ويصبح كافرا ويمسي مؤمنا .[الحدیث]

ژباړه : داسې فتنه به راشي ، هغي کې به د سړي زړه د بدن پشان مري ، بیګاه به مؤمن وي او سبا به کافر شي ، او سبا به کافر وي بیګا به مؤمن شي .

خوارجو ورته وویل : مونږ له تا څخه دا پوښتنه کوله ؟ بیا یې هغه روان کړ چې مړ یې کړي ، په لاره کې یوه کجوره پرته وه ، یو خارجي خولي ته کړه ، بل ورته وویل :پردی حق د په ناروا وخوړ.عبدالله  ورته وویل : زما حرمت له دغې کجورې نه ډیر زیات دی ، لدینه  وروسته یې عبدالله د نهر په غاړه څملاوو او ذبح یې کړو او د هغه ښځه یې مړه کړه ، او ګېډه یې ور څېرې کړه ، په لاره کې د أهل الذمة وو یو خنزیر سره مخ شول یو خارجي هغه زخمي کړ، بل خارجي ورته وویل : ظلم د وکړو ، د ذمي خنزیر د زخمي کړ ورشه ذمي خوشحاله کړه .

کله چې علي رضی الله عنه ته د عبد الله بن خباب بن الأرت رضی الله عنه د قتل خبر ورسید له خوارجو نه یې د هغه د قاتل د قصاص غوښتنه وکړه ، خوارجو وویل : مونږ ټول دهغه قاتلان یو ، لدینه وروسته علي رضی الله عنه دهغو لوري ته لښکرې رواني کړي او جګړه یې پرې وکړه ، او ټول یې مړه او یا فراري کړل

د خوارجو د جګړې حکم :

له خوارجو سره جکړه فرض ده ، او د جهاد یو قسم ده ، الله تعالی پرې أمر کړی دی الله تعالی فرمایې :

وان طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فأصلحوا بينهما فان بغت احداهما على الأخرى فقاتلوا التى تبغى حتى تفىء الى أمر الله فان فاءت فأصلحوا بينهما بالعدل وأقسطوا ان الله يحب المقسطين {الحجرات}

ژباړه : او که د مؤمنانو دوه ډلې خپلو کې جګړه وکړي نو ترمنځ یې صلحه وکړئ ، او که یوې پر بلې تیری وکړ ، نو تیري کونکي سره جګړه وکړئ تر څو د الله حکم ته رجوع وکړي ، که یې رجوع وکړه  نو د دواړو ترمنځ په عدل او انصاف سره صلحه وکړئ یقینا الله له عادلانو سره مینه کوي .

ادامه لري..

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version