له خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه:

دوهمه کيسه:
دوهم ځل يې يو وار بيا راووست ترڅو پدې اړه مناظره ورسره وکړي، چې ولې امام صيب له اهل قبله و څخه څوک په ګناه نه تکفيروي.
دوی ورته وويل:
دا دوه جنازې دمسجد له دروازې سره ايښودل شوي
يوه يې دهغه شرابي ده چې دومره ډير شراب يې څکلي وو چې ټنډ کړی يې وو او پدې توګه دکوما حالت ته ورسيد او شراب څښلو له امله مړ شو.
دوهمه جنازه دهغې ښځې ده چې زنا يې کړې وه کله يې چې په حمل يقين شو نو ځان وژنه يې وکړه.
امام ابو حنيفه رحمه الله ورته وويل: دا دواړه له کوم ملت څخه وو؟ ايا دوی يهودان وو؟
هغوی وويل: نه.
آيا دنصاراوو له ملت څخه وو؟
هغوی وويل: نه.
امام صيب وويل: ايا له مجوسيانو څخه وو؟
هغوی وويل : نه .
امام صيب ورته وويل: ښه نو له کوم ملت څخه وو؟
هغوی وويل: له هغه ملت څخه چې دلا اله الا الله او محمد رسول الله شاهدي ورکوي!
امام صيب رحمه الله ورته وفرمايل: ماته دشهادت په اړه خبر راکړئ چې دايمان څويمه برخه ده؟ درېيمه، که څلورمه او که پنځمه؟
هغوی وويل: ايمان خو درېيمه ، څلورمه او پنځمه برخه نه وي!
هغه وويل: نو شهادت دايمان څوېيمه ده؟
هغوی وويل: ټول ايمان دی.
امام صيب رحمه الله وفرمايل: نو دداسې خلکو په اړه ستاسې پوښتنه له ما څخه څه معنا لري چې تاسې په خپله اقرار کوئ چې دوی مؤمنان دي؟
هغوی وويل: دا پريږده، لنډه خبره راته وکړه آیا دا دواړه جنتيان دي او که دوزخيان؟
امام صيب ورته وفرمايل: چې نه دريږئ:
نو زه ددوی په اړه هغه خبره کوم چې دالله نبي ابراهيم عليه السلام له دوی څخه دستر جرم ترسره کوونکو په اړه کړې وه: { رب إنهن أضللن كثيرا من الناس فمن تبعني فإنه مني ومن عصاني فإنك غفور رحيم }
او زه ددوی په اړه هغه څه وايم چې دالله نبي عيسی عليه السلام له دوی څخه دسترو مجرمانو په اړه کړې وه: { إن تعذبهم فإنهم عبادك وإن تغفر لهم فإنك أنت العزيز الحكيم }
او زه ددوی په اړه هغه خبره کوم چې دالله نبي نوح عليه السلام کړې وه: { قالوا أنؤمن لك واتبعك الأرذلون * قال وما علمي بما كانوا يعملون * إن حسابهم إلا على ربي لو تشعرون }
او زه ددوی په اړه هغه خبره کوم چې دالله نبي نوح عليه السلام کړې وه: (وَلاَ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلاَ أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلاَ أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلاَ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ اللّهُ خَيْراً اللّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنفُسِهِمْ إِنِّي إِذاً لَّمِنَ الظَّالِمِين) َ{۳۱}
خوارجو وسله په زمکه وغورځوله او ويې ويل: موږ له هر هغه دين څخه برائت اعلانوو چې موږ ورباندې وو، له دې وروسته به موږ دستا ددين تابع يو ځکه الله جل جلاله تاته ډير ستر علم او حکمت درکړی او ډير فضل يې درباندې کړی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version