قلم که ټوپک؟؟

ابو یاسر افغان

ټیکنالوژي وروستي حد ته رسیدلې ده، د نړۍ سترو قدرتونو چې امریکا، چین او روسیه یي په رأس کې قرار لري د بشریت د تباهۍ لپاره داسې وسلې جوړې کړي چې په انفجار سره به یې د نړۍ نقشه بیخي شکل بدل کړي، د لومړي او دویم نړیوال جنګ پر مهال نړيوالو ولیدل چې څه ډول د نړۍ ابر قدرتونو د بشریت عام وژنه وکړه، حتی تر دې پوري چې پوره پوره ښارونه یې د نړۍ له نقشې نه ورک کړل او په کې موجوده ټول موجودات یې له منځه یوړل، هوا او اوبه یې هم ورته زهرجن کړل؛ خو نن هماغو پرونيو د بشریت قاتلانو د بشري حقوقو سازمان، د خوراک او پاکو اوبو نړیواله اداره، نړیوال بانک، د روغتیا او تعلیم په حلقو لنډه دا چې د ژوندیو موجوداتو په ټولو ضروري او اړوندو شیانو خیټه اچولې، د ملګرو ملتونو په نوم یې یوه داسې اداره رامنځته کړې چې له جوړښت نه واخله بیا تر نن ورځې پورې یې د اسلام او مسلمانانو دښمني د خپلو ټولو کارونو او ایجنډا په لومړي سر کې راوستی او عملي کړې ده!!
ماته خو هغه وخت تعجب راشي چې د نن دور مسلمان د اسلام دعوه خو ښه په نره کوي، مګر د دې پر ځای چې د قرآن او حدیث په لاره لاړ شي، د کفر او کفارو خلاف خپل توان او قدرت زیات کړي، برعکس لګیا دي د کفارو په شعارونو او کاذبو وعدو غولیږي، دوی هیره کړې ده چې توره د مسلمان عزت دی، توره د اسلام د دفاع تر ټولو مؤثره لاره ده، جنت د تورو تر سیوري لاندې دی او همدا توره ده چې د کفارو کاګه ورمیږونه پرې سمیدای شي، خو ویده مسلمان وایي چې نه نه توره(اوس ترې مطلب ټوپک دی) دې ورکه شي، موږ ته قلم په‌ کار دی!! خو دی لا هم داسې نظر لري چې نه نه ټوپک لرې کړه او دې قلم راواخله.

موږ وایو: قلم واخله خو توره هم مه غورزوه، دا د نوې ټیکنالوژۍ دور دی او ته باید و پوهیږې چې د یهودو واړه ماشومان د درنو وسلو د چلولو تمرینونه کوي، نو مسلمان ولې باید دومره بزدله شي، چې دتوري یا ټوپک د چلولو پرځای له هغې څخه کرکه وکړي، ټوپک چلول زده کړه، د اسلام د دفاع په نیت، د خپل ایمان او عزت د دفاع په نیت، د خپلې خاورې او خپلو حقوقو د دفاع په نیت، د وسلې استعمال او جنګي تدریب دا په هر مسلمان نر او ښځه لازم دي.

ځیني کسان دا خبره کوي چې اول باید قلم را واخلو، تعلیم وکړو او په خپله دا وړتیا پیدا کړو چې وسلې جوړې کړو، نه باید پردیو وسلو ته لاس ونیسو یا یې وپیرو!! د دې خلکو یوه زیاته برخه یې استخدام شوي او پاتې هغه یې د ډېرې ناپوهۍ څخه یا د اسلام او مسلمانانو سره د ضد په سبب داسې خبرې کوي، یو مؤمن او با احساسه مسلمان به چیرته هم داسې د بزدلۍ خبره و نه کړي، په داسې حال کې چې نږدې ټول اسلامي هېوادونه د کفارو تر مستقیم او غیر مستقیم یرغل لاندې دي، په داسې یو حالت کې چې د کفارو جوپې جوپې لښکرې پر اسلامي امت لکه د وږیو لیوانو را لویږي، لکونه مسلمانان د کفارو په زندانونو کې اسیران دي، میلیونونه شهیدان او میلینونونه نور ټپیان او بې کوره شول، دا به څنګه د یو مسلمان ضمیر او وجدان ومني چې هغه دې اوس ټوپک وغورزوي او په دې تمه دې پاتې شي چې زه به اول تعلیم کوم، بیا به وسله جوړوم له هغې نه وروسته به بیا د کفارو خلاف وسله استعمالوم؟!!

تر څو چې تعلیم سرته رسیږي، بیا لوړ تحصیلات ترسره کیږي او بیا ساینس یادیږي نو تر هغې وخته به د لکونو مسلمان اسیرانو تعداد میلیونونه او د میلیونونو شهیدانو او زخمیانو مسلمانانو تعداد به سلګونه میلیونو ته رسیدلی وي!!

هغوی چې نن د ډایاک او ډي ډي آر له پروسو ملاتړ ته خلک را بولي او د یو مسلمان افغان سره په کور کې یوه تمانچه او حتی یوه برچه هم نه پریږدي، د داسې خلکو ارادې ډېرې مضرې وي، دوی دا نه ګوري چې دا نن کوم خلک د لوړو تحصیلاتو لپاره غرب ته استول کیږي، کټ مټ د همدوی په څېر څو کاله مخکې شهید سردار محمد داؤدخان هم خارج ته محصلین استولي وو، چې دوی به ډاکټران، انجینران، فروفیسران او د عالي تحصیلاتو استادان شي او زموږ خلکو ته به خدمت وکړي، خو کله چې هغوی بیرته راغلل نو خلقیان او پرچمیان ترې جوړ شوي چې اول یې محمد داؤدخان شهید کړ او بیا یې د یوې داسې جګړې بنیاد کېښود چې دا دې ۴ لسیزې وشوې د پای ته رسېدو یې کوم څرک نه ښکاري. او دا اوس چې غرب ته د تعلیم په نوم استول کیږي، دوی ته خو هلته د خپل خدمت فکر ترزیق کوي او غربیان ترې خپل وفادار غلامان یې جوړوي، نو د داسې خلکو په تعلیمونو دې بلا شي، چې دوی به لا بیا وطن او ولس ته خدمت کوي!!

د یوه مسلمان په حیث پر هر مسلمان نر او ښځه لازمه ده چې په وَاَعِدُّ لهُمْ مااستطعتم….فرمان باید عمل وکړي او د هر ډول وسلې د استعمال طریقه زده کړي، د فلسطین حالات زموږ په مخکې دي چې نن هلته ډاکټر، انجنیر او فروفیسر شته، خو نه خپله خاوره لري، نه خپلواکي او اختیار، دا نن چې زموږ افغانانو ته د قلم قلم ډنډورې غږیږي دا هم د ښه نیت څخه نه بلکې د دې لپاره چې سبا موږ هم د امریکایانو فولادي ټانګونه د ربړ په لیندو ولو او دوی را پورې مسخرې کوي، دا د دې لپاره چې موږ هم تش لاس شو او د تل لپاره د یرغلګرو پر وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټ کړو، تاسو وګورئ د لیبیا او عراق خلکو تعلیم وکړ خو چې کله یې خپله د وسلې جوړولو توان پیدا کړ، امریکا او اروپا دا دواړه هېوادونه د خاورو په ډېري او د جګړې په ډګر بدل کړل، سبا زموږ هم دا حال دی، امریکا او اروپا به کله هم دې ته زړه ښه نه کړي چې موږ افغانان دې دا وړتیا پیدا کړو، ځکه خو یې زموږ نوی نسل په فلمونو، سریالونو او لوبو مشغول ساتلی او خپله یې نر او ښځې تر سپیږمو په درندو وسلو سمبال راغلي دي، هماغه امریکا چې دلته د قلم قلم تبلیغات سپانسر کوي او د خلکو په کورونو کې یوه عادي یو میل تمانچه هم نه پریږدي، خپلو خلکو ته درنې وسلې ورکوي او نږدې ټول امریکایان شخصي وسله لري، ښه نو چې یو چا کې عقل وي، هغه ته خو به دا خبرې او حقایق هم زیات وي او چې پر عقل یې پردې را غوړېدلي وي، هغوی نشي کولی چې دا حقیقت درک کړي.

تر کومه ځایه چي د وسلې د ښه او بد استعمال خبره ده، دا خبره جدا ځای او جدا حل لري، دا یې حل نه دی چې ټول افغانان دې خالي سلاح شي، بلکې خالي سلاح کول خو اشغالګرو ته له پښو او لاسو نه د دې ملت تړل دي، سخت شرم دی هغو ته چې د قلم قلم نارې وهي او د ټوپک کیږدئ ډنډورې تکراروي، بلکې دا د هر افغان مسلم حق دی چې باید وسله ولري، د خپل دین، ځان، مال، عزت او ملکیت د دفاع په موخه، نه د کوم بل دنیوي هدف او لالچ په تمه.

لږ د دنیا حالات وګورئ کفري نړۍ لګیا ده وسلې او وسایل جوړوي، خو اسلامي هېوادونه حتی د وسلې د جوړولو معمولي هڅه هم نه شي کولی، که داسې وکړي نو د ملګرو ملتونو د بندیزونو او نړیوال کفر د جدي غبرګون سره مخ کیدای شي، په همدې خاطر له دوی څخه دا حق تلف شوی او دا یوه منظمه دجالي پروژه ده چې تل باید اسلامي هېوادونه کفارو ته اړ او محتاج وي!!

په دې اړه نور وضاحت په یوه بله لیکنه کې

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version