غزه به د قیامت په ورځ د الله جل جلاله مخ ته راشي

عصمت څاروان

د دنیا عمر به پای ته رسېدلی وي، د انسانانو په لاس جوړ شوي په زړه پورې عمارتونه به له خاورو سره خاوري شوي وي، د باچاهانو هغه مغرورې ککرۍ چې د نفس او کبر په نشه کې به یې خپل رب ته د بندګۍ په اساس نه ټیټولې، په خاورو کې به یې نښه هم نه معلومېږي.

په ځمکه به د اسرافیل علیه السلام د صور د شپېلۍ ورانونکې څپه هم تېره شوې وي، لس زره قومونه (یا اتلس زره قومه) به سره راټول شوي وي، مخلوقات به د یوه داسې منظر ننداره کوي چې تر اوسه به یې تصور هم نه وي کړی.

انسانان به ځينې د کفر او ځينې د اسلام په حالت کې له خاورو څخه راپورته شي، په داسې حال کې چې ډېرو یې د الله جل جلاله دردناکې عذابونه تجربه کړي وي. یوه نه‌ماتېدونکې چوپتیا به خپره وي، بندګان به د حساب کتاب لپاره په داسې حال کې انتظار باسي لکه کلونه کلونه چې یې انتظار ایستلی وي.

غزه به له ډېرو ګیلو سره د الله جل جلاله مخ ته راشي، الله جل جلاله ته به د عادل په نامه مخاطبه شي او ورته وبه وایي: اې عادل ذاته! زه د کوچنۍ جغرافیې، د لږ شمېر بچیانو او د کمو امکاناتو په لرلو سره ستا د دین د دفاع لپاره د ټولې کفري نړۍ مقابله ته ودرېدم. په مېړانه مې جګړه وکړه، د کفري نړۍ ستنې مې ولړزولې، هره ورځ مې ستا د دین د دفاع لپاره لسګونه او سلګونه بچي قرباني کول.

کفري نړۍ په خپل ټول بشري او مادي قوت سره زما د ختمولو لپاره سره یو ځای شوه. زه یې د کیمیاوي بمونو په لمبو وسوځولم، هېڅ یوه برخه یې راته روغ پرې نه ښوده، زه یې ټوټې ټوټې کړم، زما د وړو وړو بچو چیغو جهان ډک کړی و، بچي مې له لوږې او یخنۍ مړه کېدل.

مسلمانانو د دې پر ځای چې ستا له لوري په فرض شوي جهاد سره زما مرسته او د کفارو مخه ونیسي، دوی یوازې د کفارو په غندلو ځانونه معذور بلل. حتی چا خو راته سرحدونه هم وتړل او زما د ختمولو لپاره یې د کفارو رهنمایي کوله.

په داسې حال کې چې شمېر یې میلیاردونو ته رسېده، میلیونه مجهزې لښکرې یې لرلې، خو ستا له دین څخه د کفارو ښې اړیکې ورته ډېرې مهمې وې. د کفارو هر فرمایش ته یې ځانونه تیارول، د کفارو هر امر ته یې لبیک وایه. دومره جرأت یې نه درلود چې له کفارو سره اړیکې خرابې کړي، خو بیا هم تش په نوم د آزادۍ ورځې نمانځلې.

د غرب په فحاشۍ او عیاشۍ د مردارو ډنډو کې یې غوټې وهلې، د خپل نفس او هوس په ځنځیر تړلي وو، په بې‌پروا سترګو یې راته کتل او زما د نه‌زغمل کېدونکي حالت ننداره یې کوله، او هېڅوک زما مرستې ته رانه‌غلل.

Exit mobile version