عائشه رضي الله عنها د نارينه وو ستره ښوونکې او د درس حلقه يې

عبدالمالک همت

د نارينه او ښځينه صحابه کرامو رضي الله عنهم لويه استاذه، ام المؤمنين حضرت عايشه بي بي رضي الله عنها پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي تر دې کچي ګرانه وه چي يو وخت يې خپلي لور فاطمة الزهرا رضي الله عنها ته وويل:«أَيْ بُنَيَّةُ أَلَسْتِ تُحِبِّينَ مَا أُحِبُّ؟» فَقَالَتْ: بَلَى، قَالَ «فَأَحِبِّي هَذِهِ»( صحيح مسلم، كتاب فَضَائِلِ الصَّحَابَةِ رَضِيَ اللهُ تَعَالَى عَنْهُمْ، بَابٌ فِي فَضْلِ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ تَعَالَى عَنْهَا، 83 – (2442) شمېره حديث).

ژباړه: ای زما لوري ! آيا د هغه چا سره چي زه مينه لرم ته مينه نه لرې؟ هغې ورته وويل: هو ، زه هم مينه ور سره لرم. هغه صلي الله عليه وسلم بي بي عايشې ته په اشاره سره ورته وفرمايل: نود دغي سره مينه کوه.
د عمرو بن عاص رضي الله عنه روايت دی چي : أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، بَعَثَهُ عَلَى جَيْشِ ذَاتِ السُّلاَسِلِ، فَأَتَيْتُهُ فَقُلْتُ: أَيُّ النَّاسِ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: «عَائِشَةُ» ، فَقُلْتُ: مِنَ الرِّجَالِ؟ فَقَالَ: «أَبُوهَا» ، قُلْتُ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «ثُمَّ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ» فَعَدَّ رِجَالًا . (صحيح البخاري، کتاب فضائل اصحاب النبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، بَابُ قَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا خَلِيلًا»،3662 شمېره حديث او مسلم، كتاب فَضَائِلِ الصَّحَابَةِ رَضِيَ اللهُ تَعَالَى عَنْهُمْ، بَابُ مِنْ فَضَائِلِ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ ، 8 – (2384) شمېره حديث).

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د ذات السلاسل غزا ته ولېږه. بيا زه هغه صلی الله عليه وسلم ته ورغلم او ورته ومي ويل: تر ټولو زياته مينه د چا سره لرئ؟ هغه راته وفرمايل: د عايشې سره. ما ورته وويل : په نارينه وو کي ؟ ويې ويل د هغې د پلار سره .

ورته ومي ويل ور پسې ؟ ويې فرمايل: د عمر بن خطاب سره. بيا يې د څو تنو نورو نومونه واخيستل.

دغي فاضلي استاذي له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او تر هغه راوروسته د تر ټولو ستر اوعالم شخصيت ابوبکر صديق څخه ډېر څه داسي په ښه توګه زده کړي وه چي د دې د مهال غټ عالمان او اديبان يې پر پوهه او علميت قايل وه او لويو صحابه وو به د ستونزمنو مسايلو په حل کي مرسته ځني غوښته.
عُروة بنُ الزبَيْر ويلي دي: ما په شعر کي تر عايشې بل عالم نه دی ليدلی.

ابو عمر بن عبدالبر ويلي دي: حقيقت دادی چي عايشه په درو علومو: فقه، شعر او طب کي د خپل مهال يوازنۍ مېرمن وه.

د حديث پوهني ستر امام زهري ويلي دي: که د عايشې علم د نبي صلی الله عليه وسلم د ټولو مېرمنو، بلکي د ټولو ښځو د علم سره پر تله سي ، نو د عايشې علم به تر زيات سي. سير أعلام النبلاء 2/141مخ.

نامتو عالم او مفسرابن کثير وايي: په حفظ، علم، فصاحت او عقل کي په ټولو ولسونو کي د عايشې بېلګه نسته.

نامتو حديث پوه حافظ ذهبي وايي: د محمد صلي الله عليه وسلم په امت ، بلکي په ټولو ښځو کي ترعايشې ډېره فقيهه او ډېره عالمه نسته. د امام مالک موطأ مالك 1 /45مخ.

دغه راز حافظ ذهبي او نورو پوهانو ويلي دي: عايشې دوه زره دوه سو لس حديثونه روايت کړي دي، چي د احاديثو په مشهورو کتابونو بخاري، مسلم او نورو کي روايت سوي دي. د امام مالک موطأ مالك 1 /45مخ.

عايشې رضی الله عنه پر دې ټولو فضايلو او مناقبو او اسلام او مسلمانانو ته پر سترو علمي او ديني خدمتونو سربېره، د مدينې منورې د نبوي جامع جومات د اسلامي تحصيلاتو په ستر مركز كي درس هم وركاوه. د نبوي جومات په يوه كنج كي نبوي حجره او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغي مېرمني استوګنځى وو. د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو زيات شمېر صحابه، ښځينه او نارينه لوى او واړه به د عايشې د درس حلقې ته حاضرېدل. ښځي، كوچنيان او محرم خلك به په حجره كي دننه ناست وه او نور به په جومات كي ناست وه او تر منځ به يې پرده اچول سوې وه. دغي استا‌ذي به د زده كوونكو د ژبي، او د كلماتو د سم تلفظ او داسي نورو په هكله هر اړخيزه ښوونه ورته كول.

د دې د حلقې د زده كوونكو شمېر تر دوو سوو زيات وو، چي له هغو څخه اته دېرش تنې ښځي وې، لس دوولس تنه د هغې خپلوان وه او نور جليل القدره صحابه او ممتاز تابعين وه. كوم چي د حديثو او فقهي د علومو د ترلاسه كولو او نورو مشكلو مسايلو د حل لپاره به ورته حاضرېدل.

دغه د اسلام د وياړلي تاريخ لومړنۍ پوهانده د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر پیغمبر کېدو څلورکاله وروسته په مکه مکرمه کي وزېږېده، کفري دودونه يې هيڅ ونه پالل، بلکي سترګي يې د رسالت پر رڼا پرانيستلي سوې او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم وروسته تر ټولو غوره سړي ابوبکر صديق په کهاله کي وروزل سوه. د نهو كالو وه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم واده كړه، د اتلسو كالو په عمر كونډه سوه او د۵۷ سپوږميز.كال د روژې پر اوولسمه د (۶۳) كالو په عمر په مدينه منوره کي وفات سوه.

د نبوي جومات په دې ستر علمي او تحصيلي مركز كي نورو ډېرو عالمو صحابه وو لكه حضرت ابى بن كعب، زيد بن ثابت او نورو هم د درس وركولو حلقې درلودې چي د تفسير، حديث، فقهي او تاريخ درس به پكښي ور كول كېدى او له دغو حلقو څخه ډېر ستر او نامتو عالمان را ووتل.

بيا چي حضرت عمر بن عبدالعزيز له ۸۷ تر ۹۳سپوږميز. كال پوري د مدينې والي وو له دغه ځايه د احاديثو د څېړني او كره كتني، خپرېدو، راټولېدو او تدوين ستر او تاريخي كار سر ته ورسېدى.

د مدينې منورې دغه ستر علمي دارالعلوم نه يوازي مدينه روښانه كړه بلكي د درس او تدريس رڼا يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپره سوه. دغه دارالعلوم پېړۍ پېړۍ فعال وو. او ډېر ستر ستر عالمان يې اسلامي ټولني ته يو په بل پسې وړاندي كړل.

خو داسي ښكاري چي د عثماني تركانو د واك په وروستيو كي؛ د 1300 سپوږميز.كال په د مخه وختونوكي په مدينه منوره او نورو ځايونوكي د تعليم او تعلم چاري ډېري بابيزي سوي وې.

د وخت حكومت په تېره تر دوهمي نړۍ والي جګړې وروسته د نوو علومو څو ښوونځي را وايستل، خو د شرعي علومو په هكله يې هيڅ پام نه اړاوه. چي له دې امله د مدينې منورې د اوسېدونكو اولادونه د ديني علومو څخه ګردسره پردي سول. له نېكه مرغه په را وروسته كلونو كي هلته د اسلامي او ديني علومو او پوهنو رڼا بيا په خپرېدو سوه.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version