شهادتونه د نظام د بقاء ستنې دي

علي أنصار

#image_title

دا ښکاره ده چې اسلام د قربانۍ دین دی، نفاذ او ساتل یې دواړه په قربانیو کېږي، دې اسلام ته رسول الله صلی علیه وسلم مبارک وجود زخمي کړ، خبیب ور ته په دار شو، عثمان او علي سرونه ور ته نذرانه کړل، زید او جعفر نیزې وخوړې، خو اسلام یې تر مونږ را ورساوه؛ خو زمونږ هوډونه او ارادې فولادي دي، دا صف د قربانیو ټولګه ده، که یو ځي لس نور را ټوکېږي، دا سلسله به تر قیامته جاري وي، شهادتونه زمونږ د ورکېدو نه؛ بلکې زمونږ د پیاوړتیا، عظمت او سپېڅلتیا ښکارندویي کوي.

 

خو د وخت خوارج د خپلو بې لارو اسلافو پر ناوړه قدمونو روان دي، که پرون یې حضرت عثمان رضی الله عنه د قران کریم د تلاوت پر مهال شهید کړ، نو نن یې شیخ شهید رحیم الله حقاني تقبله الله د بخاري شریف د درس په حال په شهادت ورساوه، که په پرون یې علي رضی الله عنه د اذان پر وخت شهید کړ نو نن یې شیخ مجیب الرحمن انصاري پر ممبر شهید کړ، که پرون یې خباب ابن ارت رضی الله عنه ذبحه کول نو نن یې هم لسګونه بې ګناه مسلمانان تر خپلو ناوړو چړو تېر کړل.

 

همدا وحشتونه نه و بس؛ چې نن یې د جهاد، استشهاد، انقلابونو او قربانیو سالار، جهادي شخصیت خلیل الرحمن حقاني تقبله الله هم شهید کړ، د جهاد له زرینو ستورو یو بل ستوری ونړېد.

 

خلیل الرحمن حقاني یو جهادي شخصیت و، د دوو لویو انقلابونو مخکښه جهادي څهره پاتې شوې ده، هغه له یوې جهاد پرورې کورنۍ څخه دی؛ داسې کورنۍ چې ورور یې د انقلابونو سالار او ورېرونه یې د استشهاد سرلارې پاتې شوي دي، خوارجو نه یوازې دا جهادي شخصیت شهید کړ؛ بلکې د غرب هغه شومې موخې یې هم پوره کړلې چې موخه یې ددې جهادي کورنۍ له منځه وړل و.

 

خوارج د خپلې تکفيري عقیدې له مخې؛ یوازې جهادي شخصیتونه، د أمت مجتهدین، مخکښ علماء او د دینې ارزښتونو ساتونکي په شهادت رسوي، دوی د رسول الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث مصداق دي چې وايي” خوارج به کفار پرېږدي او مسلمانان به وژني” هم هغسې ده؛ پروني او نني خوارجو د ټوپک شپېلۍ یوازې د مسلمانانو لور ته نيولې دي، نه یې د کوم رژیم څټ مات کړ او نه د صهیونیستي رژیم په سرونو وخوت.

 

له دې ښکاره کېږي چې خوارج یوازې د اسلام او جهاد تضعیف او کمزوري غواړي، دا کار هم د خپلې ناولې عقیدې او د خپلو بادارانو په امر کوي، د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د شهادت په سر د وخت اشغالګرو پنځه میلیونه ډالر ايښي و، خو غلامانو یې دا کار مفت وکړ؛ ددې لپاره چې د دوی ناولې عقیدې ته بړاس او هوا ور کړي او د جهاد صفونه کمزوري شي.

 

خو دوی دې په دې پوه شي، چې مونږ ته دا قربانۍ لا پیاوړتیا را کوي، شهادتونه د نظام د بقاء ستنې دي، مونږ تخمونه یو را ټوکیږو، ورک کېږو نه! خو د دوی څټونه به د تل په څېر وهل کېږي، زمونږ زلمي او د جهاد سپېڅلي سپاهیان به دوی خپلو شومو موخو ته پرې نه ږدي، دوی د جګړې نه دي؛ د منافقینو په څېر تل له شا وار کوي.

Exit mobile version