له تېر څه باندې یوه نیم کال راهیسې، له کله چې د پاکستان واګې یو ځل بیا د پوځي ادارې لاس ته لوېدلې، د پاکستان پر سر حاکمې ادارې په هر ډګر کې د افغانستان په کمزوري کولو او بدنامولو پسې مټې رابډ وهلې دي. په سیاسي او استخباراتي ډګر کې د پاکستان پوځي اداره لاس تر شا نیسي، خو په اقتصادي، ټولنیز او مطبوعاتي ډګر کې یې په ډاګه د افغانستان کمزوري کولو، د افغانانو ځورولو او بدنامولو ته کار ویلی دی.
د پاکستاني نظامونو او اصلي واکدارانو (پوځي جنرالانو) یو عمده مشکل دا دی چې د خپل واک او بقاء لپاره تر هرې پولې اوښتلای شي، نه اسلام ورته مهم دی، نه انسانیت، نه ګاونډیتوب او نه نړیوال اصول.
د پاکستاني حکومت او بېچاره ولس پر سر حاکم پوځ له بیا راپورته کېدو سره سم له افغانستان سره اقتصادي اړیکې خرابې کړې، د افغانستان د صادراتو پر وړاندې یې خنډونه ایجاد کړل، په پاکستان کې مېشت سلګونه زره افغان کډوال یې په ډېرو بدنامو نومونو او کارونو تورن کړل او بیا یې په ډېر بې اسرې حالت کې د افغانستان پر لورې راوشړل، او په سیاسي ډګر کې یې د افغانستان نوی حکومت په نړیوال سټېچ په هغو کارونو تورن کړ چې په خپله تر پوزې پکې غرق دی.
پاکستانی رژيم ادعا کوي چې په افغانستان کې د دوی په اصطلاح ترهګرې ډلې شته او د حکومت ملاتړ لري، په داسې حال کې چې پخپله یې د افغانستان پر ضد د خوارجو د بدنامې ډلې حمایت د نفوذ په تمه پیل کړی او هغوی ته یې په بلوچستان کې خوندي مرکزونه ورکړي دي. د بلوچستان مرکزونه تر دې حده د داعشي خوارجو لپاره مؤثر او محفوظ تمام شوي چې اوس د خوارجو رهبري ته د افغانستان د اسلامي امارت له عملیاتو د خلاصېدو لپاره ملجا او مأوی ګرځېدلې، د سر کسان یې ټول هلته انتقال شوي او د مسکو کروکوس هال د برید ترڅنګ یې په اروپا کې هم د بریدونو پلانونه پکې چمتو کړي دي.
وروستیو راپورونو ته په کتلو ښکاري چې پاکستانی رژیم خوارجو ته د پناه ځای په برابرولو لا نه دی موړ شوی، اوس هڅه کوي چې په استقلال کې د انګلیس ترڅنګ امریکا هم ورشریکه کړي او په خپله خاوره کې، د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د څار لپاره، اډې ورکړي. امریکا هم د پاکستان د ضعف په نقطه پوهیږي، اډو ته د قانع کولو لپاره یې پاکستان تر خوږ ګوته نیولی او حکومت یې کانګرس ته وړاندیز کړی چې په پاکستان کې د ډموکراسۍ د تقویې او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ۱۰۱ میلیونه ډالر ورکړي. که دا پیسې ترلاسه کړي، پاکستانی پوځ به بیا د ۲۰۰۰یمې لسیزې په څېر د امریکايي پوځیانو د ګزمې په سپي بدل شي، هر امر ته به یې لبیک وايي او د افغانستان په تړاو به یې اعمال او کړنې نورې هم د اخلاقو تر پولو واوړي (په دې شرط که د مظلوم پاکستاني ولس له قهره په امان پاتې شي).