د پاکستان له (ISI) سره څوک تړاو لري ؟

13 جنوري,2016

ليکنه ـ بدر منهاج
طالبان بيلابيل دښمنان لري ، دوی خپلو افرادو ته له طالبانو سره د مخالفت او جنګ لپاره بله کومه انګېزه نلري ، نه کومه اسلامي انګېزه او نه کومه ملي انګېزه لري.
څوک خپلو پلويانو ته وايي طالبان ستاسو خوريونه دي ، ستاسې ښځې يې په پنجابيانو خرڅې کړې او دا اوس اوس يې په کندز ښار کې په طالبانو تور ولګاوه چې د دوی ناموس ته يې په سپکه سترګه کتلي.
که چيرې دوی له دې پرته بله انګېزه خپلو افرادو ته ورکولای شوای نو کله به يې هم دغه له دووسي څخه ډکه انګېزه له طالبانو سره د مقابلې لپاره خپلو پلويانو ته نه وای ورکړې. ځکه دوی هم ايمان پلورلی ، هم يې ضمير پلورلی ، هم يې خاوره پلورلې ، هم يې د خپل ولس په ضد جنايات ترسره کړي ، هم د نورو غلامان دي ، او هم تر غوږو پورې په فساد کې ډوب دي.
د طالبانو ځينې مخالفين بيا خپلو پلويانو او افرادو ته دا انګېزه ورکوي چې طالبان د (ISI) خلک دي او مشران يې د (ISI) په خذمت کې دي (معاذالله) لکه داعشيان …
څرنګه چې په افغانستان کې د داعش څانګه له هغه غلو ، قطاع الطريقو او مفسدينو څخه جوړه ده کوم چې د طالبانو له صف څخه رټل شوي ؤ او هغه خوارج ورسره ملګري دي چا چې تيرې څو لسيزې د بهرنيو استخباراتو په اشاره د يوه او بل مسلک په نامه د افغانانو په منځ کې اختلافاتو ته لمن وهله او په هر چا يې د کفر او ارتداد ټاپې لګولې او د پاکستان د (ISI) ، د امريکا(CIA) ، د افغانستان (NDS) او د بريتانيا د (MIX) له لوري د يوې پروژې په شکل د داعش په څانګه کې تنظيم شول ، او داسې جنايات يې ترسره کړل چې د بشريت په تاريخ کې يې کم مثال پيدا کېږي نو ځکه دوی د طالبانو په ضد خپلو پلويانو او افرادو ته د مقابلې لپاره بله کومه انګېزه نلري او له (ISI) سره طالبانو ته د تړاو په ورکولو يې احساسات راپاروي.
دوی خپلو افرادو او پلويانو ته دا نشي ويلای او نه يې ثابتولای شي چې طالبانو د شر او فساد په ضد مبارزه نده کړې ، اسلامي نظام او اسلامي شريعت يې ندی قايم کړی ، په مهاجرينو او مجاهدينو يې غيرت ندی کړی ، امريکا او ناټو يې نده ماته کړې او د سر سر مشران يې د (ISI) په بدنامو زندانونو کې په شهادت ندي رسيدلي نو ځکه اوس دغه له دروغو ډکه انګېزه خپلو افرادو او پلويانو ته ورکوي.
حقيقت دا دی چې طالبانو د خپل حکومت پر مهال د پاکستان په شمول د سيمې او نړۍ له ډيرو هيوادونو سره اړيکې لرلې ، خو د طالبانو دغه اړيکې نه د مسلمانانو په تاوان وې ، نه د افغانانو په تاوان وې او نه له شريعت سره په تکر کې وې.
دا هم هر چاته ثابته ده چې کله له طالبانو څخه پاکستان او نړيوالو کفري طاقتونو له شريعت سره په ټکر کې غوښتنې وکړې ، طالبان يې په وړاندې کلک ودرېدل ، خپل حکومت يې سپيلنی کړ خو ورته تسليم نشول.
هغه لښکرې چې د اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله په بيعت کې وې ، لومړني کسان هماغه ؤ چې د پاکستان په ضد يې جهاد اعلان کړ او تر اوسه ورسره جنګېږي.
که طالبان په پاکستان کې اوسېږي يا د پاکستان د ولس له همکاريو څخه ګټه اخلي په دې کې کوم شرعي حرج نشته . د طالبانو تماسونه د پاکستان له حکومت سره د دښمنانو د تجريد د سياست پر مبنی دي ، طالبان په سيمه کې يو مطرح ځواک دی ، امريکااو ناټو ته يې د الله په نصرت ماته ورکړه او د خپل جهاد او قتال د مصالحو لپاره که د سيمې له هيوادونو سره کوم تماسونه لري په دې کې د اسلامي شريعت له مخې کوم حرج نشته .
طالبانو تر اوسه داسې کار ندی کړی چې هغه دې د سيمې د استخباراتو يا د سيمې د نظامونو په ګټه وي.
خو هغه څوک چې طالبان د (ISI) خلک بولي ټول يې په خپله د آی اس آی خلک دي.
اشرف غني يې د پاکستان د فوځ په مرکز کې د پاکستان فوځ ته سلامي شو او د سولې اوسنۍ کومه ډنډوره يې چې روانه کړې دا يوازې د پاکستان د ګټو په خاطر ده ، د طالبانو د قطر دفتر ته مراجعه نکوي خو پاکستان ته هره ورځ سر په سجده وي.
شمالي ټلوالې د تيرو انتخاباتو پر مهال هم پاکستان ته وعده ورکړې وه چې د ډيورنډ لاين به د افغانستان او پاکستان د رسمي پولې په حيث تسليموي او په افغانستان کې د داعش د څانګې په اړه خو اوس دا حقيقت هر چاته روښانه دی چې د پاکستان افغانستان او امريکا ګډه پروژه ده او په دې اړه ډير حقايق افشاء او نشر ته وسپارل شول.
نو په لنډ ډول ويلای شو چې په طالبانو د (ISI) تور داسې ده لکه په موسی عليه السلام د قارون تور ، لکه په يوسف عليه السلام باندې تهمت …
د باطل پلويانو تل د حق په لارويانو داسې تورونه پورې کړيدي.
طالبان آزاد او حُر دي ، له دښمنانو سره يې تماسونه د نبوي شرعي سياست پر بناء دي او د طالبانو مخالفين د ناچارۍ له وجې په طالبانو د (ISI) سره د تړاو تور پورې کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version