د هغه بلې مغرورې امپراطورۍ د ماتې او تېښتې کیسه

ماهر بلال

د نړۍ په ټول تاریخ کې داسې څوک نشته چې د اشغال او یرغل هوا یې نه وي څکلي، داسې نسل به نه وي چې د وخت د زورواکانو جبر او ظُلم عیني شاهدان نه وي تېر شوي.

دا حقیقت دی چې د فکري، جسمي/ټولنیز او مادي اشغال د وخت د استبدادي حکومتونو لخوا په مظلومانو تجربه شوي خو د نړۍ په ټول تاریخ او په ټوله کې د نړۍ په ټوله جغرافیه کې به بل کوم داسې قوم غیر له افغانانو نه وي چې په څه کم یوه پیړۍ کې یې درې یرغله تجربه کړي وي او بیا د دې ټولو یرغلونو په مقابل کې له ډېرو سختو قربانیو ورکولو وروسته کامیاب شوي وي.

کیسه د افغانستان او د تیر وخت زورور مادي ځواک شوروي تکرارېږي، د وخت جابر شوروي اتحاد یا په بله معنا روسي ښکیلاک د هغه وخت کمزوری جګړوځپلی خو نه ماتیدونکی قوم د یرغل لپاره انتخاب کړ، د شوروي استبداد لخوا د دغه قهرمان قوم د ماتولو د اسلام او مسلمانانو د ختمولو کلکه اراده شوې وه، شوروي ظالم اتحاد د څو غلامانو په توسط هغه وخت وکولی شو چې دغه خوب ته د رښتیا کېدو چانس ورکړي، د شوروي مادي او معنوي غلامانو چې لیست یې له کارمل، بابرک او نجیب شروع کېږي او بیا د اوسني کمونیستي فکري غلامانو په نومونو پای ته رسیږي په مټ وکولای شو چې د افغانستان سپیڅلې ځمکه اشغال کړي خو دوی پوره نه وه څیړلې چې څنګه او ولې دا قوم نه ماتیدونکی ثابت پاتې دی. روسي وحشي اتحاد فکر کاوو چې د چند غلامانو په کامل ملاتړ به دا قوم تسخیر کړي او له دې مقدسې خاورې به د اسلام نوم د تل لپاره ورک کړي خو دوی په کامله معنی خبر نه وو چې د کوم ناممکن کار په لټه کې روانیږي؛ افغانستان ته په راتګ سره دوی یعنې شوروي اتحاد ته څرګنده شوه چې پخواني نقلونه یواځې افسانوي کیسې نه بلکې په زړه کې زرها حقیقتونه لري، افغانستان ته په داخلیدو او بیا د وحشتونو په کولو وروسته د وخت نړیوال وحشیان (چې په شرق او غرب کې ترې انسانیت په لړزان وو) خبر شول چې افغانستان رښتیا هم د امپراطوریو هدیره ده، رښتیا هم افغانستان دی چې د جنګیز انګریز وحشتونو ته سرټیټي نشول او په مقابل کې یې پاڅون وکړ چې بعد له ډېرو سختو کړاوونو او قربانیو په ثمره کامیاب شول.

شوروي د ناکامه دلیل په نیولو سره یرغل وکړ، ډیرې ناخوالې او بربادۍ یې راوستې، مادي، معنوي/فکري ضربه یې مؤمنانو ته ورسوله؛ ددې ټولې جګړې موده له لس کالو زیاتو ته ونه غځیده، د لس کلن ناکامه جکړییز مأموریت وروسته شوروي اتحاد وسنجوله چې نور دلته د مردارو پریښودو او ورکولو په ځای د تیښتې لاره غوره کول به د ګټې فیصله وي. هماغه وو چې د وخت له خدایه یاغي نړیوال زبرځواک د خپل یرغل لمن ټوله کړه او په کُلي معنا د تیښتې تابیا یې ونیوله. اصل کې دا تیښته د نه څه په وجه نه وه بلکې دلته د دین اسلام لپاره د قربانۍ او ایثار په نوم یو څه وو چې د یوې بلې مغرورې امپراطورۍ د ماتې او تیښتې کیسه‌ یې نوي نسل ته د عبرت د نشان په توګه پریښودله، دلته د یو میلیون نه زیات افغانان وو چې د وحشي شورویانو او د شورویانو د بدبخته غلامانو (نجیب ګاو کارمل او داسې نورو) له لاسونو د شهادت له سعادت څخه برخمن شول، لس میلونو ته قریب افغانان د هجرت کړاونو سره مخ شول، په لکونو افغان وګړي د بې کسۍ او معیوبۍ ستونزو سره لاس او ګریوان شول؛ اګر که دا سخت مأموریت د افغانانو د وینو په بیه تمام شو خو د خپل نسل لپاره افغان غیور قوم په اسلام او ولس د نه قربانۍ تورداغ په لمنه پرینښود، د ټولو سختیو او قربانیو په برکت افغان مظلوم قشر استقلال خپل کړ او د راتلونکي لپاره تاریخ ته د لیکلو ډیر څه پاتې شول.

د نن څخه تقریبا ۳۴ کاله وړاندې د ۱۳۶۸ هــ ل کال دلوې په ۲۶مـــــه نیټه شوروي اتحاد افغانستان څخه په تیښته بریالی شو، په افغانستان کې له ناکام جګړییز مدیریت وروسته د شوروي مظبوط اتحاد څو ټوټې شو، پخوانی برم او دبدبه یې له خاورو سره خاورې شوه، لسګونه زره فوځي وسایط یې ویجاړ، زرګونه عسکر یې مردار، زرګونه معیوبین او زخمیان شول په ټوله کې مجاهدینو ته هم د روسانو له لاسه د زرګونو په حساب اسلحې او تجهیزات د غنیمت په توګه پاتې شول چې بدبختانه دغه ټول بیا د خپل منځي جګړو لپاره لکه سون توکي وکارول شول خو دا دی نن مونږ د یوې بلې مغرورې امپراطورۍ د ماتې او تیښتې کیسه‌ او جشن په داسې حالت کې لمانځو او خپل نوي نسل ته یې د ویاړ په توګه سپارو چې مونږ له کاملې خپلواکۍ برخمن یو، هېواد مو مستقل، افغانان مو آزاد، وګړي مو د آزاد ژوندانه له ټولو خوندونو برخمن او د تاریخ په زرینو صفحو کې د افغان په نوم د غیرت یو بیل باب لرونکي پاتې یو.

د افغانانو دا ویاړلی تاریخ د نړۍ راتلونکو استبدادي ظالمانو ته په خپل ماهیت کې یو لوی پیغام لري چې دا پیغام د وروستي شهیدانو په څو ټکو کې رانغښتی ”افغانستان ته جوړ راتګ د بیرته جوړ تګ په معنا هیڅکله نشي کیدای“

یو ملګري ډېر ښه شعر ویلی وو چې:

څومره که په زور او ځواک پیاوړي شي

بیا هم زمونږ له جنګه څخه ستړي شي

په اخر کې د افغانستان غیور ولس او په ټوله کې د مُسلمه اُمت هر فرد ته د وخت د یوې بلې مغرورې امپراطورۍ د ماتې او تېښتې په ویاړ مبارکي وایم.

د شوروي شړل مو مُبارک شه!

هرماس الافغاني
Exit mobile version