ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ مثلثي جګړه یوه عجیب پړاو ته داخله شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې له پیله تر اوسه له یوې ناپېژندل شوې او نادرې وضعې سره مخ دی. د اسرائیلو حالت هم، که څه هم بشپړ نه وي خراب شوی، خو داسې ښکاري لکه زړه یې چې تر ستوني را رسېدلی وي او له سختې اندېښنې سره مخ وي.
د ایران د وضعیت په اړه خو له پخوا راهیسې امریکايي او لوېدیځې رسنۍ، او همداراز د هغوی په پلوی سیمه ییزې رسنۍ، د یو ستر بدلون خبرونه ورکول. خو د دې ټولو شالیدونو ترمنځ تر ټولو حیرانوونکې او شور جوړوونکې وضعه د خلیج د عربي هېوادونو ده؛ داسې یو حالت چې په بشپړه توګه غیر متوقع دی، او ښايي عربو ته هم د داسې وضعیت تصور هېڅکله نه و تېر شوی.
په اصل کې په دې جګړه کې امریکا ته دا باور و، او یا ورته دا باور ور کړل شوی و، چې پر ایران یوازې دوه ـ څلور هوايي بریدونه کولی شي ایران بشپړ له منځه یوسي. ګومان دا و چې د خلکو تر منځ به ګډوډي او تېښته رامنځته شي، هر څوک به د ایران پرېښودو فکر وکړي، او په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې به سختې ګډوډۍ جوړې شي.
له بلې خوا اسرائیلو ته هم په همدې باور یقین و، او د خپل یقین لپاره یې ځینې دلایل هم درلودل. څو ورځې مخکې د ایران وضعیت پخپله د دې نښې څرګندونه کوله. همدارنګه د ایرانی حکومت له خوا پر مظاهره چیانو د تاوتریخوالي هغه راپورونه چې خپاره شوي وو، له هغو څخه دا اټکل کول آسانه وو چې ولې اسرائیل دومره ډاډه و.
دا یقین دا و چې کله اسرائیل او امریکا پر ایران برید وکړي، نو هغه مظاهره چیان چې دوه میاشتې مخکې یې ایران سخت بوخت کړی و، او وروسته ایرانی حکومت په سختۍ سره پر هغوی سخت اقدامات وکړل، بیا به راپورته شي. دوی به په ځمکه د اسرائیلو د ملاتړو په توګه د ایران حکومت نور هم تر فشار لاندې راولي، او په څو ورځو کې به د ایران اوسنی رژیم بدل شي او یو نوی رژیم به رامنځته شي.
د همدې هدف لپاره امریکا او اسرائیلو د جګړې په لومړي برید کې هڅه وکړه چې د ایران تر ټولو ستر مذهبي مشر او د ایران تر ټولو ځواکمنه څېره، خامنه اي په نښه کړي او له لارې یې لرې کړي. دوی په دې تمه ناست وو چې د اوسني نظام تر ټولو لویه ستنه او د اسرائیلي-امریکايي پلانونو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ همدا شخصیت دی. د دوی باور دا و چې کله دا له لارې لرې شي، نو د خلکو ستر سیلاب به راپاڅي او د هغوی د پلانونو د عملي کولو لپاره به په چټکۍ سره ډګر ته راووځي.
خو سخت حیرانوونکي ټکان هغه وخت اسرائیل، امریکا او حتی ټوله نړۍ ته ورسېد، کله چې له بریدونو سره سره نه کوم لاریون راپورته شو او نه هم کوم د هېواد او ملت خاین مخته راغی. د مرشد اعلی له منځه تلو وروسته، که څه هم نړۍ د یوې تشې احساس وکړ، خو ورسره یو نااشنا حالت هم رامنځته شو.
هغه شدت چې دوی له مرشد اعلی څخه تمه لرله، د هغه له تلو وروسته څو چنده زیات شو. اسرائیل او امریکا غوښتل چې په دوو ورځو کې، او ډېر تر ډېره په یوه اوونۍ کې، رژیم بدل کړي او د خپلو موخو د پوره کېدو اعلان وکړي. خو اوس له دوو اوونیو زیات وخت تېر شوی دی. د اسرائیل او امریکا د زور ازمویلو ډېرې لارې ازمویل شوې دي.
پر عامه ځایونو او نورو سیمو سخت او بېرحمانه بمبارۍ شوې دي، خو په ایران کې هېڅ داسې بدلون نه دی راغلی چې دوی یې تمه لرله. که څه هم یو بدلون راغلی، هغه دا دی چې هغه خلک چې پخوا د ایراني نظام مخالف وو، اوس یې پلویان شوي دي. هغه کسان چې پخوا به یې د غدارۍ له فکر سره لږ خوښي احساسوله، اوس ترې کرکه کوي. پخوا ایران یوازې د بالستیک توغندیو پر کارولو بسنه کوله، خو اوس یې د ویجاړۍ داسې بېلابېل ډولونه غوره کړي دي چې مخکې یې چا تصور هم نه کاوه.
پخوا ایران یو څه سست او محدود ډول غبرګون ښود، او هغه هم یوازې د اسرائیل پر لور د توغندیو تر لېږلو پورې محدود و. خو اوس یې په ټولې سیمې کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې او عملاً یې د هغوی حالت ګډوډ کړی دی. د یوې ـ یوې اډې څراغونه یې د بریدونو له امله په تیارو بدل کړي دي. په هر هغه هېواد کې چې د امریکايي سرتېرو کومه پوځي اډه یا مرکز موجود و، هغه یې په پوره شدت او پرله پسې توګه هدف ګرځولی او سخت زیانونه یې ورته اړولي دي.
له بلې خوا ایران د خلیج له لارې د نړۍ پر لور تلونکې صادراتي لارې، په ځانګړي ډول د تېلو او ګاز لارې، تړلې اعلان کړې. د هرمز تنګۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستلو وروسته یې په ښکاره اعلان وکړ چې که هره کښتۍ له دې لارې د تېرېدو جرأت وکړي، نو د تل لپاره به په اوبو کې ډوبه کړل شي. له دې اعلان سره په ټوله نړۍ کې یو ډول ګډوډي او اندېښنه رامنځته شوه. په سیمه کې د ګاز او تېلو بیې اسمان ته لوړي شوې، او تر اوروپا پورې یې اغېزې په څرګند ډول ورسېدې.
ایران د خپلو توغندیو په وسیله نه یوازې د امریکا پوځي اډې او سفارتونه په سخت ډول په نښه کړل، بلکې هغه جنګي الوتکې یې هم هدف وګرځولې چې په فضا کې تګ راتګ کوي او هغه الوتکې هم چې دغو جنګي الوتکو ته مرسته رسوي. تر اوسه پورې یې څو الوتکې زیانمنې کړې دي. لنډه دا چې هغه بدلون چې اسرائیل او امریکا یې غوښتونکي وو، تر اوسه نه دی رامنځته شوی؛ خو ایران داسې حالت جوړ کړی چې اغېزې یې له ختیځه تر لوېدیځه پورې د بدلون په بڼه ښکاره کېدل پیل کړي دي.
په دې جګړه کې تر ټولو خواشینوونکی حالت د هغو عربي هېوادونو دی چې له نږدې پینځه دېرش تر څلوېښتو کلونو راهیسې پکې د امریکا پوځي اډې موجودې دي. پر دغو اډو امریکا میلیاردونه ډالر لګولي دي، چې ډېره برخه یې خپله عربو ورکړې ده. د دغو اډو اصلي موخه دا وه چې امریکايي ځواکونه به د عربو امنیت خوندي کوي.
خو اوس ایران هره ورځ همدا اډې او پکې مېشت امریکايي سرتېري په نښه کوي. د کارپوهانو په وینا، که یو توغندی د اسرائیلو پر لور ولاړه شي، نو څو نور د عربي هېوادونو پر لور مخه کوي؛ چې له امله یې د هغوی هوايي حریم هم نقضېږي او هغه وقار او ځواک هم تر پوښتنې لاندې راځي چې د امریکايي پوځ په شتون یې جوړ کړی و.
د ترکي الفیصل په نوم هغه مشهوره څېره چې د سعودیه عربیه د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو مشري یې د اوږدې مودې لپاره کړې ده، په دې وروستیو ورځو کې څو مرکې کړي دي. په دغو مرکو کې هغه په څرګنده اعتراف کوي چې هغه امریکايي پوځیان، چې د هغوی د ساتنې په هیله عرب هېوادونه خوشاله وو، اوس د سر درد ګرځېدلي دي. کارپوهان دا هم وایي چې دغو اډو نه یوازې دا چې د ایراني توغندیو مخه د عربي هېوادونو پر لور اړولې ده، بلکې د هرمز تنګي د تړل کېدو په مسله کې هم مهم رول لري.
د عربو د ژوند ټوله تکیه په تېلو او ګازو ولاړه ده. که دغه تېل او ګاز د بهر ته لېږد لپاره له تړلو لارو سره مخ شي، نو د دوی اقتصادي ژوند به هم لمنځه یوسي. سعودیه عربيه ته دا لویه خوښي وه چې په تېرو څو کلونو کې یې پرلهپسې پایپلاینونه غځولي وو، څو د سور سمندر پر لور د صادراتو نوې لارې ومومي. خو اوس ایران اشارې ورکول پیل کړي دي چې باب المندب تنګی هم د انصار الله (ایران پلوه ډلي) له نفوذ لاندې سیمې ته نږدې دی، چې له یمن څخه تېرېږي؛ او د هغه تړل د څو شېبو کار کېدای شي.
له همدې امله د خلیج عربي هېوادونه په اوسني وضعیت کې له سختې اندېښنې او فشار سره مخ دي، او رښتیا هم اوس د امریکا پوځي اډې داسې ګڼي لکه « را شه غوا! ما ووهه»؛ یعنې هغه څه چې د امنیت لپاره جوړ شوي وو، اوس ورته د ستونزو او خطر سرچینه ګرځېدلي دي. تر دې دمه دغه جګړه لنډمهاله ډول ډېر څه بدل کړي دي. د تېلو او ګاز بحران اروپا او اسیا دواړه په یو شان ګډوډ کړي دي. توغندي هم د ایران له خوا په هر لور الوت کوي، لکه مرغان، او په سیمهییزه کچه په سم امریکايي او اسرایلي اهدافو باندې دقیقې لګیږي.
خو د دې جګړې اوږدمهاله پایله به څه وي؟ کارپوهان وايي چې د ایران لخوا د عربي هېوادونو په نښه کول، یا د هرمز تنګی تړل او د اروپا د وارداتو بندول، ټول د همدې لپاره دي چې امریکا د فشار لاندې راولي، خپلې محدودې اړتیاوې ورته څرګندې کړي، او په دې توګه یې د جګړې د بندېدو لپاره مجبوره کړي. خو حقیقت دا دی چې ایران امریکا په خورا آسانۍ او ارزانه لاره کې په یوه ټرېپ کې اچوي. د ایران په مقابل کې امریکا ډېر څه له لاسه ورکوي. او دا خبره ډاډمنه ده چې تر هغه وخته پورې چې امریکا په ځمکه کې په ایران کې داخل نشي، د بریا تصور یې نه شي کولای.
خو د ځمکې پر سر داخلېدو تجربه یې تازه په افغانستان کې کړې وه، چېرته یې د نړۍ د نورو هېوادونو او حتی د ناټو ځواکونه هم ورسره مل وو. بیا هم، نتیجه یې یوازې د شرم او مایوسۍ په توګه پاتې شوه. عربي هېوادونه د امریکا له ملاتړو هېوادونو څخه شمېرل کېدل، که نه نو دی تقریباً د ورشکستۍ په حال کې وو. له همدې امله اوس امریکا یوازې په ایران کې د داسې عمل کولو جرأت نه لري. تر ډېره یوازې څو اوونۍ جګړه کولی شي، بیا به یې زړه مات شي او شاتګ ته به اړ شي.
خو د دې جګړې یو ستر اغېز به پر عربي سیمه دا وي چې هغه انګېرنه چې دوی د امریکا په وړاندې عاجز او د اډو په اړه مغرور وو، یوه توګه غلطه ثابته شوه. اوس خبره په دوی پورې اړه لري چې لا هم د امریکا او د هغوی د اډو سره څنګه تعامل وکړي.
