د مرابط مجاهد اجر

حضرت سهل بن حنظله رضي الله عنه وايي د حنین په غزوه کي رسول صلی الله علیه وسلم اصحابو ته وفرمایل چي نن به څوک پیره وکړي ؟ حضرت انس بن ابي مرثد رضي الله تعالی عنه عرض وکړه یا رسول الله ! دا سعادت به زه د ځان لپاره وګټم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل نو په خپله سپرلي سپور شه ! نوموړی په خپل اس سپور شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر شو .  رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل د هغه مخامخ غره په لوړه څوکه ودریږه په پوره ډول بیدار اوسه ، داسي نه چي ستا د غفلت یا بي پروايي له امله زمونږ لښکر د دښمن د فریب ښکار شي ، حضرت انس رضي الله تعالی عنه د امر له اوریدلو سره سم د خپل څار ځای په لوري ولاړ .

 کله چي سهار شو رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه ځای ته راغلی له دوه رکعته لمانځه څخه وروسته يي له خپلو صحابه کرامو څخه وپوښتل چي تاسو د خپل سپور په اړه کوم خبر لرئ ؟ هغوی ځواب ورکړ چي تر دا مهال کوم خبر نه ځني لرو ، دي وخت کي د سهار د لمانځه لپاره اقامت شروع شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي وخت کي همغره ته متوجه وو ، کله چي لمونځ وشو رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل مبارک مو شه ستاسو سپور راغلی ، مونږ چي کله د درې په لوري وکتل په دي وخت کي سمدستي د ونو له منځ  څخه انس بن مرثد رضي الله تعالی عنه را ښکاره شو ، کله چي را نیږدي شو له خپل اس څخه کښته شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر شو ، له سلام علیکم څخه وروسته رسول الله صلی الله علیه د شپي حال ځني وپوښتلو ؟ حضرت انس رضي الله ورته وویل چي زه ستاسو له امر سره سم له دی ځای څخه ولاړم او د دري په پای کي د غره هغي لوړي څوکي ته مي ځان ورساوو کومه چي تا را ښودلي وه ، هلته مي ټوله شپه پیره وکړله ، کله چي سهار شو د غره نورو برخو ته هم ورغلم ټول طرفونه مي ښه وکتل ، کوم لور ته مي هم دښمن تر سترګو نه شو ، کله چي ښه مطمین شوم بیرته ځنی راغلم . رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ځني وکړه چي د شپي له اس څخه ښکته شوي استراحت دي وکړ ؟ نوموړی ځواب ورکړ یا رسول الله ! نه ، یوازي د لمانځه او طهارت لپاره ښکته شوم بیرته سمدستي په خپل اس سپور شوم او خپله پیره مي پیل کړه .

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل تا نن د الله رب العزت په لاره کي پیره وکړله او جنت دي د ځان لپاره واجب کړ ، ستا له دي عمل څخه وروسته که ته بل هیڅ (نفلي ) عمل ونه کړي هم دا ستا لپاره کافي ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version