د مدبر امیر ځیرکتیا

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د وفات له اعلان وروسته اسلامي امارت ته ځیني داسې مشکلات ایجاد شول چې د وخت مطابق فکر کېده، ستونزې به زیاتې او د مجاهدینو په صفوفو کې به ګډوډي او کمزوري رامنځته کړي.

د نورو مشکلاتو ترڅنګ یو غټ مشکل له وزیرستان څخه راکډوال شوي ازبکستانيان وو چې دا وخت یې داعش ته د بیعت لاس وراوږد کړی وو او په افغانستان کې مېشتو اسخباراتي کړیو له موقې نه په استفاده د هغوی او په اصطلاح د امارت نه د راجلا شوې ډلې ترمنځ، چې په رأس کې یې منصور دادالله وو، یووالی راوست او د زابل په ارغنداب کې یې د امارت په خلاف سنګر ونیو.

دوی د اسلامي امارت په خلاف تبلیغات پیل کړل، او داسې اعمال یې شروع کړل چې هغو د امارت له پالیسۍ او مرام سره هېڅ اړخ نه لګاوه. خپل سرې هدفي وژنو، د خلکو تښتولو او نورو تخریبي فعالیتونو ته یې لاس واچولو.

اسلامي امارت چې په دې وخت کې له ډېرو حساسو شرائطو سره مخ وو، له دوی سره یې ښکلیلتیا لومړیتوب نه وو؛ ځکه یې هم څو واره علماء او مخور شخصیتونه ورولیږل، څو له دې کاره لاس واخلي او د اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودریږي خو له داعش سره یوځای شوې دې ډلې د اسلامي امارت له نرم او مهربان اړخ و دریځ څخه استفاده ونکړه او خپلې خبرې ته ټینګ ودرېدل.

بالآخره اسلامي امارت مجبور شو چې دا نوې راټوکېدلې فتنه خنثاء کړي؛ نو له ډېر انتظار وروسته د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور په امر «قطعه منتظره» چې جوړښت یې د نوموړي ابتکار وو، سیمې ته ولاړه او په ډېر کم وخت کې یې هلته د مېشتو فتنه ګرو بېخ و بنیاد وایست.

کله چې د هغه وخت حالات دقیق مطالعه شي، اسلامي امارت ته ورپېش مشکلات او د افغانستان په اړه په افغانستان کې د نړیوالو قوتونو د پالیسیو تازه بدلونونه وڅېړل شي او بیا د منصور صاحب لخوا د فتنه ګرو په خلاف داسې یو زړور او قاطع اقدام ته وکتل شي، نو ویل کیدای شي چې په داسې حساس وخت کې داسې پرېکړه کول او حالات د خپلې ګټې پر محور راڅرخول یقیناً چې د یو مدبر او ځیرک امیر نښه او علامه ده.

د شهید امیرالمؤمنین ډېرې ځانګړتیاوې وې خو په ډېر سخت وخت کې د د ښمنانو لخوا د اسلامي امارت په خلاف د څو جبهو د رامنځته کېدو نه وروسته د شهید امیرالمؤمنین لخوا د حالاتو قابو کول او اسلامي امارت ته له مختلفو اړخونو څخه بریاوې راوړل یې یو له هغو ځانګړتیاوو څخه ده، چې دقیق حساب پرې کیږي او ټول افغان ملت به یې د احسان پوروړی وي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version