د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي

دویمه برخه

صلاح الدین (ثاني)

 

په تېره برخه کې مو ویلي وو، چې شریف الصفوري پنځه ځلي اسرائيلو ته تللی وو. نوموړي اسرائيلو ته په پنځه ځلي سفر کې د تبریاس په ښار کې له اسرائيلیانو سره غونډې جوړي کړي، چې د غونډو په جریان کې اسرائيلو، الصفوري ته سپکې او درنې وسلې لکه؛ د شوروي ټانګونو ضد وسلې، ٣٠ روسي توپونه، ١٠٠ RPG راکیټونه ، ٤٨٠٠٠ د ٥,٥٦mm

مرمۍ او داسې نور جنګي وسایل او تجهیزات ورکړل، چې په سوریه کې یې د النصر جبهې او القاعده په ضد استعمال کړي، تر څو قوت پیدا نه کړي چې اسرائيلو ته کوم خطر پیښ کړي.

باید ووایم چې په سوریه کې هر څومره جهادي ډلې او تنظیمونه دي، غیر له داعشو، هغه د یاغیانو له جملي څخه نه راځي؛ ځکه چې اسرائيل د سوريې له جهادپالو

څخه وېره لري او هیڅ کله به ورسره مرسته ؤ نه کړي.

د همدې لپاره داعش د سوریې او اسرائيل د پولې تر منځ قرار لري، تر څو جهادي تنظیمونه د اسرائيلو پولې ته سرایت ؤ نه کړي.

اوس راځو د عراق موضوع ته. خبره له لمر څخه روښانه ده، چې عراق د داعشي خوارجو د ظهور مرکز دی.

کله چې امریکا په عراق یرغل وکړ، د ډېر دهشت او وحشت څخه په کار اخستو یې د عراق مسلمانان شهیدان کړل او په زندانونو کې یې واچول. بلاخره دې وحشت یې د عراق مسلمانان د جهاد او قتال په جذبو راوستل، خو کله چې ابو مصعب زرقاوي په شهادت ورسېد، د امریکا او یهودي اسرائيلو له خوا د وخت خاین او مکار ابوبکر البغدادي یې د رهبر په توګه اعلان کړ او په لاس کې یې ورته خپل صلیبي او یهودي پلانونه ورکړل. له هغو پلانونو څخه یې لومړی پلان د سونيانو او شعیه ګانو په جګړه اخته کول وو.

په عراق کې یې سني حکومت له منځه یووړ او سني اردو یې منحل کړه، شعیه ګان یې بر لاسي کړل، په نقشه یا دایره کې یې د سني قوم مشران او مخور شخصیتونه په نښه او د شعیه ګانو په لاس له منځه یووړل.

همدا وو چې سونیان یې له شعیه ګانو سره په سخته جګړه اخته کړل،

دلته امریکا پنځه هدفونه تر لاسه کړل.

١۔ د صدام حکومت که هر څنګه وو، خو د اسرائيلو لپاره خطر وو هغه یې نسکور کړ.

۲- سنیان او شعیه ګان یې په جګړه واچول.

۳- د داعش ایجادولو ته یې زمینه برابره کړه.

۴- د امریکا په خلاف را پورته شوي عراقي ځوانان یې داعش ته جذب کړل.

 

٥۔ له اسرائيلو څخه یې د عراقي جهادپالو پام واړاوه.

او داسې نورې ډېرې پالسیانې یې په کار واچولې، چې بلاخره داعش ډله یي رامنځته کړه.

امریکا په اول کې له داعشو سره د فلمي صحنې په څېر د عراق په د ننه او بهر کې ځیني جګړې او بمباریانې وکړې چې د هغو بمباریانو پایله او قربانیان ځیني داعشي سخت دریزه قومندانان وه.

امریکا د داعشو له ډلې څخه هغه قومندانان او مشران په خپلو بمبارونو ووژل، چې امریکایانو ترینه خطر محسوساوه.

 

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version