د فتنو پېژندنه

لومړی برخه

طارق منصور

 

شریعت له فتنو څخه د ایماني حصار د حفاظت په خاطر د دفاع ټول اړخونه په خورا واضح او دقیق ډول راسپړلي او د اُمت محمدیه صلی الله علی صاحبها لپاره یې تر قیامته د راتلونکو فتنو په وړاندې هر ځای د بصیرت او حکمت قرائن او نښې پرې ایښي. د فتنې او شر پېژندنې اړتیا یو له هغو شرعي اصولو څخه دی چې د ایماني بنسټونو، خیریه چارو، دیني اعمالو او ثمراتو د ساتلو تضمین کوي.

 

حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه فرمایي: چې خلګو له نبي علیه الصلوة والسلام څخه د خیر اړوند پوښتنې کولې او ما به د شر اړوند پوښتنې ځینې کولې، ترڅو پکې ونه لوېږم (بخاري مسلم).

امام تیمیه رحمه الله د دې اصل په تعقیب زیاتوي: هغه خلګ چې یوازې خیر پیژنې او شر نه پیژني نو قوي اندېښنه ده، چې هغه خلک به شر د خیر په نیت قبول کړي، یا به دوی د هغه شر دومره مخالفت ونه کړي لکه څومره چې یې هغه خلک کوي چې شر پیژني.

 

په همدې اساس د هر مسلمان وجیبه ده، چې د شر پېژندنې ټول هغه اسباب او عوامل معلوم کړي چې له امله یې د انحراف، قتال، تکفیر، ارتداد او مسلمان وژنې فتنې زېږیدلې ترڅو مو کوچنۍ، ځوان او بوډا د پاکو شعائرو، سپینو جامو او مقدسو نارو تر نامه لاندې د پټو دسیسو، شیطاني منترونو، دجالي دامونو او متعفنو فتنو ښکار نه شي. د خیر او شر د تفکیک لپاره دقیقه محاسبه وکړي او د اسلام، جهاد، شرعي نظام له مفاهیمو، دیني مصالحو سره د وسطیت په چوکاټ کې اشنا شي.

 

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version