د غزې لپاره د ټرمپ تش په نوم د سولې پلان صفونه واضحه کړل!

عبدان صافی

په نړیوال سیاست کې ځینې پرېکړې یوازې سیاسي نه وي، بلکې د یوه دولت مذهبي، فکري، اخلاقي او تاریخي سمت هم بربنډوي، د پاکستان له‌خوا د ټرمپ د غزې سولې بورډ کې شاملېدل له همدغو پرېکړو څخه دي. دا یو عادي ډیپلوماټیک ګام نه دی، بلکې داسې انتخاب دی چې د پاکستان پوځ پکې خپل ځان د اسلامي امت، ملي شعور او تاریخي موقف پر ضد، د امریکا او اسرائیلو د ستراتیژیکو ګټو په صف کې ودراوه.

په پاکستان کې بهرنی سیاست له څو لسیزو راهیسې د ولسي ادارو له کنټروله وتلی او عملاً د پوځ د ستراتیژیکو محاسباتو تابع ګرځېدلی دی. د فلسطین په اړه هم د پاکستان رسمي موقف تل د ولسي احساساتو انعکاس نه دی، بلکې د پاکستانی پوځ لخوا د واشنګټن د خوښې مطابق تنظیم شوی. د ټرمپ د غزې سولې بورډ کې شمولیت د همدې تسلسل وروستۍ کړۍ ده، چې پکې پوځ یو ځل بیا ثابته کړه چې د اسلامي نړۍ حساس موضوعات د خپلې بقاء او بهرني سرپرست د رضا لپاره قرباني کوي.

د ټرمپ تر مشرتابه لاندې دا تش په نامه د “سولې بورډ” د سولې لپاره نه، بلکې د فلسطیني مقاومت د ختمولو لپاره طرحه شوی دی. د دې بورډ بنسټیز هدف د حماس بې‌وسلې کول، د فلسطیني سیاسي ارادې ماتول، او د اسرائیلي امنیتي مفاداتو قانوني کول دي. په داسې چوکاټ کې ګډون، په عملي ډول د اسرائیلي اشغال ملاتړ او د فلسطیني مقاومت پر ضد دریځ نیول دي.

دلته تر ټولو خطرناک اړخ د پاکستان د پوځ رول دی. پوځ چې ځان “اسلامي ایټمي ځواک” او د “حرمین شریفین” ساتونکی بولي، په عمل کې د هغو قوتونو نیابتي آله ګرځېدلې چې د مسلمانانو د قتل عام تر ټولو لوی ملاتړي دي. د پوځ دا پرېکړه نه یوازې دا ثابتوي چې هغه د ولس له ارادې بې‌نیازه دی، بلکې دا هم ښيي چې پوځ اسلام د شعار تر حده کاروي، نه د امت د یوالی یا بقا لپاره.

که د یو مسلمان یا اسلامي ملک کار د اسلام نافذول، د مظلوم ملاتړ، د اشغال مخالفت، او د ظلم پر وړاندې درېدل وي، نو د ټرمپ د غزې سولې بورډ غړیتوب اخیستل د اسلام له هر بنسټیز اصل سره په ښکاره ټکر کې دی. د پاکستان پوځ دلته د اسلام د دفاع نه، بلکې د اسلام او امت اجتماعي بې‌اعتباره کول کوي. دا یو داسې عمل دی چې پاکستان یې د اسلامي امت په سترګو کې د باور له وروستۍ زینې هم ښکته وغورځاوه.

د پوځ دې اقدام پاکستان د یو خپلواک دولت پر ځای د یوه فرمان‌بردار غلام په توګه نړۍ ته وړاندې کړ. ځکه دا پریکړه د غزې د شهیدو ماشومانو، ښځو او بې‌وسه ولس پر زخمونو د مالګې شیندل دي. که څوک ووايي چې د پوځ کردار به د سولې لپاره وي نو هغوی دې د ټرمپ د تېرو ورځو وینا واوري چې په سولې بورډ کې د شاملو هېوادونو کردار یې پکې بیان کړی، دغه وینا ثابتوي چې د پاکستان یو ځل بیا نه د سولې استازی دی او نه منځګړی؛ بلکې د ظالم او اشغالګر د منصوبې او بیانیې برخه ده.

د دې پرېکړې وروسته په ولس کې دا احساس نور هم ژور شو چې پوځ د ملت استازی نه، بلکې د ملت پر سر تحمیل شوی ځواک دی. دا احساس چې پوځ د امریکا او اسرائیل لپاره تصمیم نیسي، خو د خپل ولس د عقیدې، غیرت او احساساتو پروا نه کوي، د پاکستان د وار له مخه پاشل شوی ملي یووالي لپاره تر ټولو خطرناک زهر دی.

تاریخ به دا پرېکړه د “سولې هڅه” ونه بولي، بلکې د یو داسې پوځ د سیاسي ذلت سند به یې وبولي چې د اسلامي شعارونو تر شا یې عملي وفاداري له واشنګټن او تل‌ابیب سره وه. پوځ ممکن نن د طاقت په زور دا پرېکړه په خلکو وتپي، خو سبا به دا هماغه پاڼه وي چې د پوځ پر وړاندې به د ولسي احتساب بنسټ جوړ کړي.

د ټرمپ د غزې سولې بورډ منل د پاکستان لپاره یوازې یوه سیاسي تېروتنه نه ده، بلکې دا د پوځ د فکري، اخلاقي او اسلامي زوال رسمي اعلان دی. دا پرېکړه دا تاثیر نور هم مضبوطوي چې د پاکستان پوځ د اسلامي امت برخه یا محافظ نه، بلکې د هغه پر ضد د نړیوال ځواک د نظم یوه حلقه ده. د پاکستان پوځ د دې پرېکړې مثبت اړخ یوازې دا دی چې د دوی په آړه د مسلمانانو په زړونو کې پروت ابهام ورسره ختم شو او واضحه یې کړه چې څوک په کوم صف کې ولاړ دی.

Exit mobile version