په داسې حال کې چې نړۍ د پرمختګ او علمي سیالۍ په لور روانه ده، د پاکستان متجاوز رژیم یو ځل بیا خپله کرغېړنه څېره وښوده او په کونړ کې یې د ملکي هېوادوالو او علمي کدرونو پر وینو لاسونه سره کړل. په ځانګړې توګه په کونړ کې د (سید جمال الدین افغاني پوهنتون) په نښه کول یوازې یوه پوځي تېروتنه نه، بلکې د یوې منظمې شومې طرحې برخه ده چې هدف یې د افغان نسل بېسواده ساتل او د دغه هېواد د معنوي بنسټونو نړول دي.
پوهنتون د شعور، رڼا او د ټولنې د فکري رغونې مرکز وي. کله چې د پاکستان جنايتکاره جنرالان پوهنتون په نښه کوي، دا په ډاګه کوي چې هغوی د افغان محصل او علمي کدرونو له فکره وېره لري. دا برید ثابتوي چې د پاکستان خونکار رژیم د افغانستان د قلم او کتاب په وړاندې جګړه پیل کړې ده. محصلین او علمي کدرونه، چې د هېواد د ابادۍ ستنې دي، د داسې وحشت ښکار کېدل ښيي چې بریدګر د سیمې د ثبات نه، بلکې د جهل او تیارو خپرولو په لټه کې دي.
په کونړ کې پر ملکي تاسیساتو بریدونه د دې ښکارندوی دي چې دغه رژیم د یو اباد او سرلوړي افغانستان زغم نه لري. ملکي تاسیسات، چې د عامه خدماتو لپاره کارول کېږي، د نړیوالو بشري حقونو او د جګړې د قوانینو پر اساس خوندي ساحې دي. خو د پاکستان پوځي رژیم په پرلهپسې ډول دا سرې کرښې ماتې کړي دي. دا د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې په وړاندې یو ښکاره تخریب دی.
د حقوقي پلوه، پر تعلیمي ادارو او ملکي وګړو برید د جنګي جنایتونو په کټګورۍ کې راځي. دا عمل په هېڅ منطق، دیني لارښوونه او یا سیاسي معادلې سره د توجیه وړ نه دی. هغه رژیم چې د خپل بقا لپاره د ګاونډي هېواد علمي مرکزونه په وینو لړي، په حقیقت کې خپل اخلاقي او سیاسي زوال لاسلیکوي. د پاکستان پوځي رژيم باید په دې پوه شي چې دا ډول بریدونه به د افغانانو اراده کمزورې نه، بلکې لا پسې قوي کړي. د پوهنتون د وینو رنګ به د داسې یوه ویښتابه لامل شي چې بیا به یې هېڅ توپ او ټانک مخه ونه شي نیولی.
تاریخ شاهد دی، هغه لاسونه چې د علم او رڼا د مړولو هڅه کوي، په پای کې پخپله په توره تیاره کې ډوبېږي. دا وحشت به بېځوابه پاتې نشي او د هر شهید محصل وینه به د ازادۍ او ځانبسیاینې په یوې نه ماتېدونکې انګیزې بدله شي. موږ پر نړیواله ټولنه او حقوقي بنسټونو غږ کوو چې د پاکستان د دغه بربنډ تېري په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي. د علم د دښمنانو دا وحشت باید په کلکو ټکو وغندل شي او عاملین یې ځواب ویلو ته مجبوره کړای شي.
