د طالبانو کامیابه پالیسي او د پاکستان د زړه درد

#image_title

نوید احمد

 

د افغانستان اسلامي امارت د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله پاکستان داسې حد ته رسېدلی چې له ډېره درده هم پر ځان او پر نورو خولې لګوي. له کومې ورځې چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د شف شف پالیسۍ پرځای د شفتالو دریځ اختیار کړی او په ټول منطق، استدلال او مستند ډول یې د پاکستان اهداف تشخیص کړي، نو له همغې ورځې د پاکستان ابرو لوېدلې. د پاکستان اعتماد او حیثیت په کمېدو دی.

 

اوس په نړیواله کچه د پاکستان د نوم له اورېدو سره د خلکو څېرو ته وېره، ډار، وحشت، ترور، چاودنې او ګڼې نورې ناخوالې ودرېږي.

 

اوس هر بهرنی نږدې په دې خبر دی چې پاکستان د فتنې ځاله او د مشکلاتو د تولید مرکز دی. پاکستان کې خوارج پټنځایونه او روزنځایونه لري. اوس ټولو دا درک کړې چې پاکستان له ترهګرۍ څخه د بهرنۍ پالیسۍ او د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

 

سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان په اصطلاح د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم له نړیوالو څخه پرېمانه امکانات او امتیازات ترلاسه کړل، د بهرنیانو سترګو ته یې په خپله چالاکۍ او مکارۍ خاورې ور وشیندلې.

 

پاکستان نه یوازې د نړیوالو له بې باورۍ سره مخ دی، بلکې له نړیوال فشار سره مخ دی او دومره منزوي شوی دی چې که خپل دریځ بدل نه کړي، نو باور دی چې ځان به بېخي یوازې احساس کړي. پاکستان نن سبا له خپل همدغه درده کړېږي.

 

پاکستان خپل اوسنی وضعیت، نړیوال فشار او منزوي حالت یوازې او یوازې له افغان اسلامي حکومت څخه انګېري او د همدې لپاره د افغانستان پر وړاندې له هیڅ ډول مزاحمت څخه مخ نه اړوي، هم باروت او وسلې را استوي، هم د بریدونو او عملیاتو پلانونه او پروګرامونه جوړوي، هم خلک لمسوي، هم خوارجو ته امکانات، لارې او ګودرې ور ښیي.

 

پاکستان غواړي په خپلو دغو کړنو سره افغان ولس او افغان حکومت ولمسوي او هغوی دېته مجبوره کړي چې د پاکستان پر وړاندې په بالمثل عمل لاس پورې کړي او بیا په اسانه دا پلمه ترلاسه کړي چې د خپلو ټولو بدبینیو او ملامتیو پړه افغان حکومت او ولس ته ور ترغاړې کړي، مګر افغان حکومت او ولس اوس په ډېره هوښیارۍ او بیدارۍ د ملي ګټو په چوکاټ کې خپل ګام پورته کوي.

 

افغان مقامات اوس د تېر په څېر خپلې لاسته راوړنې چې په سختۍ یې ترلاسه کړي د تېر په څېر په اسانۍ او احساساتو نه بایلي. افغان حکومت پاکستان ته د مذاکراتو او د ستونزو د حل لپاره ډېر منطقي وړاندیزونه کړي. د افغان دولت وړاندیزونه دومره منطقي دي چې پاکستانی لوری یې په ښکاره د ردولو جرئت نه لري او نه یې هم له زړه څخه تائیدوي.

 

د دوی ټوله هڅه داده چې افغان حکومت له ځان سره په جنجال کې ښکېل کړي او بیا په کراره د نړیوالو د قانع کولو لپاره خپل ځان له جنجال وباسي او افغان حکومت په جنجال کې ښکېل پرېږدي. خو این خیال است و محال است و جنون

 

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال خپل نظر دی

هرماس الافغاني
Exit mobile version