د روژې ماتیدلو اړوند اصول

لیکوال: مفتي عبدالبر موحد
عربي قاعده ده چې: الفطر مما دخل لا مما خرج، یعنې د روژې ماتیدل په ننوتلو د یو شي سره کیږي نه په خارجیدلو د یو شي سره. لکه فصد او حجامې سره صوم نه فاسدیږي یا بلا اختیار قی وشي یا احتلام وشي نو په دې سره روژه نه ماتیږي ځکه چې دلته دخول نه دی متحقق شوی بلکې خروج الشيء راغلی دی فقط خو له دې نه درې شیان مستثنی دي:
۱ـ استقاء ملاء الفم: یعنې قصدا په ډکه خوله قی کول چې په دې سره صرف قضاء لازمیږي.
۲ـ جماع: په دې سره قضاء او کفاره دواړه شته
۳ـ د لاس په ذریعه مني ایستل: چې په دې سره یوازې قضاء لازمیږي.
یادونه: د قي په هکله فقهاء کرامو ۲۴ صورتونه ذکر کړي دي چې په دې کې صرف دوه صورتونو کې روژه ماتیږي هغه دوه صورتونه دا دي:
۱ـ د ډکې خولې قی (چې په خپله راغلی وي) په خپل اختیار سره قصدا بیرته تیرول.
۲ـ په ډکه خولې سره قصدا قي کول.
په دې دواړو صورتونو کې شرط د روژې تذکر او یاداښت هم دی که داسې کارونه په حالت د نسیان کې وشي نو بیا روژه نه ماتیږي. (الدر مع الرد: ۳/۴۵۰)
روژه کله مکروه کیږي؟
په دې اړه ضابطه دا ده چې هر هغه فعل چې مستقل مفطراتو څخه نه وي خو د روژې ماتولو لپاره سبب جوړیږي نو دا مکروه ده لکه بلا ضرورت څَکل، یا بلا ضرورت د ماشوم لپاره خوراک میده کول یا یې کیفیت معلومول، حالت د عریاني کې تقبیل او لمس، دغه راز د غاښونو کریم استعمالول، حجامه کول، په ډنډ کې ډېر پاتې کیدل، لنده ټوټه کې ځان رانغښتل وغیره. (الدر مع الرد: ۳/۴۵۳،۴۵۴)
په کفاراتو کې تداخل:
دلته فقهاء کرامو دوه صورتونه بیان کړي دي:
۱ـ له جماع پرته په خوراک یا چکاک سره قصدا روزه ماتول. ۲ـ په جماع سره قصدا روزه ماتول.
د لومړي صورت حکم دا دی چې که یو چا متعددې روزې په قصدي خوراک او چکاک سره ماتې کړې برابره خبره ده که په یو رمضان کې وي یا په متعددو رمضانونو کې وي نو بیا به تداخل کیږي یعنې د ډېرو کفاراتو پر ځای به یوه کفاره راوړي او د هرې روژې قضاء به هم راوړي.
په دویم صورت کې بیا دوه صورتونه جوړیږي: ۱ـ په یو رمضان کې یې څو روزې په جماع سره خرابې کړې وي نو بیا به تداخل کیږي یعنې یوه کفاره ورباندې لازمه ده او بس. ۲ـ که په متعددو رمضانونو کې یې په جماع سره یوه روژه یا ډېرې روژې خرابې کړي وي نو بیا تداخل نشته بیا به د هر رمضان کفاره جلا جلا وي لنډه دا چې بصورت جماع د یو رمضان په کفاراتو کې تداخل شته او د متعددو رمضانونو په روژو کې تداخل نشته. (الدر مع الرد: ۳/۴۴۹)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version