د داعش په نوم وبا (طاعون) څلورمه برخه

#image_title

ابو هاجر الکُردي

 

که وغواړو چې د داعش د جنایتونو په اړه وضاحت او لیکنې وکړو، کېدایشي د کتابونو شمېر یې لسګونو ټوکونو ته ورسېږي، ځکه دې د شیطان لښکر او د بدنامې ډلې پلویانو دومره خیانتونه کړي چې پای نه لري.

 

د دې بې رحمه فرقې د شر څپې دومره پراخې دي چې سړی نه پوهیږي چې له کوم ځای پیلیږي او چېرته پای ته رسېږي.

 

د نړۍ په هر ګوټ کې چې مسلمانان ژوند کوي، د دغو غدارانو (خائنو) د جنايتونو ناوړه اغېزې هلته ليدل کېږي؛ له عراق څخه تر هند او ان تر ډېرو براعظمونو خپرې شوي دي.

 

د نړۍ په هره څنډه کې چې د دوی نوم او نښان وو، هلته پرته له بدو خاطراتو، وحشتونو او ظُلمونو بل څه پاتې نه دي.

 

که څه هم د دغو کسانو په اړه په بشپړه توګه او هر اړخیزه لیکنه ګرانه ده، خو د یو مسلمان او تجربه لرونکي کس په توګه د دوی په اړه د یو څو ټکو لیکلو ته اړ یم.

 

د داعش ظُهور څنګه وو؟

 

داعش له خپل ظُهور څخه تر اوسه پورې نړۍ ته دوه مختلف اړخونه (څهرې) ښودلې دي، چې د خپل ظُهور په پیل کې یې تر منځ دومره انحرافات نه لیدل کېدل.

 

هغه څه چې غواړم ولیکم، له ۲۰۱۴م کال وروسته د دغې غدارې(بې رحمه) ډلې اړخ دی.

 

مخکې له دې چې د خیانت او غدر لومړنیو کلونو ته وروګرځو، زه به په لنډه توګه څو ټکو ته اشاره وکړم چې داعش څنګه رامنځته شو.

 

د داعش ډله په عراق کې د القاعدې د مشر شیخ ابو مصعب زرقاوي له خوا د “جماعت توحید او جهاد” تر عنوان لاندې، په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د اشغال پر مهال له صلیبیانو سره د جګړې په موخه جوړه شوه.

 

دا ډله په څو پړاوونو کې پراخه شوه او د عراق په ګڼو ښارونو کې یې پوځي فعالیتونه پیل کړل.

 

په ۲۰۰۶ کال کې شیخ ابو مصعب زرقاوي په عراق کې د ټولو اهلو سنتو وسله والو ډلو د متحدولو لپاره د «مجاهدینو شورا» د جوړولو اعلان وکړ.

 

وروسته له هغې چې زرقاوي د امریکايي ځواکونو له خوا په شهادت ورسېد، ابو عمر البغدادي د دې ډلې مشري په غاړه واخیسته.

 

نوموړی هم په ۲۰۱۰ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا په شهادت ورسېد او د هغه (ابو عمر البغدادي) او ابو حمزه مهاجر تر شهادت وروسته، ابوبکر بغدادي د داعش مشر(رهبر) شو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version