داعش د شیخ خالد سوري له شهادت وروسته د سوریې په شمال کې زیات شمیر ساحوي قومندانان او فعال رهبران ووژل.
په یادو کسانو کې شیخ ابو مقداد دمشقي هم وو چې د احرار الشام په غورځنګ کې یې مهم رول لوباوه، چې د بغدادي یاغیانو په عملیاتو کې شهید شو.
دوی په خپلو زهرجنو خنجرو سلګونه قومندانان او په زرګونه مجاهدین شهیدان کړل.
د داعش د پلویانو ظُلمونه دومره زیات وو چې زموږ یو شمېر نږدې ملګري یې په دردناکه او ظالمانه توګه شهیدان کړل.
د ۲۰۱۴ کال په پای کې د سوریې د درعاي ولایت یو مجاهد (ابو رضوان درعاوي) چې د جبهة النصر د مجاهدینو په لیکو کې یې فعالیت درلود او د دغې ډلې له پیله ورسره ملګری و، په مرموز ډول ورک او له پنځو ورځو وروسته د هغه د جسد او د شهادت په اړه معلومات وشول چې د داعش لخوا شهید شهید شوی وو.
د داعش سخت دریځو پلویانو شهيد رضوان درعاوي په خورا وحشت په شهادت رسولی وو.
د هغه د شهادت کیسې ټول حیران کړي وو، لکه چې تر هغه وخته پورې هیڅوک له داسې ستونزمن حالت سره نه وو مخ شوي.
د خلافت درواغجنو پیروانو لومړی هغه په رسۍ (پړي) تړلی وو، د غوږ و پوزې یوه برخه یې ترې پرې کړې وه، بیا یې د ګوتو نوکان ترې ایستلي وو او سینه یې په یوه ګرمه شوې اوسپنه ور پرې کړې وه.
په همدې ډول د هغه د ښۍ پښې هم یوه برخه پرې شوې او جسد یې په تورو کوټو کې پرې ايښی وو.
شهید ابو رضوان د قرآن کریم حافظ او د برق د انجینرۍ زده کوونکی و چې د عربي پسرلي له پیل وروسته د بشار الاسد پر ضد له مجاهدینو او پوځي خوځښتونو سره یوځای شو.
د ابو رضوان له شهادت وروسته د ۲۰۱۴/١١/٤ کال د هغه ملګرو او همسنګرو د حلب په شمال کې د داعش پر خلاف د دغې غمیزې په غچ کې عملیات پیل کړل چې له ۱۳ ساعته جګړې وروسته یې نږدې ۸ تنه ووژل او ۳ تنه یې ژوندي اسیران کړل. وروسته يې دا اسیران د مجاهدینو له بندیانو سره تبادله کړل.