د داعش په نامه وبا (طاعون) درېیمه برخه

#image_title

ابو هاجر الکُردي

 

د داعش د خيانتونو په وخت کې د بشارالاسد رژيم او کُردانو په ګټه کې وو او زيان يې تر ډېره مجاهدينو ته رسېدو؛ ځکه کله چې مجاهدینو له داعش سره په جګړه کې تر خپل نفوذ لاندې سیمو څخه شاتګ وکړ، صلیبي اتحاد په هغو سیمو کې د داعش د شتون په پلمه د بشارالاسد د ځواکونو او کُردانو ملاتړ وکړ او پر هغو سیمو یې له ځمکې او هوا څخه برېدونه وکړل.

 

په حقیقت کې په دغو سیمو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د یوې ډلې په توګه د داعش رول د مجاهدینو په وړاندې وو، ځکه هغوی یوازې د مجاهدینو پر وړاندې جګړه کوله؛ چې د بشار الاسد د ځواکونو او کُردانو په وړاندې یې هېڅ دریځ نه درلود.

 

د دوی توره تل د اهل اسلام پر وړاندې له غلاف (پوښ) څخه راوتلې وه، خو ګټه یې کُفارو ته رسېده.

 

که موږ د داعش ټولې کړنلارې ته یو نظر واچوو، نو پوه به شو چې هغه کسان چې دوی یې سرونه پرې کړي او وژلي یې دي، اکثره یې مجاهدین وو او زه د یوه عیني شاهد په توګه د دغې ګمراه شوې ډلې پر وړاندې په جګړه کې حاضر وم؛ ما څو ځله لیدلي دي چې د داعش د پلویانو شوق او انګیزه د اهل سُنتو ځوانانو او مجاهدینو له منځه وړل وو او دي.

 

له خپل امیر سره د بیعت کولو په پلمه په هره لاره کې قدم وهي او څوک چې د دوی له جهالت او ګمراهۍ څخه د خلاصون اعلان وکړي، د دوی په نظر دا د اسلام له دائرې څخه وتلی او مُرتد شوي دي.

 

د مشاهدې له مخې؛ کله چې به مجاهدینو د داعشیانو د وژل شویو غړو د ګرځنده تلیفونونو له لارې د هغوی له نورو غړو سره اړیکه نیوله، چې پوی به شول چې مجاهدین دي، دستي به یې ټاپې شروع کړې، بې اساسه تورونه به یې لګول او مجاهدینو ته به یې د مرتدینو خطاب کاوه

هرماس الافغاني
Exit mobile version