د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

يولسمه برخه

طاهر احرار

 

د 2015 کال د اپرېل پر 23مه تاجک رسنيو راپور ورکړ، چې د تاجکستان د خاصو ځواکونو (MONO) مُهم قوماندان ګلمرود حلیموف په مرموﺯ ډول نا درکه شوى!

حليموف د تاجکستان لخوا امريکا ته د ﺯده کړو لپاره لېږل شوى وو او هلته يې لس کاله د”ترهګري ضد” ﺯده کړې ترسره کړې وې.

هغه امريکا ته پخپل درېيم سفر کې، د بلېک واټر په پروګرامونو کې هم برخه اخیستې وه.

پوره يوه مياشت وروسته، داعش يوه وېديو خپره کړه، چې په هغې کې روسي ژبى، ډګروال حليموف خبرې کوي. هغه د داعش سره د يو ځاى کېدو سبب بيانوي او خپله قیصه کوي، په اخر کې خپل ملګري داعش ته راجلبوي، خو د تاجکستان حکومت هغه په لېونتوب تورن کړ.

حقیقت دا وو، چې تاجکستان غوښتل، د نورو هېوادونو په شان دوى هم داعش ته يو جاسوس ولېږي.

 

Colonel khalimov was chosen as the right person for this job and he went to Syria. American intelligence agencies found khalimov’s gold and made a deal with him. He announced that he will establish an Islamic caliphate in Tajikistan.

 

د دې کار لپاره ډګروال حلیموف مناسب سړى وټاکل شو او سوريې ته ولاړ، امريکايي استخباراتي ادارو حليموف ژر پيدا کړ او معامله یې ورسره جوړه کړه، حلیموف په يوه بله وېديو کې، تاجکستان ته ګواښ وکړ او هغه يې د خلکو د حقوقو په محدودولو او د اسلام ضد کړنو باندې تورن کړ، حلیموف اعلان وکړ، چې په تاجکستان کې به اسلامي خلافت قائم کړي. د حلیموف ورور، سعود مرود حلیموف، چې د عدليې وﺯارت کارمند دی، خپل ورور يې واپس تاجکستان ته را دعوت کړ.

هغه په جواب کې وويل؛ که ورور يې هم، د ده په مقابل کې قیام وکړي، سر به يې غوڅ کړي.

د عمر الشيشاني له وژل کېدو وروسته، هغه د داعش د جګړې قوماندان وټاکل شو، خو داعش دا رسماً ځکه تاييد نکړه، چې هغه د کوم ګذار لاندې رانشي.

په يو بيان کې د تاجکستان حکومت هغه له مجبورۍ په لېونتوب تورن کړ، خو حليموف په ځواب کې وويل؛ ﺯه روغ جوړ يم، هېڅ قِسم ناروغي نه لرم، ﺯه تاجکستان ته حيران يم، چې څنګه لېونيان د ټرېنېنګ لپاره امرېکا ته ليږي، که ﺯه لېونى يم، بيا د خاصو ځواکونو ټول جنرالان، قوماندانان ليونيان دي!

دا به پرېږدو، چې حليموف روغ وو که ناروغ، خو دا به ومنو، چې د داعش ټول قوماندانان د خارجي استخباراتو غړي، دغه ويروس وهلي(لیونیان) دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version