د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

طاهر احرار

دريمه برخه

که د امريکا، اسرائيل، او اروپا د حکومتونو د مخالفو سياستوالو څخه تېر شو او په سيمه کې هغو حقايقو ته ځير شو، کوم چې معمولا شپه او ورځ پېښيږي، دا خبره تر لمر ډېره روښانه ده چې داعش څه کوي او څنکه يې کوي؟

په لومړيو کې د منځني ختيځ اسلامپالو ډلو له داعش هرکلى( ښه راغلاست) وکړ او آن تر دې چې د ځينو تنظيمونو مشرانو د البغدادي سره بيعت هم وکړ، خو د وخت په تېريدو او د داعش په مينځ کې د پټو معاملو له خبرېدو وروسته هغوى له داعش برأت اعلان کړ او ترې جلا شول. نه يواﺯې دا چې جلا شول له يو بل سره وجنګېدل او يو بل يې تکفير کړل. په دې تنظيمونو کې يو د اسلامي جهاد تنظيم هم وو.

راځئ! نن به د اسلامي تنظيم د مٶسس (نبيل نعيم) څخه د داعش او د البغدادي حقيقت واورو.

 

په لبنان کې د القاعدې پخواني جګپوړي قوماندان او د اسلامي جهاد د ګوند بنسټ ایښودونکی (نبیل نعیم) د بیروت المیدین ټلویزیوني شبکې ته په ﺯغرده وويل چې داعش د (CIA) او موساد له خوا جوړ شوي دي.

نعیم دا هم وویل؛ چې د داعش اراده او عمل اصلاً د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د (پاک بریک) پالیسي پلي کول دي، چې په (1990) کې جوړه شوې او له هغه راهیسې کار پرې روان دی .

 

Nabil Na’eem, a former top AlQaeda commander and founder of the Islamic Jihad

Party in Lebanon, told Beirut’s Al-Maydeen television network that ISIL is a creation of the CIA and Mossad. Na’eem also stated that the intent of ISIL is to implement Israeli Prime Minister Binyamin Netanyahu’s“ CleanBreak”policy that dates from the1990s.

 

همدا شان د بېروت تلويزون، يو بل حيرانونکى راپور هم ورکړ !

 

Al-Baghdadi is reported to have

undergone Mossad military and Islamist theology training in Israel for a year.

 

هغه دا چې البغدادي د یو کال لپاره د اسرائیلو د موساد په مرکزونو کې نظامي او اسلامي روزنه تر لاسه کړې.

بغدادي په ډېرو مواردو کې اسرائیل ته وفادار پاتې شوى، ډېر محکم شواهد شتون لري، چې داعش د اسرائيل له فوځ (IDF) سره تعهد وکړ، چې د جولان د لوړو په نېولو کې به له اسرائيلږ سره مرسته کوي،

ډېر ځله داسې وشول، چې اسرائيلو د سوريې د فوځ په مرکزونو ځمکني او هوايي برېدونه کول، مطبوعاتو ته ويل کېدل، چې د سوريې مخالف، ياغيانو باندې بريدونه کوي.

له يو خوا د حزب الله ملېشو له بشارالاسد ملاتړ کولو، له بلې خوا اسرائيلو د داعش، د روﺯ علوي شيعه ګانو تر مينځ همغږي جوړه کړه، او د بشارالاسد په مقابل کې يې ودرول، کوم چې د اسرائيلو له ځمکني بې پيلوټه هوايي ځواک څخه برخه مند وو.

دا له هغو ﺯرو قېصو يوه وه، کوم چې په سيمه کې د خلافت د کاﺫبو دعويدرانو قېصه کوي، په ﺯرګونو خلک پخپله د همدغو قېصو شاهدي ورکوي.

خو ښه خبر دا ده، چې اوس خلک پوه شول، معلومه شوه، چې دا خلک څوک دي؟ لاس يې ترې واخېست او په مخالفت کې يې راپورته شول. اوس نو د لېونيو سپيو په شان کله يو او کله بل ته خوله ور اچوي، خو تاسې پوهېږئ، چې د ليونيو سپيو عمر کم وي او ډېر ژر به ورک او هلاک شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version