د داعش په اړه نا ليدل شوي حقايق

پنځمه برخه

طاهر احرار

 

(په اسرائيلو کې کڅوړه کشف شوه) له يوې يې بله بدتره او جالبه وي. هغه خلک ډېر قابل د آفسوس دي، چې د هغوى د پاکې اسلامي جهادي روحيې څخه د بغدادي په شان يهودانو ناوړه استفاده وکړه، د اسلام په نوم يې د اسرائيلو لپاره قرباني کړل.

نن يوه بله نادره واورئ !

 

The Israeli press reported that gardeners in the northern Israeli city of Nazareth Illit discovered a bag containing about 25 newblack-and-white ISIL flags. The discovery of the flags further implicated the Israeli government in providing not only military and logistical support to ISIL,but

propaganda support,as well.

اسرائیلي مطبوعاتو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو په شمالي ښار (ناصرت الیت) کې باغدارانو يوه کڅوړه کشف کړې، په کڅوړه کې شاوخوا (25) نوي تور او سپین د داعش بیرغونه وو، مطبوعات وايي؛ چې دا اول ځل ندی، بلکه څو ځلې د اسرائيلو په سرحدي سيمو کې داسې بيرغونه لیدل شوي، نو دا د څه لپاره ؟

د بیرغونو کشف کُفري دُنيا ته پيغام ورکوي، چې په نړۍ کې د يهودانو مرکز او عبادتځاى په خطر کې دی، موساد په دغه تکتيکونو غواړي، چې د نړۍ مالي او نظامي توجه جلب کړي او د دې لارې چې هر څومره مالي فنډونه او يا نظامي وسايط او وسايل لاس ته راوړي پر خپلو اجيرانو (داعش) يې مصرف کړي، له بلې خوا همدا کارونه د داعش لپاره په تبليغاتي برخه کې ډېر مهم او ډېر مٶثر دي او همدا شان هغه هېوادونه چې د غرب سره نظرياتي توافق نلري، د هغوى لپاره د خطر ﺯنګ دی.

موساد خپل هدف ته ورسېد. هرڅومره يې چې له نړۍ څخه په همدې بهانه نظامي او مالي کومکونه واخېستل، د داعش مشر بغدادي ته حواله شول .

 

د خلافت د كاذبو دعويدارو يوه بله وگورئ!

 

Turkish foreign minister Mevlut Cavus oglu revealed that Turkish authorities arrested a foreign

intelligence agent, believed to be an asse tof the Canadian Security and Intelligence Service(CSIS),

who was charged with helping three British school girls travel from Britain throughTurkey and then into Syria to join ISIS.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر (مولود چاوش اوغلو) وايي؛ چې ترکي چارواکو د کاناډا د امنیت او استخباراتو د خدماتو (CSIS) یو بهرنی استخباراتي ايجنټ نیولی، چې د دریو برطانوي ښوونځي، زده کونکو او انجونو د ترکیې له لارې سوریې ته د داخلولو په قاچاق تورن دی.

نیول شوی کس محمد راشد (عُرف)

ډاکټر محمد راشد، محمد الرشید او محمد الراشد په نومونو مشهور، چې په اردن او عراق کې د کاناډا سفیر برونو ساکوماني لپاره يې استخبارات کول، د سوریې پولې تر څېرمه په غازیانتیپ کې د برطانوي ښوونځي له دریو نجونو سره لیدل شوى، الرشيد په شخصي توګه دغه برطانوي انجونې په سوریه کې د داعش لاسونو ته وسپارلې، ترڅو د داعش جنګيالي او خصوصا البغدادي ترې جنسي عريضه پوره کړي.

يو سويسي سياست پوه (اډرین کابا) د سویډن د واکمن سوسیال دیموکرات ګوند غړی، چې د مالمو ښار شورا او سیمه ییز حکومت کې یې دنده ترسره کړې، عجيب ليکل کړې هغه وايي؛ مسلمانان جګړه نه کوي، بلکې د نورو خلکو د لوبې د پیاده کولو په توګه کارول کیږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version