په تېره برخه کې مو د ابوقتاده په نوم د یو الماني داعشي په اړه معلومات درکړي و، دغه راز مو د هغه له خولې د داعش په اړه یو شمېر څرګندونې هم لیکلې وې؛ خبریال او لیکوال یورګن تودنهوفر له ابوقتاده سره د اړیکې پر مهال زړه ښه کوي چې سوریې ته لاړ شي او د داعش حالات له نږدې وګوري.
تودنهوفر د داعش ډلې د مشر یو امن لیک ترلاسه کوي او له مخې یې د دوی تر واک لاندې سیمو ته له ترکیې څخه په خورا ازادانه ډول ځي، خو هلته له سفر وروسته ابوقتاده او د هغه له څو ملګرو سره یو ځای کېږي، ترڅو د لس ورځني سفر لپاره د جوړ شوي پلان مطابق سیمو ته لاړ شي او له سانسور پرته راپورونه چمتو کړي.
د سفر پر مهال له څو تنو داعشیانو سره مخ کېږي، چې نوموړي ته شدید اخطارونه ورکوي او په مرګ یې ګواښوي، دغه راز اجازه نه ور کوي چې له اطاق بهر د داعشیانو له شتون پرته ازاد وګرځي، د نوموړي له خوا ټول اخیستل شوي انځورونه او مرکې هم بیا په وروستیو کې له نظر وتلې وې او یو شمېر انځورونه او یوه مرکه پکې ډیليټ شوې وه، دا هغه مواد و چې د داعش اصلي ناولی انځور یې ښکاره کاوه.
ابوقتاده داعشي د خپلې تکفیري عقیدې له مخې، د طالبانو په اړه خورا ناسم فکر درلود او ملا محمد عمر مجاهد ته یې د ناسمو نسبتونو تر څنګ ادعا کول چې معیارونه یې اسلامي نه و، دا ډول څرګندونې ځکه د داعشي خوارجو په ایډیالوژۍ کې ځای لري، چې یوازې خپلې جګړې ته جهاد او خپل خوځښت ته اسلامي وايي او په همدې بهانه نور هیڅ سالم جهادي حرکت نشي زغملای؛ همدا د فتنه ګرو د افراط حد دی، چې یوازې ځان ویني.
داعشي فتنه ګر له خپل صف او ایډیالوژۍ ور ها خوا مسلمانان تکفیروي، په مرګ یې محکوموي او له دې کبله چې له دوی جلا شوي وي، مرتدین ګڼي، ابوقتاده دا عقیده لري چې ټول هغه داعشیان چې له دغه ډلې بیرته جلا شوي، مرتد دي او که توبه ونه باسي نو په مرګ به محکوم شي.
داعش په خپلو لیکو کې دومره کم عمره هلکان جنګوي او ساتي، چې لا د ښو او بدو تفکیک او څېړنه نه شي کولای، تودنهوفر د سفر پر څلورمه ورځ موصل ښار ته روان و، ابوقتاده او ملګري یې ورسره و، د ابو لوط په نوم یو داعشي خبریال ته پر لار د جګړو او داعشي ملېشو کیسې کوي؛ هغه وايي، د داعش ډلې یو کشر الماني جنګیالی ۱۶ کلن و، همدلته د سوریې له ازاد پوځ سره جګړه کې ووژل شو، هغه لا تر دې مهاله یو زده کوونکی و.
دا د داعش په لیکو کې د نا بالغو جنګیالیو یوازې یو نمونه ده، د سوریې په ملېشه پولیسو کې د دغسي کشرانو جنګیالیو شتون ډیر و.
ابو لوط د داعش په لیکو کې د نورو داعشیانو په اړه هم توضیحات ورکوي؛ هغه وايي، د بوراک په نوم یو الماني جنګیالی هم و، هغه د المان د ځوانانو د فوټبال له ملي ټیم څخه و، د امریکا د ټګزاس ایالت یو جنګیالي هم دلته جګړه کوله، پلار یې په پوځ کې و، ابو لوط زیاته کړې چې حتی ځینې عرب اسرائیلیان هم چې د اسرائیلو پاسپورټونه لري، د داعش په لیکو کې جنګېږي.
ابو لوط د داعش له خوا د موصل د نیولو په اړه خبریال ته په توضیحاتو کې وايي؛ د موصل د تسخیرولو عملیات له مخکې پلان شوي و، مونږ په موصل کې دومره ځان ژونکي بریدونه وکړل، چې نور نو هیڅ چا دلته د امنیت احساس نه کاوه، حتی مونږ به ملګري د (قرآن) ختم مراسمو ته هم د ځان وژونکو بریدونو لپاره لېږل.
د تودنهوفر په لس ورځني سفر کې چې د ۲۰۱۴م مېلادي کال د ډسمبر میاشتې پر ۶مه پیل شوی و، په یوه کتاب کې را نغښتی، په دې کتاب کې د داعشي فتنه ګرو د واقعیت په اړه چې کوم موارد مهم و، په څلورو برخو کې مو را خلاصه کړل؛ اصلاً داعش تر دې ډیر بدرنګ او ناولی دی، خلاصه یې په کتابونو – کتابونو نه خلاصیږي.