د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! دوولسمه برخه

حجاز تمیم

د انساني قاچاق نړیوال عاید (١)

انساني قاچاق د شلمې پېړۍ له هغو پیچلو او لوړ عاید لرونکو غیرقانوني جرمونو څخه دی چې ګڼ ترهګریزې سازمانونهیې د مالي تمویل لپاره کاروي. داعش د انسانانو قاچاق د خپلې جګړې د مالي ملاتړ او د خپلو ایډیالوژیکي اهدافو د پلې کولو لپاره یوه مهم وسیله ګرځولې. دوی په عراق، سوریه او هغو سیمو کې چې تر واک لاندې یې لرلې، پراخې قاچاقي شبکې جوړې کړې او له هغې ور هاخوا یې هم د قاچاق قربانیان نورو سیمو ته انتقالول.

د ملګرو ملتونو، Human Rights Watch، Interpol، FATF، او ګڼو نورو راپورونو پر بنسټ، داعش له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷کلونو کې له انساني قاچاقه میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کړي دي، داعش په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې زیاتره د ایزدي قوم او نورو مذهبي اقلیتونو پورې اړه لرلې، تښتولې او د غلامانو په بازارونو کې یې پلورلې، دغه بازارونه که په فزیکي ډول وو یا انلاین، د داعش لپاره د مستقیمو عوایدو سترې سرچینې وې.

له تښتونې وروسته ډېری ښځې په جبري توګه د داعش جنګیالیو ته واده کېدې، خو دې ودونو په اصل کې د جنسي استثمار بڼه لرله، دغه کړنې نه یوازې د خلکو د وېرولو او کنټرول لپاره کاریدلې، بلکې له دې لارې داعش له افراطي پلویانو څخه بهرنی مالي ملاتړ هم ترلاسه کاوه، داعش له ماشومانو هم د جګړې، جاسوسۍ او تبلیغ لپاره ناوړه ګټه پورته کوله. ماشومان به یې تښتول او هغوی به یې سربېره پر دې چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کول، په تبلیغاتي کمپاینونو کې به یې هم ورڅخه کار اخیستلو. داعش په دې توګه د بهرنیو افراطي ملاتړ کوونکو پام ځان ته اړولو او له هغوی یې مالي مرستې ترلاسه کولې.

داعش د انسانانو د قاچاق عملیاتو د پیاوړتیا لپاره پراخې سیمه‌ییزې او نړیوالې شبکې جوړې کړې وې، چې له درېیو اساسي برخو څخه تشکیل شوې وې: لومړی، سیمه‌ییز قاچاقبران چې په ځانګړي ډول په عراق، سوریه او ترکیه کې فعال وو، د انسانانو تښتونه، لېږد او استثمار یې تنظیمولو؛ دوهم، نړیوالې شبکې چې له اروپايي او شمالي افریقا څخه د قاچاقي باڼډونو له لارې انسانان له منځني ختیځ څخه نورو هېوادونو ته انتقالېدل؛ او درېیم، انلاین پلاتفورمونه لکه تلګرام، فېسبوک، واټس‌اپ او Dark Web چې د قربانیانو اعلان، خرڅلاو او د معاملاتو همغږي پرې ترسره کېده.

داعش د دې تر څنګ له جعلي اسنادو او غیرقانوني کډوالۍ لارو هم ګټه اخیسته څو قربانیان اروپا او منځنۍ آسیا ته واستوي. دغه سیستماتیکه او پیچلې شبکه د داعش لپاره یوه ستره عایداتي سرچینه وه، چې له لارې یې د پام وړ مالي سرچینېترلاسه کولې، د ملګرو ملتونو او د ترهګرۍ ضد څېړنیزو مرکزونو راپورونه ښيي چې داعش یوازې د ایزدي ښځو او نجونو له پلور څخه په کلني ډول له ۲۰ څخه تر ۴۰ میلیونه ډالرو پورې عاید ترلاسه کول.

د تېلو او لرغونو اثارو د غلا څخه وروسته، انساني قاچاق د بهرنیو مالي سرچینو له دریو مهمو سرچینو څخه شمېرل کیږي. سربیره پر دې، ځینې راپورونه څرګندوي چې د “جهاد نکاح” په نامه د ښځو پلورلو لپاره له خلیجي هېوادونو څخه هم شخصي مالي ملاتړ موجود وو، دغه ناوړه فعالیتونه نه یوازې د انسانیت لپاره لوی بشري ناورین دی، بلکې په سیمه او اروپا کې یې مهاجرین او پناه غوښتونکي د قاچاق او استثمار له لوی خطر سره مخ کړي دي. سره له دې چې د داعش فزیکي خلافت سقوط کړی، خو دا قاچاقي شبکې لا هم فعاله دي او په ځانګړي ډول د شمالي افریقا او منځنۍ آسیا له لارې دوام لري.

نړیوالې ادارې لکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، Europol او FATF د دې پدیدې پر وړاندې جدي اقدامات کړي، چې د مالي منابعو بندول، د انلاین تادیاتو څارنه او د قاچاقي شبکو شنډول پکې شامل دي، که نړیواله ټولنه د انساني قاچاق مالي سرچینو مخنیوی ونه کړي، دا ناوړه کړنې به د نورو ترهګرو سازمانونو لپاره هم یوه نمونه او هڅونه وي.
په ټوله کې انساني قاچاق د داعش له مهمو مالي سرچینو څخه یوه ده چې د جګړې د تمویل ترڅنګ یې د خلکو د وېرې، نفرت او کنټرول لپاره کارول شوې. دغه ناوړه پدیده یوازې اقتصادي ګواښ نه دی، بلکې یو ستر بشري ناورین هم دی چې نړیواله همکاري او مبارزه غواړي.

Exit mobile version