د داعش اسیرانو هغه لیک چې خپلو مشرانو ته یې لیږلی

په دې وروستیو کې یو لیک چې د سوریې په زندانونو کې د اسيرو داعش جنګیالیو لخوا په ټلګرام کې خپور شوی، د داعش ډلې مشر ابوالحسین الحسیني القرشي ته په خطاب کې ویل شوي، چې د داعش رهبران د بندیانو د کړاوونو په وړاندې بې غوره او د هغوی د خوشې کیدو په برخه کې یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

موږ دا لیک کټ مټ خپروو:

اللهﷻ لره دې حمد وي او پر محمدﷺ  باندې دې درود وي.

موږ له يو داسې زندان څخه چې هغه د ظلم او بې عدالتۍ زړۀ بلل کېږي، خپل شيخ ابوالحسين او خپلو وروڼو ته داسې ليک ليږو؛ چې دا ليک د رنګ پر ځای په وينو، ژورو کندو او په تارکيو کې ليکل شوى دى، که څه هم موږ ګمان کوو چې دا ليک به يو څه وکړي او يا به څوک زموږ غوښتنو ته ګوته پورته کړي، مګر بیا هم موږ په شک او تردد کې یوو.

موږ کلونه کلونه دلته په زندان کې اسيران یوو، هیڅ څوک زموږ د خلاصون پوښتنه نه کوي، او نه داسې څوک شته چې په موږ مصرف وکړي.

زما ګرانو ورونو: موږ مخکې له تاسو سره په دې ډول خبرو کولو عادت نه وو، مګر زموږ په حق کې دا بې غوري یو خیانت دی، او یو ډول بې باوري رامنځته شوې، چې موږ به تر مرګه په زندان کې محاصره او بندیان یوو.

اوس تاسو پرېکړه وکړئ، کوم ډول مرګ سخت دی؟ په دغه ډول چې ورو او کرار به مرو او که د جګړې په ډګر کې؟

زموږ ورونو، اسلامي اُمته او د اسلامي دولت زمریانو! تاسو ته څه پېښ شوي، تاسو او ستاسو کورنيو او ماشومانو ته څه پیښ شوي چې زموږ پر وړاندې دا بې عدالتي نه وينئ، ايا تاسو دا نه وينئ چې ستاسو د بندیانو وروڼو سره څه وشول؟

تاسو زموږ په بدنونو باندې د برقي کیبلونو نښې وګورئ، کوم چې زموږ د پوستکي برخه ګرځيدلې ده. موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې زموږ حال زموږ څخه نه بلکې د دیوالونو څخه وپوښتئ، چې زموږ څومره روحونه یې خوړلي او زموږ زړونه يي داغ کړي دي.

د صبر په اړه خبرې کول هغه خلکو ته آسانه دي، څوک چې په معتدل محیط کې ژوند کوي، نه هغه څوک چې په اور کې وي.

موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې د زندانونو او د هغې د غميزو په اړه پوښتنه وکړئ، په دې زندانونو کې د خوړو، اوبو، درملو او د خرابو خونو په اړه، تاسو خبر یاست؟  تاسو د زندانیانو اسارت وګورئ او د طاغوت غرور.

اې اميرانو! تاسو په سوله کې ژوند کوئ، په داسې حال کې چې موږ په ټوله ځمکه کې ذلیل یوو.

د حیرانتیا او تعجب خبره دا ده چې په زندانونو کې مرتدين، روافض، مسیحیان او مختلف سازمانونه خپل ځواک او پیسې زموږ د لمنځه وړلو لپاره مصرفوي.

آیا تاسو نه پوهېږئ، چې ستاسو خویندې کوم چې په کمپونو کې دي، دا غوښتنه کوي چې دوی ته دې د جګړې فرصت ورکړل شي، تر دې به جګړه وکړي تر څو چې ووژل شي.

اې مشرانو! آیا نارینه پاتې نه دي، په داسي حال کې چې پاک لمنې ښځې جګړې ته اماده دي؟ په والله که موږ بندیانو ستاسو د غمشريکۍ یو پیغام هم ترلاسه کړی وي.

آیا موږ په دې هر څه نه پوهیږو؟

موږ په هر څه پوهېږو مګر تاسو ته مو یادونه وکړه، د الله تعالی ځواب او حساب ته چمتو اوسئ.

ژباړه: عبدالحکیم

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version