د داعشیانو څو بې ځایه اعتراضونو ته ځوابونه! عابد احمدزی

د دریم اعتراض لپاره دویم ځواب!

اعتراض: طالبان له چینایانو او نورو کفارو سره تجارتونه(راکړه ورکړه) کوي.

د خوارجو له خوا بل مشهور اعتراض چې دا هم د دوی په بې علمۍ بناء ده، هغه دا چې کله د چین خارجه وزیر افغانستان ته راغلی ؤ، نو د هغوی سره یو شمیر تجارتي تړونونه لاسلیک شول، چې په هغه تړونونو کې یو تړون د افغانستان وچه میوه چین ته صادرول هم ؤ، چې په تېر دولت کې هم دا تړون شوی ؤ، نو هغوی ته د تجارتي اړیکو د جلب په خاطر د جلغوزو کڅوړه ورکړل شوه، نو دواعش خوارج اوس وایي چې دا د کفارو سره موالات نه وي بیا موالات وایي څه ته؟

لومړی مونږ ور ته الزامي ځواب ویلی وو او اوس به تحقیقي ځواب ووایو.
ان شاء الله
لومړی: مونږ ورته وایو چې له کافرانو سره په تجارت کولو کې هیڅ ممانعت نشته. رسول الله(ﷺ) او د مدینې صحابه کرامو به د شام له خلکو سره، د مصر له خلکو سره، طايف او نورو علاقو سره تجارت کوو او هغه تجارت ته هیچا هم بد ندي ویلي.

رسول الله(ﷺ)هم د کافر نه د کور لپاره اوړه اخیستي دي. (روضة الانوار في سیرة النبي المختار درې سوه دیرشمه صـ ) کې لیکلي: چې رسول الله ﷺ کله وفات کېده، نو د هغه یوه زغره د یو یهودي سره په دیرشو پیمانو اوربشو باندې ګرو ایښې وه.

نو له دې نه معلومیږي چې رسول الله ﷺ د کافرانو سره تجارت، اخیستنه او خرڅونه کړې ده.

د فقهي په کتابونو کې دا مسئله مفصله ذکر شوې ده. بخاري شریف کي راځي: (حدثنا معلى بن اسد حدثنا عبد الواحد حدثنا الاعمش قال ذكرنا عند ابراهيم الرهن في السلم فقال حدثني الاسود عن عائشة رضي الله تعالى عنها ان النبي صلى الله عليه وسلم اشترى طعاما من يهودي الى اجل ورهنه درعا من حديد)
(صحیح البخاري کتاب البیوع )

یعنې رسول الله صلى الله عليه وسلم له یو یهودي څخه څه د خوراک سامان اخستي وو او خپله زغره یې په ګرو ورکړې وه.

صحیح البخاري کتاب البیوع کې امام بخاري رحمه الله د کافر سره په تجارت کولو کې مستقل باب ایښی دی، هغه کې یې لیکلي چې په رسول الله ﷺ یو مشرک تېرېده چې پسه ورسره وو. نو رسول الله ﷺ ورته وویل چې دا بخششي ده، که هبة ده او که د خرڅلاو لپاره ده؟ هغه ورته وویل چې دا د خر څلاو لپاره ده. بیا رسول الله ﷺ ترې واخیسته.

او هغه اعتراض چې خوارج یې کوي ګواکې اسلامي امارت کافرو ته هدیه ورکوي، یا یې ترې اخلي. نو دا هم د احادیثو مبارکه وو نه معلومیږي چې د مسلمانانو لپاره له کافرانو څخه د هدیې اخیستل جواز لري.

انس رضی الله تعالی عنه فرمایي: چې (اکیدر دومة) رسول الله(ﷺ) ته چپن تحفه را لیږلې وه. نو رسول الله(ﷺ)واغوسته (عن أنس بن مالك، أن أكيدر دومة
أهدى إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم جبة، وذلك قبل أن ينهی عن الحرير فلبسها》
(سنن الکبری للبیهقي کتاب الجزیة)

همدارنګه رسول الله(ﷺ)ته د (ایلة بادشاه) یوه کچره او یوه چوپنه تحفه کړې وه (واهديت للنبي صلى الله عليه وسلم شاة فيها سُمٌ)
(صحیح البخاري کتاب السیر)

د دې سربیره د خیبر په غزا کې رسول الله ﷺ ته یوې یهودۍ ښځې په زهرو لړلې د پسه غوښه تحفه راوړې وه.

له دې ټولو اقوالو څخه معلومیږي چې د کفارو سره تجارت کول جایز دي او هم یې تحفې اخیستل روا دي.

خو که چیرته د دوی تحفې د داسې اغراضو لپاره وې چې هغه د مسلمانانو په نفع نه وي، بیا نه دي جایز. بالخصوص که چیرته مسلمانانو کفارو ته د دې لپاره تحفې ورکولې چې د اسلام طرف ته مایل شي بیا دا موجب د ثواب دي.

دواعش خپلو اعمالو ته فکر نه کوي، مګر په بل چا اعتراض(نیوکه) کوي. کله چې په عراق او سوریه کې
بشري بحران رامنځ ته شو، موږ ولیدل چې نړیوالې ټولنې زر ګونه ټنونه بیلابیلې مرستې د خلکو لپاره
ولیږلې چې هیڅ یوه داعشي مفتي هم تري انکار نه دی کړی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version