د داعشي خوارجو کارنامې

سیرت

#image_title

د داعش خوارجو د کارنامو په تړاو مو داسې نادرې واورېدې چې، د سر ویښته مې نېغ ودرېدل، له ځانه سره مې وویل چې دا څه بې دینه او له اسلامه غیر خلک دي.

 

نن سبا خو د افغانستان هر فرد، فرد سیاست مداره دی، که نور څه کار و بار یا مصروفیت ونه لري، هر ځای به ناست وي یو غر به په یو، بل به په بل وهي، په سیاست کې به غږېږي، که مالومات هم ونه لري، مجلس به ګرم ساتي.

 

ننګرهار ته په سفر وم، ترڅنګ مې په کرولا موټر کې ناست دوو تنو، د داعش خوارجو د ظلمونو او وحشتونو ګرم بحث روان کړی و، د دې دواړو له جملې یو تن د خوګیاڼو ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکی و.

 

خوګیاڼیوال ترڅنګ ناست ملګري ته کیسه کوله چې زمونږ سیمې کې چې په لومړيو کې داعشیانو فعالیت پیل کړ، همهاله یې په کليو کې اعلان وکړ، د هر هغه چا په کور کې چې انجونې وي د کور په سر دې بیرغونه ودروي، ترڅو دا مالومات مونږ ته وشي چې، په دې کور کې پیغلې انجونې دي.

 

خو په وخت سره یې دا چاره په جبري ډول، د سیمې په خلکو ترسره کړه، یعنې بیرغونه یې پرې ولګول، دا هر چاته څرګنده شوه چې په کوم کور بیرغ رپېږي، په هغه کور کې پیغلې انجونې شتون لري.

 

لنډه دا چې، په کورونو بیرغونه پورته شول، بیا به داعشیان/خوارج په هغو کورونو ورننوتل، پرته له مهره به یې په زور او زیاتي، خپل ځانته انجونې په نکاح کولې، هیچا یې ممناعت نه شو کولی، که چیرې چا به یې ممناعت وکړ، سر به یې له تنې ور غوڅ کړ.

 

زما په شمول، موټر کې ناستو کسانو، د خدای تعالی شکر ادا کړ چې، پخیر سره یې له خوارجو خلاص کړو، او په شرعي او اسلامي نظام یې ونازولو چې، د هر مؤمن مسلمان، افغان حق پکې خوندي ده، د امن او سولې فضا خوره ده، د چا حق پکې نه ده تلف شوی، څوک په چا کارنه لري.

 

له دې څخه جوته شوه چې، د داعش/ خوارجو په شمول، د اسلامي او شرعي نظام مخالفې ډلې ټپلې یعنې د شر و فساد غړي، هیواد کې نور د ژوند کولو ځای نه لري، ځکه چې، میشت قومونه، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، پشه یې، ایماق، بلوڅ، نورستاني او….. له اسلامي امارت سره یو لاس او یوموټی دي.

 

دا قومونه د امارت ضد ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې، د بیا ځل لپاره په دې سپېڅلې خاوره د بې اتفاقۍ تخم وپاشل شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version