د داعشي خوارجو لخوا نوي غولول شوي کسان؛ د نشه‌يي توکو سوداګر! مبارز هروی

#image_title

د جمعې په ورځ، د اګست په ٢٣مه، د روسیې په یوه زندان کې د څو تنو برمته کيدو خبر د نړۍ د مهمو خبري رسنیو په سر لیک بدل شو، په دغه پېښه کې څلور یرغمل نیونکو بندیانو، د څو بندیانو او ساتونکو له تښتولو ورورسته هغوی ووژل؛ چې وروسته دوی هم د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

په لومړیو ساعتونو کې داسې ګنګوسې وې چې د دې پېښې تر شا د داعشي خوارجو لاس دی، ځکه څو میاشتې وړاندې د روستوف په یوه زندان کې شپږو بندیانو چې له داعش سره یې د تړاو اعلان کړی و؛ دوه ساتونکي یرغمل کړي و.

داعش خوارجو چې په النباء خبري اونیزې کې د وولګراد د پېښې مسؤولیت په غاړه اخیستی و؛ د دې برید د عاملینو په اړه ویلي چې «مجاهدینو» په زندان کې تر اصلاح وروسته توبه کړې وه.

ښايي په لومړیو کې د دې جملې په ليدلو سره ډېرو خلکو د خوارجو موخه نه وي درک کړې، خو وروسته له هغه چې د بريدګرو هويت څرګند شو او د هغوی جنايي اسناد په رسنيو کې خپاره شول؛ نو څرګنده شوه چې د داعشي خوارجو يوازينۍ موخه د برید کوونکو د توبې له څرګندولو څخه له وړاندې ځان سپينول و او بس.

هو! لکه څنګه چې تمه کېده د خوارجو دغه غولول شوي غړي د نورو مسلمانانو پر خلاف چې روسیه کې بندیان دي، د روسیې د پولیسو له خوا د مذهبي یا جهادي فعالیتونو د ترسره کولو په اتهام نه؛ بلکې د مخدره توکو د پلور او ویشلو په جرم نیول شوي دي.

خو پوښتنه دا ده، چې ولې له دغو ټولو مسلمانانو څخه څلور د نشه‌ يي توکو پلورونکي او سوداګر “لکه څنګه چې داعش ادعا کوي” د دوه میلیارده ملت غچ اخلي؟

یوه پوښتنه چې په لږ فکر کولو سره به یې ځواب پیدا کړو، هو! څرنګه چې د خوارجو مذهب باطل دى او بنسټ يې د جعل او تزویر په ډنډورو ولاړ دى؛ هيڅ ديني عالم او حتی يو مسلمان چې لومړني ديني احکام يې زده کړي وي؛ د خوارجو په جال او دوکه کې نه لويږي.

دا چې داعشي خوارج جاهل او نادان خلک په نښه کوي کومه نوې خبره نه ده، بلکې دا د دوی د دوکې یوه نښه ده، چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ١٤٠٠ کاله وړاندې خوارجو ته سفهاء الاحلام (جاهلان) ویلي.

اوس هم اسلامي امت د سر په سترګو د هغه نښو د پوره کېدو شاهد دى؛ چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې د خوارجو په اړه څرګندې کړې وې، هغه نښې چې اوس مهال د خوارجو د پېژندنې مهم ټکي دي او د خدای جل جلاله ډېر شکر دی، چې دا نښې له دې سترې فتنې نه د مسلمانانو د ژغورلو لامل شوې دي.

ابو جلال
Exit mobile version