د خوارجو ماشومانه اعلاميې په تړاو

لیکوال: حماس انقیادي
بسم رب الشهداء والمجاهدين.
سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ.

عَن عَلي رضي الله عَنه قَال:
سَمِعْتُ رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يقولُ: سَيَخْرُجُ قَوْمٌ في آخِرِ الزَّمانِ، أحْداثُ الأسْنانِ، سُفَهاءُ الأحْلامِ، يقولونَ مِن خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ، لا يُجاوِزُ إيمانُهُمْ حَناجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ، كما يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، فأيْنَما لَقِيتُمُوهُمْ فاقْتُلُوهُمْ، فإنَّ في قَتْلِهِمْ أجْرًا لِمَن قَتَلَهُمْ يَومَ القِيامَةِ.

ژباړه: له علي رضي الله عنه څخه روایت دی فرمايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي، هغه فرمايل: په آخره زمانه کې به کم عمره، کم عقلان کسان راشي، د انسانيت بهترينې خبرې به کوي، له اسلام څخه به داسې وځي لکه غشی له ښکار څخه، ايمان به يې له مريو نه تيريږي، که ورسره مخ شوئ ويې وژنئ، يقيناً د دوی په وژلو کې وژونکي ته د قيامت په ورځ اجر شته.

خوارجو په يوه تازه اعلامیه کې پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې دا د امريکا او د پرديو آله د او په مقابل کې د مخالفت ټټر وهلی.

واورئ مؤمنو مسلمانانو وروڼو!
له شك پرته چې اوسني خوارج د پخوانيو نيکونو ابن ملجم او د‌ شبيب لمسيان دې، ابن ملجم چې کله پر علي رضي الله عنه حمله وکړه، ابن ملجم ژوندی ونيول شو، علي رضي الله عنه مخ ته يې حاضر کړ، علي رضي الله عنه ورته وويل: ولي اې! د الله تعالی دښمنه له تا سره ما احسان نه ؤ کړی؟ابن ملجم: ما پوره څلوېښت ورځې الله تعالی ته ستا پر وژلو ژړلي او زارۍ کړې.

اوسني خوارج او پخواني خوارج يوه ډله، يوه آله او په يوه نقش قدم روان دې. د علي رضي الله عنه په زمانه کې هم د اسلام پر ضد جنګیدل او اوس هم د اسلام پر ضد جګړه کوي. عجيبه لا داده چې دوی پر ځمکه د خدای پاک د دين د تحکيم دعوه کوي چې مونږ پر ځمکه د خدای دين نافذوو او د هغو خلکو وينې دوی مباح بولي چا چې دلته د خدای دين نافذ کړی.

خوارج کلاب النار د کفر له نتفي پيداوار د اسلامي دولت او خلافت دعوه کوي چې پر ځمکه توحيد ته کار کوو، د کافر او د خدای له دشمن سره جګړه کوو خو د تأسف خبره دا ده چې دوی له ۳۶۰ کفري هېوادونو را تيريږي او دلته په افغانستان کې د اسلامي نظام په مقابل کې د توحيد او د خلافت خبرې کوي. ولې! په نورو هيوادونو کې جګړه ختمه شوه چې دوی دلته د جهاد په نوم جنګ کوې، ولي په عراق، شام او فلسطين وغيره هيوادونو کې چې مسلمانان د کفر د وحشت او بربریت لاندې پراته دي، مسلمانې مېرمنې د وا معتصما چيغې وهي چې وا د خلافت دعوې دارانو، د کفر له نتفي پيداوارو راشئ! مونږ تور سرې د امريکايانو له ظلم او جنسي زور ونو وژغورئ، خو هغه پتمنې خويندې لا نه دې خبر چې د خلافت ګيډړان او بمبړان په افغانستان کې د اسلامي نظام په مقابل کې جنګيږي.

زمونږ د امت علماؤ دا فتوا ده، چې د خوارجو وژل روا، مال يې غنيمت او د دوی مقابل کې مرګ شهادت دی، څوك چې د دوی په مقابل کې شهيد شو هغه بهترین او د لوړې درجې شهيد دی.

دې ظالمو خوارجو، د جنهم سپيو د علي رضي الله عنه په زمانه کې د يوه مظلوم صحابي په چاړه ذبح کړ، د هغه صحابي خباب بن الأرت ميرمن چې ده سره په آس سوره وه ښکته کړه، هغه يې په شهادت ورسوله، خيټه يې ور څيرې کړه، له خيټې يې ماشوم را ويست او هغه ماشوم يې هم کړ.

دې ظالمانو په افغانستان کې دېته ورته ډير ظلمونه وکړل، يواځې افغانستان نه بلکې عراق ، شام او فلسطين کې يې په ژوندوني له ښځو سينې پرې کړې او په قسما-قسما وحشتونو سره يې په شهادت ورسولې، مسلمانان يې په بمونو کينول او انفجار يې ورکړ، زمونږ د رباني او حقاني علماوو په وينو يې لاسونه سره دې.

په افغانستان کې د دوی جګړه د خلافت او دولت لپاره نه بلکې د دوی دشمني پخوا بربنډه ده، دوی د اسلام، مسلمانانو، د اسلامي مراکزو، مساجدو، مدارسو او د حقاني علماوو وژل روا او ځانونه غازيان او شهيدان بولي.

مونږ ولیدل چې په تيره شل کلنه دوره کې دا کلاب النار مستقيما د امریکا له لورې تکميليدل، حال دا چې وطن مو اشغال ؤ، هره شپه چاپي او ړندې بمبارۍ وې، د جګړې او وحشتونو بازار ګرم ؤ، په ميليونونو افغانان ووژل شول خو د افسوس ځای دادی چې دې خوارجو ځناورانو په ځای د دې چې له امريکايي او داخلي ګوډاګيانو سره جګړه وکړي خو د اسلامي امارت په خلاف يې ټوپک راپورته کړی ؤ، د اسلامي امارت په مقابل کې ولاړ ؤ، زمونږ بي ګناه هيوادوال يې په ډير وياړ په شهادت ورسول.

ګيله دلته کوو چې امريکايانو او داخلي ګوډاګيانو زما هيوادوال وژل له هغوی ګيله نه وه چې کفار او ملګري يې دي، تاسو چې د توحيد زمزمې غږولي او ځانونه مو مسلمانان بلل زمونږ په وژلو مو شخوند وهه او ځانونه مو جنتيان بلل.

اې!
د انګريز او يهودو ځامنو واورئ ستاسو د وژلو په اړه څوارلس سوه کاله وړاندې خبر راکړل شوی، تاسو چې هر څومره د اسلام دعوه وکړئ مونږ به مو په ارام خوب ته پري نږدو، ستاسو په وژلو او غزا خوند اخلو، تر څو چې زمونږ په بدن کې ساه وې ستاسو په مقابل کې به زمونږ فکرونه او سنګرونه ګرم او تاوده وې، پرې به مو نږدو چې خپله وحشې او ظالمانه خلافت ته کار وکړئ ان شاء الله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version