د خوارجو خندوونکی پیغام.. ”ظلم په غزه کې روان دی د جهاد لپاره خراسان ته راشئ“

خراساني خوارجو د خپلو مزخرفو او بې معنا اعلانونو او نشریاتو په دوام، تازه په غزه کې د صهیونستانو لخوا پر مسلمانانو د روان ظلم د انتقام اخیستلو لپاره پر خلکو غږ کړی چې خراسان ته د ”جهاد“ لپاره ”هجرت“ راوکړي.

دا پیغام د خراساني خوارجو رسمي نشریاتي ادارې العزائم نشر کړی، خو د دې پرځای چې په پیغام کې خپل پلویان په فلسطین کې د صهیونستانو پر ضد جهاد ته راوبولي له هغوی یې غوښتي چې د غزې پر ځای خراسان / افغانستان ته ”هجرت“ راوکړي.

تر دې وړاندې د اختر په شپو ورځو کې هم د خراسان خوارجو یو پیغام نشر کړی و او په هغه کې یې له خلکو غوښتي و چې خراسان ته د ”هجرت او قتال“ لپاره راشي.

د غزې پر ځای له خلکو خراسان ته د جنګ لپاره د راتلو د خندوونکې غوښتنې ترڅنګ، دا هم د تأمل وړ خبره ده چې خراساني خوارج په کومو سترګو د غزې د خلکو د انتقام غږ پورته کوي؟ ځکه چې د دوی په نزد له اسراییلو سره په فلسطین کې جنګېدونکي ټول تنظیمونه او د هغوی ملاتړي مرتدین دي او وژل یې تر کافرانو لومړیتوب لري.

خوارج خراسان ته خلک داسې مهال د ”هجرت“ په نوم راغواړي چې دلته حتی پر یوه لوېشت ځمکه واک نه لري او د دې ترڅنګ له بهره راغلیو ټولو کسانو ته د جاسوسانو په سترګه ګوري او د بندیانو په حیث یې ساتي.

ابو جلال
Exit mobile version