د خوارجو او طاغوتي امريکا پر اړيکو کره تبصره!

اسامه خراساني

#image_title

د خوارجو او طاغوتي امریکا پر اړیکو کره تبصره!
ابو اسامه خراساني

امریکا او د امریکا متحدین د افغانستان تر اشغال وروسته دې باور ته رسېدلي و، چې د زور او زیاتي له لارې به د افغان ملت ارادې ماتې کړي او هغوی به دې ته اړ کړي چې د دوی باطلې غوښتنې ومني.

خو د جګړې اوږدېدو او د کُفري نړۍ پوځونو ته د درنو زیانونو د پېښېدو له امله، دا نظریه په بشپړ ډول باطله شوه، ددې تر څنګ، د دوی داخلي مزدورانو هم د اسلامي امارت د رښتینو مجاهدینو پر وړاندې د مبارزې توان له لاسه ورکړ.

له دې امله، امریکا خپل دویم پلان عملي کړ، چې له مخې یې د اسلامي امارت د مجاهدینو د مخنیوي لپاره د خوارجو په نوم د اجیرو سرتېرو ګومارنه پیل کړه، امریکا د داعش خراسان په نوم د خوارجو یوه ډله د افغانستان په خاوره فعاله کړه، په دې تمه چې دغه اجیر ځواکونه به د اسلامي امارت د بریاوو مخنیوی وکړي.

په هغه وخت کې، اسلامي امارت د دې فتنې د له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه وکړه؛ د جګړو په جریان کې، د اشغالګرو امریکایانو هوایي ځواکونو، د داعش د له منځه وړلو د ادعا پر خلاف، د اسلامي امارت پر مورچو بمبارۍ وکړې او په ښکاره یې د خوارجو ملاتړ وکړ.

امریکا یوازې په دې بسنه ونه کړه، بلکې په ډېرو مواردو کې یې په ښکاره د خپلو نیابتي ځواکونو ملاتړ وکړ، د ۱۳۹۷ کال د جدي په ۲۳مه نېټه، امریکایي ځواکونو د خپلو داخلي اجیرانو په مرسته د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې د اسلامي امارت په یوه زندان برید وکړ او ۴۰ تنه خوارج یې له زندانه آزاد کړل.

دا پېښه د امریکا او خوارجو د مستقیمو اړیکو وروستۍ بېلګه نه وه، د ۱۳۹۸ کال د جوزا په ۱۶مه نېټه، امریکایي ځواکونو د فاریاب ولایت د اسلامي امارت له یوه زندانه ۱۰ تنه د داعش بندیان وژغورل.

کله چې اسلامي امارت د کونړ په مختلفو سیمو کې د خوارجو د فتنې د ختمولو په موخه پراخ عملیات پیل کړل او ورو ورو یې داعش خوارج په بشپړه توګه تر محاصرې لاندې راوستل نو د دې بدمرغې ډلې مهم غړي د کنړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د کرچندو او مزاردرې سیمو ته وتښتېدل.

دا په داسې حال کې چې د اسلامي امارت زړورو ځواکونو ته د دوی اسارت یقیني و او د تېښتې هېڅ لار نه وه ور پاتې، د شپې په وروستیو ساعتونو کې لسګونه امریکایي الوتکې په سیمه کې ښکاره شوې او ټول خوارج یې د خپلو وسلو سره یوځای وژغورل او نامعلوم ځای ته یې واستول.

د امریکا د مادي او معنوي ملاتړ سربېره، داعش خوارجو د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې د ودرېدلو توان نه درلود او ډېر ژر له منځه ولاړل، د افغانستان تر فتحې وروسته، که څه هم کُفري هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا، تبلیغاتو هڅه وکړه چې د خوارجو فتنه غټه وښيي، خو د دې ډلې فتنه خاموشه شوه او شر یې د دې خاورې له مسلمانانو څخه ورک شو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version