د خلیفه واجبات

را روان مباحث د کويټ له فقهي موسوعي څخه اخستل شوي، كتونكي أصل ته رجوع کولاى شي: (الموسوعة الكويتية: جلد: ٦، صفحه: ۱۹۱-۱۹۲-۱۹۳)
واجِبَاتُ أُولِي الأمْرِ يَجِبُ عَلَيْهِمُ التَّصَرُّفُ بِمَا فِيهِ الْمَصْلَحَةُ الْعَامَّةُ لِلْمُسْلِمِينَ، كُلُّ فِي مَجَالِهِ وَبِحَسَبِ سُلْطَتِهِ، وَفِي ذَلِكَ الْقَاعِدَةُ الشَّرْعِيَّةُ (التَّصَرُفُ عَلَى الرَّعِيَّة منوط بِالْمَصْلَحَةِ)، وَبِالتَّفْصِيلِ مَا يَلِي:
ژباړه: د أميرانو ذمه واريانې: په أميرانو د خپل وس او پاچاهي په اندازه هغه څه واجب دې، چي د عامو خلكو پكې خير وي، پدې اړه دا شرعي قاعده راغلې د رعيت په كارونو کې تصرف تر مصلحت پورې تړلی ده، چې تفصيل يې په لاندې ډول ده.

مصلحت هر هغه کار ته وايي چې د امت يكې خير وي او أمير ته يي كول پکار دي او کوم کار چې د امت پكې خير نه وي هغه ناروا دى.
اول واجب
١- حِفْظُ الدَّيْنِ عَلَى أُصُولِهِ الْمُسْتَقِرَّةِ وَمَا أَجْمَعَ عَلَيْهِ سَلَفَ الأُمَّةِ، فَإِنْ زَاغَ ذُو شُبْهَةٍ عَنْهُ أَوْضَحَ لَهُ الْحَجَّةَ، وَبَيَّنَ لَهُ الصَّوَابَ، وَأَخَذَهُ بِمَا يَلْزَمُهُ مِنَ الْحُقُوقِ وَالخُدُودِ لِيَكُونَ الدَّيْنُ تَحْرُوْسًا مِنَ الخلل، وَالأمَّةُ مَمْنُوعَةً مِنَ الزَّلَلِ.
ژباړه: ۱- د دين د ثابتو اصولو ساتنه کوم چې سلفو پرې إجماع کړې ده، كه يو شکمن له دې څخه كوږ شي دليل دې ورته واضح او حق دې ورته بیان کړي او لازم حقوق او حدود دې پرې عملي کړي، تر څو دين له نقصان او أمت له غلطي څخه وساتل شي.
دوهم واجب
٢ تَنْفِيدُ الأحْكَامِ بَيْنَ الْمُتَشَاجِرِينَ وَقَطْعُ الْخِصَامِ بَيْنَهُمْ حَتَّى تَظْهَرَ النَّصَفَةُ، فَلاَ يَتَعَدَّى ظَالِمٌ وَلا يَضْعُفُ مَظْلُومٌ.
ژباړه: د مدعیانو تر منځ فيصلې کول او لانجې ختمول، تر څو إنصاف ښكاره شي، نو ظالم به تیری نه کوي او مظلوم به د حق له غوښتلو بې زړه کيږي نه.
دریم واجب
٣- حِمَايَةُ الدَّوْلَةِ وَالذَّبُ عَنِ الْحَوْزَةِ، لِيَتَصَرَّفَ النَّاسُ فِي الْمَعَادِشِ، وَيَنْتَشِرُوا فِي الْأَسْفَارِ آمَنِيْنَ.
ژباړه: دولت به ساتي او له حيثيته به يې دفاع كوي، تر څو خلک په ژوندانه کې لگيا شي او په سفرونو کې په امن سره خواره شي.
څلورم واجب
٤- إِقَامَةُ الْحُدُودِ، لِتُصَانَ مَحَارِمُ اللَّهِ تَعَالَىٰ عَنِ الاِنْتِهَاكِ، وَتُحْفَظَ حُقُوقُ عِبَادِهِ مِنْ إِتْلَافِ وَاسْتِهْلاك.
ژباړه شرعي حدود جارې كول، تر څو د ﷲ تعالیٰ محرمات وساتل شي او د بندګانو حقوق له ضياع او خوړلو محفوظ شي.
پنځم واجب
۵- تَحْصِينُ التَّغَوْرِ بِالْعُدَّةِ الْمَانِعَةِ وَالْقُوَّةِ الدَّافِعَةِ حَتَّى لَا يَظْفَرَ الأَعْدَاءُ بِثْغُرَةِ يَنْتَهِكُوْنَ بِهَا تَحْرَما وَيَسْفِكُونَ فِيهَا دَمَّا لِمُسْلِمٍ أو مُعاهد.
ژباړه: په پوره أسبابو او لښکرو د پولو مضبوطول، تر څو دښمن په کومه پوله برید ونه كړي، چې هلته د چا عزت لوټ کړي، يا د مسلمان او يا هغه کس چې مسلمانانو ورته أمن وركړى وي وينه توى کړي.
شیرم واجب
-٦- جِهَادُ مَنْ عَانَدَ الإِسْلامَ بَعْدَ الدَّعْوَةِ حَتَّى يُسْلِمَ، أَوْ يَدْخُل في الدمة.
ژباړه: له هغه کس سره جهاد کول کوم چې د بلنې وروسته له إسلام سره دښمني کوي، تر څو يا مسلمان شي، یا ټكس او جزيه وركړي.
اوم واجب
قِتَالُ أَهْلِ الْبَغْيِ وَالْمُحَارِبِينَ وَقُطَاعِ الطَّرِيقِ، وَتَوْقِيعُ الْمُعَاهَدَاتِ وَعُقُودِ الذَّمَّةِ وَالْهُدْنَةِ وَالْجِزْيَةِ.
ژباړه: له باغيانو، جگړه مارانو لاره وهونكو سره جنگیدل او د تړونونو، أمن وركولو، روغو او جزيو په لیکونو لاسلیک کول.
توضيح د إسلامي خاورې په کچه تړونونه معاهدې او کارونه به د باچا تر نظارت لاندې وي او که مصلحت په کې وو لاسليک کوي به يې.
اتم واجب
في تَعْيِينُ الْوُزَرَاءِ، وَوِلايَتُهُمْ عَامَّةٌ فِي الأَعْمَال الْعَامَّةِ لأَنَّهُمْ يُسْتَنَابُوْنَ فِي جَمِيعِ الأُمُوْرِ مِنْ غَيْرِ تَخْصِيص.
ژباړه: وزیران ټاکل، د وزیر واک په ټولو كارونو كې عام وي؛ كارونو كي عام وي؛ ځکه چې وزير په ټولو چارو کې د باچا نیابت کوي.
توضیح: مطلب داده: چې د وزیر کار تر کوم ولايت يا خاصي علاقي محدود نه وي، بلکې د خلافت په کچه عام وي يا هغه وزیر یادوي، چې باچا په ټولو چارو کې خپل مرستيال ټاکلی وي.
نهم واجب
٩- تَعْيِينُ الأَمَرَاءِ الْمُحَافِظِيْنَ) لِلأَقَالِيمِ، وَوِلايَتْهُمْ عَامَّةٌ فِي أَعْمَالٍ خَاصَّةٍ، لأنَّ النَّظَرَ فِيْمَا خُطُوا بِهِ مِنَ الأَعْمَالَ عَامُ فِي جَمِيعِ الأُمُورِ.
ژباړه: واليان ټاکل د خاصو مناطقو (ساتونكي)، د هغو واک په خاصو چارو كي عام وي، ځکه د هغو تدبير د يوې علاقې تر ټولو کارونو پورې خاص شوی وي.
توضیح مطلب د واليانو تصرف به يواځې په هغه خاصه ټاکل شوې علاقه کې په ټولو کارونو کې عام وي، ټولې خاورې ته به يې واک نه وي غزيدلي.

لسم واجب
١٠- تَعْيِينُ الْقَضَاةِ وَأُمَرَاءِ الْحَجّ، وَرُؤَسَاءِ الْجَيْشِ، وَوِلايَتُهُمْ خَاصَّةٌ في الأَعْمَال الْعَامَّةِ، لأنَّ كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمْ مَقْصُورٌ عَلَى نَظَرٍ خَاصٌ فِي جَميعِ الأَعْمَالِ، وَكَذَا تَعْيِينُ الأُئِمَّةِ لِلصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ وَالْجُمُعَةِ، وَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْ هَؤُلَاءِ شُرُوطٌ تَنْعَقِدُ بِهَا ولايته.
ژباړه: قاضيان مقررول، د حج أميران او د لښكرو مشران ټاکل، د دوی واک په همدغو معلومو كارونو کې عام او د ټولې خاورې په کچه وي؛ ځكه چې مشري یې د معلوم کار په هكله د ټول خلافت په کچه وي، همدا راز د پنځو لمنځونو او د جمعي د ورځي د لمانځه لپاره إمامان تاكل او دا هر یو خپل-خپل شرطونه لري، چې د هغو له مخې به يې واک او ټاکنه کيږي.
يولسم واجب
١١ – تَقْدِيرُ الْعَطَاءِ وَمَا يُسْتَحَقُ مِنْ بَيْتِ الْمَالِ الْمِيزَانِيَّةُ الْعَامَّةُ مِنْ غَيْرِ سَرَفٍ وَلَا تَقْصِيرٍ فِيْهِ.
ژباړه: تنخواوې او له بيت المال څخه د خلكو حقونه له کمي او زيادته پرته اندازه كول او معلومول.
دولسم واجب
١٢- اسْتِكْفَاءُ الأَمَنَاءِ، وَتَقْلِيدُ النُّصَحَاءِ فِيْمَا يُفَوَّضُ إِلَيْهِمْ مِنَ الأَعْمَالِ، وَيَكِلُهُ إِلَيْهِمْ مِنَ الأَمْوَالِ، لِتَكُونَ الأعْمَالُ مَضْبُوْطَةٌ وَالأَمْوَالُ مَحْفُوْظَةٌ.
ژباړه: امینان گمارل او نیکان ټاکل، تر څو ور سپارل شوي کارونه او مالونه په ښه ترتيب او خوندېتوب سره سرته ورسيږي.

دیارلسم واجب
۱۳- أَنْ يُبَاشِرَ بِنَفْسِهِ أَوْ بِأَعْوَانِهِ الْمَوْتُوْقِ بِهِمْ مُشَارَفَةَ الأمُورِ، وَتَصَفحَ الأحوال لِيَنْهَضَ بِسِيَاسَةِ الأُمَّةِ.
ژباړه پخپله او یا د باوري ملګرو په کومك د كارونو څارنه او د حالاتو پلټنه کول، تر څو د امت د چارو تدبیر په ښه توګه وکړي.
خوارلسم واجب
١٤- مُشَاوَرَةُ ذَوِي الرَّأْي: وَتُعْتَبَرُ الْمُشَاوَرَةُ مَبْدَأُ مِنْ أَهَمَّ الْمَبَادِي الإِسْلامِيَّةِ، وَقَاعِدَةٌ مِنْ أَهَمِّ الْقَوَاعِدِ الأَسَاسِيَّةِ فِي الْوِلَايَاتِ الْعَامَّةِ.
ژباړه: د نظر له خاوندانو سره مشوره کول، د ټولنيزو مسؤوليتونو په ټولو کارونو کې مشوره كول، له غټو إسلامي أصولو او بنيادونو څخه يو أصل او بنياد ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version