د خارجي او افراطي فکر اغیزمن عوامل

مولوي مستغفر الحنفي

 

خوارج؛ چې په دې پېړۍ کې یې دومره په لويه کچه نه جبرانېدونکي مادي او معنوي تلفات اُمت اړولي او اړوي يې، څه وجه کیدای شي؟ دلته یې پر عواملو بحث کوو.

 

۱_ جهالت يا ناپوهي:

د خوارجو د رامينځته کېدو یو عمده لامل جهل او ناپوهي ده، خوارج ډېر وخت له هغو مسلمانانو جوړېږي، چې یا خو نوي مسلمان شوي وي، او یا خو له پخوا مسلمانان وي خو د کفري حکومتونو له لاسه ډېر وخت له اسلامي معلوماتو ليرې پاتې شوي وي، يا خو اسلامي ملک کې وي خو نوي ځوانان وي، یا خو مسلمانې ښځې وي يا هم داسې نور…

چې دغه ټولې طبقې خلک په عموم کې اسلامي او فقهي معلومات ډېر کم لري، نو ځکه د کفارو استخبارات کوښښ کوي چې دې خلګو کې افراطي مفکوره خپره کړي، ترڅو خوارج ترې جوړ شي. په پاتې نورو مسلمانانو کې ځکه د خوارجو د نفوس ډېر کوښښ نکېږي چې دوی په اسلام تقریباً پوهېږي، نو څوک چې څه اندازه د اسلام مبارک دین په تقاضاوو پوه شي، هیڅکله له هغه څخه خوارج نه جوړیږي. د دې خبرو عملي مثالونه هم موږ لیدلي دي. ډېر خوارج په نړۍ کې یا خو د تاجکستان او ازبکستان د هېوادونو وي، یا هم د چین د ایغور او ترکستان د مسلمانانو له ډلې وي، او د دغو هېوادونو مسلمانان په دوی باندې د مسلطو کمونيسټي رژيمونو له لوري له اسلامي معلوماتو ډېر ليرې ساتل شوي، نو ځکه هم دوی ژر ژر د خوارجو په ارشاداتو او تحریفاتو خطا وځي.

په اسلامي ملکونو کې چې د خوارجیت ښکار ګرځيدلي یا خو ماشومان دي، یا هم ښځې دي، یا هم د صحراوو هغه ځوانان دي، چې د دین جذبه لري، خو له دین څخه مطلق ناخبره دي.

نو دغه ټولې طبقې خلک خوارجو کې زیات پیدا کېږي او دوی ځکه زیات خوارج کېږي چې دوی له اسلامي علومو جاهلان دي.

 

۲_ پیسې:

دا چې خوارج د امریکا او اسرائیلو ګډه استخباراتي اداره ده، نو دوی مصرف هم زیات پرې کوي، يانې خوارجو سره پیسې زیاتې پيدا کېږي، حتی تردې حده چې د بعضي عملیاتو د ترسره کولو لپاره دوی ته زرګونه ډالر انعامونه ورکول کېږي، نو دا چې بعضې ځوانان د پیسو شوقيان وي او ګناه اصلاً ګناه نه ورته ښکاري، نو له هغوی خوارجو سره یوځای کېږي او بیا پیسې لاسته راوړي چې ښه مثال يې شهاب المهاجر دی، شهاب المهاجر چې په جمهوریت کې د امرالله صالح باډيګارد يا ساتونکی و، کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، هغه د خوارجو صف ته ولاړ او هلته یو کلیدي شخص ترې جوړ شو.

ښه نو، بالفرض والتقدير؛ شهاب المهاجر که د دین په غم کې وای نو د امرالله صالح باډيګارډي به يې کوله؟ نو خامخا هغه د پیسو سړی دی، او د دې خبرې دا ثبوت دی چې خوارج پیسې ورکوي ځکه خو شهاب المهاجر هم ورغی، که چېرته خبره د پیسو نه وای نو شهاب المهاجر هلته څه کول.

 

۳_ نفس پرستي:

خوارجو خپلو صفونو کې د دیني دلایلو په تراشلو ځانته داسې کارونه او اعمال حلال کړي چې هغه په بل هیڅ ځای کې حلال نشي ګڼل کېدای، نو ځکه هغه ځوانان چې وغواړي، خپلې نفسي غوښتنې او خواهشات په آزاده فضاء کې لاسته راوړي، هغوی خوارجو ته ورځي.

 

مثلاً، بلې هیڅ کومې اسلامي ډلې کې یو څوک نشي کولای چې د جهاد په سنګرونو کې دې ځان سره ښځې وساتي، خو خوارجو دغه کار ته دلائل تراشلي او له عامو علاقو څخه چې يې کومه ښځه خوښه شي، ځان سره يې په زور بوځي او هلته يې نکاح کوي.

بله دا چې، هیڅ اسلامي ډله کې داسې نشته چې د طلاق په نیت ښځه نکاح کړې، یانې یوه ښځه نکاح کوې، بله طلاق کوې، خو خوارجو کې دا عام عادت ده، نو خوارجو کې یو نفر کولای شي، تر شلو هم زیاتې ښځې نکاح او طلاق کړي.

ښه نو چې هم پیسې زیاتې وي، او هم د ښځو او شهواتو مکمل بندیزونه خلاص وي، نو داسې ډلې ته به خامخا د نفسي خواهش تابع خلک ډېر زیات راځي، ځکه هیڅ ځای کې دومره ډېر د نفسي خواهشاتو د پوره کولو امکانات نشته لکه دوی کې چې دي.

 

۴_ تبلیغاتي جګړه:

دا چې خوارج د امریکا استخباراتي اداره ده، نو په رسنيز چوکاټ کې يې د تبلیغاتو لپاره هم پوره امکانات ورته برابر کړي دي.

دا نور مجاهدین چې په یو ګروپ کې یو څه فعالیت وکړي، سمدستي يې د کفارو لخوا ګروپ، چينل او يا ویب پاڼه بلاک شي، مګر د خواجو ځیني چینلونه له کلونو کلونو را په دېخوا دوی ته فعالیت کوي، خو هغه هیڅکله نه بنديږي، چې په دې نشراتو کې دوی زړه راښکونکې او جذباتي ویډیو ګانې جوړوي، د مسلمانانو ماشومان بیا د دغو تبلیغاتو تر اثر لاندې راځي او کرار-کرار د خوارجو خوا ته جلب کیږي.

 

خلاصه دا چې له داسې عواملو خوارج پیدا کېږي، چې هغه عوامل له اسلامي جهاد او اسلام سره هیڅ اړیکه نلري، له هغو عواملو څخه ځیني يې موږ په دې لیکنه کې ذکر کړي، که ژوند و، ځینې نور به يې په بله لیکنه کې ذکر کړو.

إن شاء الله تعالی

 

و ما علينا إلا البلاغ

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version