د حدیبې سوله

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپي

بلال د حفصې د کوټې بام ته وخوت د اسمان لمنې څاري کله چې سهار راوخوت د مدينې په څنډو کې اذان انعکاس وکړ او خلک د خپلو کورنو څخه له لوړو او ژورو نه راروان شول چې په رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ پسې لمونځ وکړي.

ابوبکر، عمر، عثمان او د مهاجرينو مشران مسجد ته راغلل، چې لمونځ ادا شو، د مهاجرينو د ستنې تر څنګ راټول شول،رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورسره په ورين تندي مخ شو، بيا په خپل ځای کيناست او د خپل ليدلي خوب کيسه يې راپيل کړه، دوی ورته په ډېره تلوسه غوږ نېولی دی او په هغه څه چې الله ورکړي خوشاله دي، ټول په دې باوري شول چې سوبه نژدې ده، او ژر دی چې مکه ورته خپلې دروازې که په خوښه وي او يا په زور پرانيزي.

د نبيانو خوبونه ريښتوني دي نبي _صلی الله عليه وسلم_ داسې خوب نه دی ليدلی چې تعبير يې د لمر په څېر روښانه نه وي راوتلی.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپل ملګري خبر کړل چې غواړي عمرې ته لاړ شي.زړونه له خوښۍ نه په ټوپونو شول اوپه څېرو دخوشالۍ نښې راڅرګندې شوې اوسم له واره پاڅېدل چې د سفر تياری ونيسي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ خلک واستول چې عربان او شا او خوا مسلمان شوي کوچيانې قبېلې: غفار، مزينه، جهينه او اسلم، راټولې کړي،دغه کار يې د قريشو له وېرې وکړ،هسې نه چې جګړه ورسره وکړي او يا يې مخه ونيسي، په ډېرو باندې دا کار درون تمام شو او ويې ويل:

– ايا موږ داسې خلکو ته ورشو چې په مدينه کې يې په خپلو کورونو کې ورسره جګړه وکړه او د دوی ملګري يې ووژل اوس ورسره موږ جګړه وکړو!

نو دخپلې يو زرۍ خبره يې راپورته کړه، نو الله تعالی يې دغه بهانه درواغجنه کړه:”دوی داسې يو شی په خپلو ژبو وايې چې د دوی په زړونو کې نشته”

نبي _صلی الله عليه وسلم_ وروسته له دې چې غسل يې وکړ او دوه زغرې يې واغوستې او په خپله قصواء اوښه دخپلې دروازې مخې ته سپورشو، ام سلمه،ام عماره، ام منيع او ام عامر الاشهليه ورسره راووتلې، مهاجرين او انصار ورسره هم راووتل، په مدينه يې نميله بن عبدالله الليثي وټاکه، دقربانۍ اويا مالونه يې له ځان سره روان کړل چې په دې مالونو کې د ابوجهل هغه اوښ هم و، کوم چې يې د بدر په ورځ غنيمت نيولی و.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ په ذي الحليفه کې خپلو ملګرو ته د ماسپخين لمونځ ورکړ، بيا يې خپله او ملګرو د احرام جامې واغوستې، ځينې مالونه يې نښاني کړل. وروسته نبي _صلی الله عليه وسلم_ ناجيه بن جندب ته امروکړ، ددغه نوم ذکوان و، نبي _صلی الله عليه وسلم_ يې نوم بدل کړ.او ناجي(ژغورونکی) نوم يې وروسته له هغې ورکړ چې له قريشو نه يې ځان وژغوره، مسلمانانو په خپلو مالونو کې نښې وکړي او په غاړو کې يې ورته څرمنې ټوټه او يا هم زاړه بوټونه واچول چې معلوم شي د قربانۍ مالونه دي او خلک يې مخه ونه نيسي،اوه سوه خلک ول هرو لسو باندې يو د قربانۍ مال و، وسله ورسره نه وه يواځې تورې وې چې په تېکو کې پرتې وې. عمربن الخطاب وويل:

– اي د الله رسوله ته د ابو سفيان او دهغه د ملګرو څخه نه ډاريږې او د جګړې لپاره وسلې نه راخلې؟

– زما نه خوښيږي چې عمرې ته دې له ځان سره وسله واخلم.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ په ذي القعده مياشت کې د عمرې لپاره روان شو څو مکيانو او شا او خوا خلکو ته ډاډ ورکړي او په دې يې پوه کړي چې يواځې د بيت الله د ليدو او تعظيم لپاره راغلی دی.د مسلمانانو سره يواځې سل اسونه و چې د الله دښمن يې پرې ډارواه.د بدر په ورځ يې يو اس درلود نو کله چې الله ورته امر وکړ چې د دښمن لپاره چمتو والی ونيسئ نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ د اسونو او د اسپورانو په روزلو بوخت شو، تر دې چې اوس مکې ته له دوه سوه مسلمان اسپورانو سره روان دی.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ عباد بن بشر له شلو اسپورانو سره د لښکر نه مخکې کړ، او بشر بن سفيان الکعبي يې مکې ته په استخباراتي معلوماتو پسې واستوه څو د دښمن د تصميم په اړه خبر وي، مسلمانان په صحرا کې روان شول او د زړه له تله تلبيهات راپورته کېدل :

– ای الله موږ دې بلنه ومنله، بلنه مو ومنله او ته کوم شريک نه لری او ټوله ستاينه او لورينه تا لره ده.

سېنې يخې شوې او له سترګې نه اوښکې راوبهېدې دوی بيت الله ته په لاره دي، الله پاک يې زړونه له شرک او بېلارۍ نه پاک کړي دي او اوس يې د بيت العتيق د طواف تلوسه، د صفا او مروی ترمنځ منډې، او د خپل نېکه اسماعيل چينه راغواړي چې خپله د مودو تنده پرې ماته کړي، په خوا خاطر کې يې نه ګرځېده چې قريش به يې د کعبې نه منع کوي ځکه چې له کعبې نه به هېڅوک نه منع کېدل، او کعبې ته به مواحد، نصرانيان او مشرکان يو شان راتلل.

نور بیا

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version