د ”حازمیانو او بنعلیانو“ شخړه؛ د خراسان خوارجو خپل یو ملګری وژلی دی

په دې وروستیو کې یو شمېر خوارج چې د مسلمانانو د تکفیر په مسئله کې تر نورو خوارجو زیات شدت کوي د خراساني خوارجو له مشرانو او قضايي مسؤلینو شکایت کوي او وايي چې د دوی ځینې ملګري یې نیولي او حتی وژلي دي.

د ابو عمر په نوم یو داعشی وايي چې د خوارجو د خراسان څانګې د قضا څانګې په امر د امنیت یا استخباراتو ادارې لخوا د ابو حنظله په نوم د دوی یو ملګری تر څو میاشتې بند وروسته وژل شوی دی. د نوموړي په خبره، ابو حنظله د عدم العذر بالجهل عقیده درلوده، عام خلک یې کافران بلل او لمونځ یې نه پسې کاوه.

د ابو حنظله ملګري ادعا کوي چې نوموړی داعشیانو په خپل زندان کې زیات شکنجه کړی، وروسته یې وژلی؛ بیا یې د نوموړي ملګرو ته جلا جلا خبرې کړې، ځینو ته یې په ویاړ سره ویلي چې موږ وژلی او ځینو ته یې بیا ویلي چې ځان وژنه یې کړې ده.

ابو عمر څو میاشتې مخکې هم ادعا کړې وه چې د داعشیانو د خراسان څانګې په زندانونو کې د دوی ګڼ شمېر ملګري بندیان او تر سختو شکنجو لاندې دي.

تر دې وړاندې هم د خراسان د داعشیانو ترمنځ د تکفیر په مسئله کې سخت اختلافات رامنځته شوي وو او په آنلاین رسنیو کې یې هم پر یو بل د کافر او خوارجو فتواوې ولګولې. د اختلاف د پراختیا د مخنیوي لپاره، د خراساني خوارجو رسمي مراجعو د دې اختلافاتو یو راپورته کوونکی کس، چې په ترکیه کې اوسېده، مطلوب اعلان کړ او خپل پلویان یې له دې بحثونو منع کړل.

د ”حازمیانو او بنعلیانو“ شخړه

د حازمیانو ډله د تکفیر په مسئله کې د سعودي عالم احمد بن عمر مساعد الحازمي پلویان دي، له همدې امله حازمیان ورته ویل کیږي. دوی په دې اند دي چې که څوک په ناپوهۍ کې کفر ته ووځي نو کافر دی او څوک چې دا کس کافر نه بولي هغه هم کافر دی.

په ۲۰۱۴ز کال کې د بغدادي د مزعوم خلافت تر اعلان وروسته د احمد حازمي یو شمېر تونسي پلویان له خوارجو سره یوځای شول، چې سرلاری یې ابو جعفر الحطاب و. الحطاب وروسته د خوارجو تعلیم د دېوان مسؤل شو. حازمیانو د خوارجو په فکري، نظامي او تبلیغاتي میدان کې زیات اثر او رسوخ پیدا کړ، چې دې کار د خوارجو عمومي مفتي ترکي البنعلي او د خوارجو نور مشران وارخطا کړل. پخپله د خوارجو قاضي ترکي البنعلي (ابو همام الاثري) په دې اند و چې جهل معجِز د تکفیر مانع دی او العاذر بالجهل هم کافر نه دی.

ابو حطاب او پلویانو یې د خپل ځان ټول مخالفین (د القاعده امیر دوکتور ایمن الظواهري، د سوریې جهادي ډلې او نور) کافران وبلل او د دې ترڅنګ یې د خوارجو هغه مشران هم کافران اعلان کړل چې دا کسان یې کافر نه بلل. دې چارې خوارج وارخطا کړل، د انتشار د مخنیوي لپاره یې د ابو عمر الکویتي (حسین رضا لاري) په نوم یو حازمي د ۲۰۱۴ز په اګست میاشت کې ونیو او په سپټمبر کې یې اعدام کړ. پخپله ابو جعفر الحطاب له یو شمېر نورو ملګرو سره د خوارجو د استخباراتو لخوا د ۲۰۱۴ز په سپټمبر کې ونیول شو او د ۲۰۱۵ز کال په مارچ میاشت کې اعدام کړل شو.

د خوارجو د استخباراتو/امنیت دیوان په یوه راپور کې د حازمیانو ګواښ زیات خطرناک بللی ځکه چې په خبره یې ځینې سرلاري یې په تنظیم کې په لوړو بستونو مقرر وو. د راپور له مخې، په تنظیم کې موجود حازمیان ځینې ووژل شول، ځینو توبه وایستله او ځینې یې وتښتېدل. (د امنیت دیوان راپور دلته لوستلای شئ)

تر دې اعدامونو وروسته، د حطاب او کویتي پلویانو د خوارجو د دولت پر ”کفر او ارتداد“ ګڼ شمېر رسالې ولیکلې او خپرې کړې.

د ۲۰۱۷ز کال د مئ میاشتې په ۱۷مه نېټه د خوارجو لجنة المفوضه (هغه شورا چې د خوارجو ټول دیوانونه او ولایات اداره کوي) یو عمومي مکتوب خپوړ کړ، چې په هغه کې یې د حازمیانو عقیده د خپل تنظیم اصلي او رسمي منهج بللی و او له ټولو غړو یې غوښتي و چې عملي یې کړي. دې مکتوب د خوارجو قاضي ترکي البنعلي غوسه کړ او په ۲۰ پاڼو کې یې پر دې منهج تفصیلي رد ولیکه. (د ترکي البنعلي رد دلته لوستلای شئ)

څلور میاشتې وروسته، لجنة المفوضة یو بل مکتوب خپور کړ، چې په هغه کې یې خپل مخکنی منهج ”د علمي تېروتنو او موهومو عبارتونو“ له امله لغوه اعلان کړ او ویې ویل چې دا کار د خوارجو په تنظیم کې د تنازع او بېلتون لامل شوی و.

که څه هم خوارجو په عمل کې ښوولې چې اصلي عقیده یې د خپلو مخالفینو تکفیر دی، خو دا چې ځان یې د خوارجو د عمده صفت له مصداق جوړېدو ساتلی وي نو په لیکلي ډول خپله عقیده بدله بولي. د عقیدې په برخه کې جدي اختلافات د دې لامل شوي چې داعشي خوارج یو بل کافر وبولي، سره ووژني او امت یې له شره د خلاصون لور ته نږدي شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version