د پاکستان پوځي رژيم، چې تر اوسه د امریکايي بادارۍ په پخوانیو او نويو زنځیرونو کلک تړل شوی، یو ځل بیا يې خپل اصلي مخ ښکاره کړ. په وروستيو کې د اسلامي امارت له لوري پر پاکستاني پوځي اهدافو بریالي ډرون بریدونه داسې وژونکی ګوزار وو، چې کرايګر جنرالان یې په خپلو اډو کې په پټېدو مجبوره کړل او د لمبر ون استخباراتي ارګان ادعاوې یې په اوبو ورلاهو کړې.
دا بریدونه کوم تصادفي ګوزار نه وو؛ بلکې د انتقام د اور په شغلو او د فکر او تدبیر په تنور کې پاخه شوي عملیات وو. پاکستانی پوځ چې د امریکايي پروژې په چوکاټ کې پر افغان خاوره هوايي بریدونه کوي، ولسي وګړي، ښځې او ماشومان، کلي، کورونه، مسجدونه، مدرسې، روغتونونه او د کډوالو کمپونه په نښه کوي؛ دا ټول د امریکايي ډالرو، استخباراتو، ټکنالوژۍ، سونتوکو او لوژستیکي ملاتړ پرته ممکن نه وو.
امریکا نه یوازې سټلایټونه، استخباراتي معلومات او هوايي څارنه ورکوي؛ بلکې د هر بم، هر ډرون او د هرو عملیاتو مالي بار هم په خپلو اوږو اخلي. دا بریدونه د “امریکايي ګټو ساتنې” په نوم روان دي، خو حقیقت دا دی چې اصلي موخه یې د اسلامي امارت کمزوری کول او د افغان ولس پر ضد د وحشت دوام دی، که څه هم ورته د TTP پر ضد د عملیاتو نوم ورکړل شوی وی. بل لوري ته اسلامي امارت د خپل ولس دفاع، حرمت ساتنې او د ظلم غچ اخیستو لپاره په اغېزمنه توګه استشهادي ډرونونه کارولي. کوهاټ چوڼۍ، نوښار، ایبټآباد، جمرود، فیضآباد، او حتیٰ په راولپنډۍ کې نور خان ایئربیس… دا ټول مهم پوځي مرکزونه د ابابیلو په ځپونکو ګوزارونو کې په برياليتوب سره په نښه شوي.
ستاسو ډرون ضد سیسټمونه بېوسه، بېحسه او بېفایدې ثابت شول، ستاسو ادعاوې چې “ټول بریدونه ناکام شول” د ولسي خلکو لخوا ترسره شويو ويديوګانو رسوا کړل، دا بریدونه داسې بریالي وو چې پوځي اهداف یې په مستقیم ډول په نښه کړل، درانه تلفات یې واړول او د پاکستان پوځي رژيم ته یې روښانه پیغام واستاوه چې: ستاسو ظلم به بېځوابه نه پاتې کېږي!
دا خبره روښانه ده، چې پاکستاني اجیر جنرالان د امریکايي اجنډې په خدمت کې پر افغان ولس وحشت کوي. دوی د امریکايي ډالرو، وسلو او ملاتړ په زور افغان حريم نقضوي، خو افغان سرسپارلي مجاهدین د محدودو وسایلو او کاملې خود انحصارۍ سره د پاکستان د درندګۍ غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي. د پاکستان د غلام پوځ دا بزدلي د دې نښه ده، چې دوی د خپلو پرېکړو واک نه لري؛ بلکې د واشنګټن پر اشارو ناڅي او د ډالرو په بدل کې خپل عزت او وطن پلوري.
د اسلامي امارت دا رد الظلم عملیات یوازې پوځي ځواب نه دی؛ بلکې یو اصولي، ایماني او تاریخي موقف دی چې: ظلم ته ځواب په زور ورکول کېږي! تر هغې چې پاکستانی پوځي رژيم د امریکايي پروژې په چوکاټ کې پر افغان خاوره هوايي بمباري، توپچي ډزې او وحشت روان ساتي، د اسلامي امارت انتقامي جګړه به هم په همدې شدت او قوت سره دوام وکړي.
دا د ابابیلو ځپونکي ګوزارونه د پاکستان بزدله پوځ لپاره واضح پیغام دی چې: افغان زړور او سرشاره مجاهدین هېڅکله نه ماتېږي، نه ځنډېږي او نه هم تسليمېږي! د دوی مزاحمت به هر اشغالګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، هر ظالم به په خپلو وینو کې ډوب کړي، ان شاءالله.
