هغه لاملونه چې له کبله یې اورخان په خپلو موخو کې بریالی شوی و:
د اورخان په پرلپسې ډول مخ په وړاندې تگ د خپل پلار عثمان له هڅو گټه اخیستنه، د مادي او معنوي امکاناتو شتون چې د اناتوليا سيمو د نیولو او د عثمانیانو په تسلط گټور ثابت شو او د اورخان کوښښونه هم په کې د امتیاز ځای لري، ده چې د خپلې امپراتورۍ د پراخوالو لپاره کومې هڅي کړي وې هغه پرلپسې پرېکړه کوونکي وې، عیسویانو ته د دې خبرې احساس هم و نه شو چی یاده عثماني امپراتوري د اروپا په لور روانه ده، دوی ته ددې خبرې احساس هغه وخت وشو چې کله مسلمانان له بحره پورې وتل او گالیپولي ښار يې ونيوه.
بيزنطيني امپراتوري د کمزورۍ په مرحله کې وه، بيزنطيني ټولنه د سياسي بې نظمۍ، د ديني او ټولنیز لوېدون ښار شوې وه، نو همدا د بيزنطنیانو امپراتوري له خپلې امپراتورۍ سره یو ځای كول عثمانیانو ته اسانه کړل، د بالكانيانو او عثمانیانو تر منځ چې کومې جگړې وشوې په کې چې عثمانيانو ته کوم امتیازات ترلاسه شول هغه هم دده د برياو او د عثمانیانو په کتارونو کې د یووالي برکت و، په ديني او فکري لحاظ سره یو و، ټول پوځ په سني مذهب عقیده درلوده.
د بيزنطيني بلغاري، سربیې او هنگري حکومتونو تر مینځ د باور نشتوالي د جگړې ډگر کمزوری کړی و، له همدې امله د عثمانیانو په وړاندې د سياسي او پوځي يووالي په ټينگولو کې دا خلک ناکام پاتې شول، د روم او قسطنطنیې تر مينځ دینی اختلافاتو، د کاتولیک ډلو تر مینځ خپلمنځي جگړو دغو دواړو ډلو ته ډیر محبوبیت په برخه کړی و او د دوی کړۍ په ځانگړي اغیز سره ټينگې شوې وې، دغو ډلبنديو د ډلو په زړونو کې په تیزی سره کینه پیدا کړې وه.
د عثمانیانو نوي پوځي نظام لکه څنگه چې په فکري بنياد تربیوي منهج او د ژبنيو موخو په اساس جوړ شوی و او نگراني یې هم د عثمانیانو نوموتو مشرانو کوله.
لومړی سلطان مراد
لومړی مراد مېړنی مجاهد، زړه سواند او دینداره پاچا و، نظم یې ډېر خوښېده، ډېر غریب دوست او له رعیت سره انصاف کوونکی و، د سرتېرو به یې خاص خیال ساته، له غريبانو او د خدای په لار کې له رښتیني او په حقه جهاد سره یې مینه وه، له مسجدونو مدرسو او دیني ځايونو سره یې ډېره مينه درلوده دده په ملگرو کې همدا سپه سلار پوځي او افسر و، دا ټول خلک د شورا د مجلس برخې وې، سلطان به د دوی له تجربو څخه گټه اخيسته.
دوی یو وخت په کوچنی آسیا او اروپا کې د خپلې امپراتورۍ د سرحدونو د پراختیا لپاره لاس په کار شول، په اروپا کې عثماني پاچا د بيزنطيني امپراتورۍ تر څار لاندې سیمو باندې برید وکړ او په (٧٦٢ هـ / ١٣٦٠م) کې يې ایډریانوپل (ادرنه) ونيوه، دې ښار په بالکان کې ډېر شهرت درلود. له قسطنطنیې څخه وروسته د بیزنطیني امپراتورۍ دویم ستر ښار و، په (٧٨٦ هـ / ١٣٦٦م) دا ښار د عثماني امپراتورۍ پلازمېنه شوه. په دې سره د دې لویې امپراتورۍ پلازمینه له اسیا اروپا ته یوړل شوه او ایډریانوپل ښار يو اسلامي پلازمینه شوه.
د پلازمېنې په وړلو کې د مراد موخي په لاندي ډول دي:
د ایډریانوپل له جگړه ایزو پیاوړتياوو څخه گټه اخيستل او هغو سيمو ته چې جهادي منډې ترړې په کې وهل کیدې نیږدې کیدل، اروپا ته چې د جهاد په مټ رسېدنه شوې وه د خپلې امپراتورۍ له برخې جوړولو سره د مراد مينه او په دې سیمو د تسلط پیدا کول و، مراد د امپراتورۍ د پرمختگ او يووالي ټولې لارې او د پاچاهۍ ټول اصول په دې امپراتورۍ کې یوځای کړل او په دې کې پلازمېنې پاچا، قانون ،پوهان د دين علماء او د هر ډول خلکو مجلسونه او غونډې يې جوړې کړې، په محکمو کې یې قاضیان په دندو وگومارل، د ښارونو، مدرسو او ديني چري قطعې لپاره یې پوځي مرکزونه جوړ کړل، د ايډریانوپل سياسي، پوځي، كلتوري او ديني حيثيت برابر او په ځای پاتې شو. تر دې چې په (۸۵۷هـ / ۱۴۵۳م) عثمانيانو قسطنطنیه ونیوله او له ایدریانوپل څخه پلازمینه قسطنطنیې ته یوړل شوه.
د مراد په وړاندې د صلیبیانو یووالی:
د مراد جهادي او تبليغي غورځنگ روان و، اروپایي هيوادونه یې یو په بل پسې نيول، تر دې چې لښکر یې د مقدونيا د نيولو په نيت روان کړ، دده د بریا شهرت تر لرې – لرې خپور شو، د دوی د پرمختگ د مخنيوي لپاره اروپايي بالكاني صليبي هوکړه وشوه، دا هوکړه وستایل شوه، سربیان، بلغاریان، د هنگري اوسېدونکي او د نورو هېوادونو اوسېدونکي هم دې معاهدې ته تشویق او وبلل شول، په دې هوکړه کې ټولو برخه اخیستونکو هېوادونو یو لوی لښکر تیار کړ چې شمېر یې شپېته زرو ته رسېده.
عثماني سپه سالار (لالا شاهین) یو کوچنی لښکر له لوی لښکر سره مخامخ کړ، دواړه لښکرې د (مارتیزا) په سیند (تشیرمن) ته نږذې یو له بل سره مخامخ او جگړه و نښته، صلیبیانو ته یې زورور ټکان ور كړ، د صليبي لښكرو قدمونه سست شول، د سربیې دواړه مشرانو او د مارتيزا پوځونو ماتې وخوړه.
د هنگری مشر په حیرانتیا سره مینځته راووت، سلطان مراد په کوچنۍ اسیا کې خزانچي محصل و، له کوم ځای څخه چې ده په شمېر ښارونه نيولي وه، بیا هغه د خپلې امپراتورۍ مرکزونو ته د دې لپاره راو گرځېد چې د نیول شوو هېوادونو ښارونو نظم جوړ کړي، لکه څنگه چې به یې تل کول.
د مارتيزا په سیند د عثمانیانو د بريا يو شمېر مهم کارونه چې مهم ثابت شوي وه چې له هغو څخه یې دوه په لاندي ډول دي:
۱:- د دې بریا په پايله کې د تراقيې او مقدونیا هېوادونه ونیول شول او مسلمانان جنوبي بلغاريا او ختيځې سربیا ته ورسېدل.
۲:- د بیزنطینی امپراتوری املاک بلغاریه او همدا راز سربیا د خزان وهلو پاڼو په خبر یو په بل پسې ورژېدل او د مسلمانانو تر ولکې لاندې راغلې.