د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! نوولسمه برخه

حارث عبیده

د بایزید او گوډ تیمور تر مینځ جگړه

ګوډ تیمور په ماوراء النهر كې له يوې نېکې کورنۍ و، په (١٣٦٩م) کې د خراسان په تخت کېناست چې پلازمینه یې سمرقند وه او ورو – ورو یې په اسلامي نړۍ واک تینگ کړ، دده وېروونکي او لوی لښکر په ټوله اسيا له دهلي تر دمشقه او د آرال له سمندره تر عرب خلیجه خپور شو.

فارس، ارمینیا، د فرات او دجلې لویې سیمې دده د امپراتورۍ برخي وگرځېدې، د روس ډیرې سیمې یې هم خپلې کړې، د (وولگا) سيند په اوږدو پرتې لیرې سيمې اردن او دنپر باندې هم دده بیرغ ورپېد، هغه اعلان کړی و چې په ټوله نړۍ به د خپلې بريا بيرغ رپوي او له شک پرته به په ټوله نړۍ واکمني کوي.

هغه به دا خبره ډېره کوله چې په ځمکه دې يو کس پاچاهي وکړي، ځکه اسمانونه هم یو پاچا لري، گوډ تیمور ډېره میړانه او جگړه ییزه ځیرکتیا درلوده، د هر کار له پیل وړاندې به یې د هغه په اړه معلومات را ټولول، یو څارگر به یې استوه، وارخطايي به یې نه کوله او له وخته به یې گټه اخیسته، په ارام زړه به یې حکمونه کول، له ډاره به یې لښکر هر امر ته غاړه ایښوده؛ د یوه مسلمان په توگه به گوډ تيمور د علماوو، مذهبي خلکو او په ځانگړي ډول د نقشبندیې لړۍ د مشرانو عزت کاوه، د بایزید او ګوډ تیمور تر مینځ جگړې مختلف لاملونه او سببونه و، چې یو څو يې په لاندې ډول دي:

(۱) د عراق هغه امیر چې گوډ تیمور یې سيمې نيولې وې له بايزيده پناه غوښتې وه، همدارنگه د کوچنی آسیا ځینو مشرانو له گوډ تیموره پناه غوښتې وه همدا لامل و چې بایزید او گوډ تیمور د یو بل بل په وړاندې ودریدل.

(۲) نصرانیانو به تیمور ته په بایزید د يرغل کولو ويل او د هغه د ختمولو غوښتنه به یې ترې کوله.

(۳) له دواړو خواوو يو بل ته داسې ليکونه وليکل شول چې په سوځولو کې يې د تیلو دنده ترسره کړه.

گوډ تیمور په یوه خط کې د بایزید سپکاوی وکړ او ویې لیکل چې د هغه د کورنۍ اصل پرده پټه ده او ليکلي یې وو چې زه تا له دې امله بښم چې ټولو عثمانیانو د اسلام ډېر خدمت کړی دی، گوډ تیمور د لیک په پای کې د بايزيد په اړه ناسمې خبرې ليکلې وې چې دا لا د ترکانو مشر دی؛ له دې امله بایزید غصه شو او په څرگندو ټکو یې ورته وویل چې هغه به تیمور ته په تبريز کې چې د تيمور د امپراتورۍ پلازمینه وه ددې گستاخۍ جزا ورکوي او له ټولو لوی لامل دا و چې دواړو واکمنانو د خپلو امپراتوریو پراختيا غوښته او همدا د خپلمنځي جگړې لامل شو.

د عثماني دولت سقوط

گوډ تیمور خپل لښکر مخ په وړاندې راوست او (سیواس) یې ونیو، د ښار هغه ساتونکي لښکر ته چې مشري یې د بايزيد زوی ارطغرل کوله ماتې وخوړه چې (۱۲۰۰۰۰) جگړه مار يې لرل، لښکر په (۸۰۴هـ / ۱۴۰۲م) کال کې چمتو او د ګوډ تیمور مقابلې لپاره عنقرې ته راورسید.

دواره پوځونه سره مخ شول، په (۸۰۲هـ / ۱۴۰۲م) د جولای د میاشتې په شلمه نيټه تیمور خپل لښکر ته د مخکې تگ امر وکړ، دواړو لښکرو جگړه وکړه؛ بریا د مغولو په برخه شوه، بایزید ونیول شو او په بندي حالت کې يې کال وروسته له نړۍ سترگې پټې کړې.

د ګوډ تیمور په واړندې د بايزيد د ماتې لامل د هغه بیره او جګړه ایز لیونتوب و، چې له امله یې د مقابل لوري د قوت اندازه وانه خیسته، د خپل دوه میلیوني پوځ لپاره چې بایزید د جګړې کوم ډګر ټاکلی کړی و، هغه په هیڅ صورت د انتخاب وړ نه و او بیا د تیمور پوځ د بایزید له پوځ سره په شمېر کې هم برابر نه و، د تیمور پوځ زرګونه پیاوړي جچړه مار درلودل، د بایزید ډېری پوځیان د ډېرې ګرمۍ او د اوبو د نشتوالي له امله له تندې مړه شول.

دواړه لښکرې چې کله سره مخ شوې، نو د تاتاري لښکرو چې د بایزید په پوځ کې وو، پښې وخويېدې او له انقرې څخه و تښتېدل همدارنگه د (اسيويه) لښکر چې په نیول شویو سیمو کې له بایزید سره یوځای شوي و هم ثابت پاتې نه شو، بايزيد او د هغه پاتې پوځ په ډیری میړانی جگړه وکړه خو بیا یی هم ماتي و خوړه.

Exit mobile version