د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دیارلسمه برخه

حارث عبیده

د يو شمير تعصبي تاريخ ليکونکو دا فکر دی، چې ینی چري لښکر د نصرانيانو له هغو اولادونو جوړ شوی و، چې له والدینو به په زوره اخیستل کېدل او مسلمانانېدل به؛ وايي چې د دوی لپاره قاعده لرونکی قانون و، د دوی په فکر دې نظام ته یې فشري نظام وايه، د دوی په وينا دې نظام به د نصرانيانو د اولادونو په سر مالیه اخیسته، چې د ماشومانو د مالیې نوم یې ور کړی و.

د دوی په فکر؛ تر دې قانون لاندې به مسلمانانو له ښارونو او نصراني سيمو څخه د مال غنیمت د پنځمې برخې په عوض پنځه ماشومان په زوره مسلمانول، هغه تعصبي تاريخ ليكونكي چې د حقيقت د له منځه وړلو هڅه یې کړې په لاندې ډول دي: کارل بروکلمان، جيبونز او جب

خو کیسه داسې نه وه، بلکې اصل او سمه خبره دا وه چې د دوی په فرعي نظام کې به له مسلمانانو ماليه اخیستل کېده، دا یوه د درواغو کیسه ده چې د اورخان او مراد خان تاریخ ته په زوره داخله کړل شوې ده، چې اوس یې په ټولو عثمانیانو پورې تړي او په دوی تور پورې کوي.

کوم ماشومان چې به د پرله پسې جگړو له امله یتیمان کېدل او د پوښتنې څوک به یې نه و، نو عثماني دولت به د داسې ماشومانو کفالت کاوه او د دوی د کفالت لپاره یې منظم قانون جوړ کړی و، د عثماني دولت دین اسلام و او اسلام په هیڅ وجه له ماشومانو څخه د مالیې اخيستلو اجازه نه ور کوي، په حقیقت کې دا د تعصبي نصراني مؤرخينو له خوا په عثمانیانو یو تور دی.

د جگړې له امله به ګڼ شمېر ماشومان له خپل مور او پلار څخه ورک شول، عثماني مسلمانانو به داسې ماشومانان چې له مور و پلار څخه به ورک شوي و او د فتح شوو سیمو په کوڅو کې به گرځیدل راټولول او د دوی کفالت به یې کاوه، دوی ته به یې د روښانه راتلونکي په اړه ضمانت ورکاوه، ايا له اسلام پرته په بل داسې دین کې د چا د روښانه راتلونکي ضمانت شتون لري؟

د افسوس خبره خو دا ده چې د دغو درواغو په وړاندې د درېدلو پر ځای، ځينې مسلمان تاريخ ليكونكي په خپلو ښوونځيو او پوهنتونونو کې همداسې درس ور کوي او دا هر څه په داسې انداز ور زده کوي لکه رښتيا چۍ وي، دا خلک په تکراري توګه دا تذکرې په کتابونو کې راوړي.

د دوی له ډلې ایډوکېټ تاریخ لیکونکی فریدبیگ، په خپل اثر الدول العليته العثمانيه كې ډاكټر علي حسون په خپل اثر (تاريخ الدوالة العثمانيه) كي، مؤرخ محمد كرد علي په خپل اثر (خطط الش) کې، ډاکټر عمر عبدالعزیز په خپل اثر (محاضرات في تاريخ الشعوب الاسلاميه) کې او ډاکتر عبدالکریم غربیه به خپل اثر (العرب والأترک) کې دا تورونه او بهتانونه بيا – بيا را ژوندي کړي دي.

حقیقت دا دی چې دا ټولې افسانې تورونه دي، درواغ او له ځانه جوړې شوې کيسې دي، چې په هیڅ اسلامي ماخذ کې يې دليل نشته؛ بلکې د مشرکينو ليکنې يې ماخذونه دي چې مسلمانانو به له ماشومانو مالیه اخیسته او یو قانون دا و چې تر ولکې لاندې سیمو او ښارونو کې به يې له نامسلمان مور و پلار څخه د دوی اولادونه په زوره اخيستل، په دې تعصبي پوهانو کې د نصراني مؤرخ (سوموفيل) او (بروکلمان) نومونه په ځانگړې توګه د يادونې وړ دي.

دا داسې خلک دي چې په لوی لاس اسلامی تاریخ مسخه کوي او په دې ډول دوی راتلونکی مسلمان نسل له خپل روښانه ماضي او تاريخ څخه بې خبره کوي، کومو ماشومانو ته چې به ځانگړې جهادي روزنه ور کول کېده، هغوی به نصرانیان نه وه؛ بلکې د هغه مسلمانانو ماشومان به وه چې نوي به مسلمانان شوي و او نصرانیت یې پرې ایښی و، او اسلام به یې د ژوند یوازینی موخه او خوښي گڼله، دغو خلکو به په خپله خوښه خپل ماشومان د وخت حاکم ته وروستول تر څو یې په اسلامي اصولو ښوونه او روزنه وشي.

پاتې شول نور ماشومان؛ د هغوی اړیکه له هغو ماشومانو سره وه چې په جگړو کې يتيمان شوي وه، عثماني دولت به هغه خپلول او د اسلامي اصولو په بنسټ به یې د هغوی روزنه کوله، خپلو قرار گاوو کې اوسېدل؛ اورخان چې کوم لښکر جوړ کړی و، یو رسمي لښکر و چې په هر ډول حالت به جگړې ته چمتو او په خپلو قرارګاوو کې اوسیدل.

د روم مشران او د هغوی لښکر چې زړونه یې د اسلام له نور څخه ډک وه په لښکر کې د شاهي کورنۍ له غړو پرته داسې ډله مجاهدین هم وه، چې هر وخت به د جهاد دعوت کوونکو ته د لبیک ویلو لپاره چمتو و.

Exit mobile version