په ټولو سيمو او ښارونو کې د حکومت په وړاندې پاڅونونه کیدل، سلطان محمد فاتح دا هر څه په خپلو سترګو لیدل، هغه له موقعې څخه د ګټې د اخیستو لپاره خپل ټول قوت په کار واچاوه، تر څو د بیزنطین د پلازمینې قسطنطنیې په نیولو سره د بریا تاج په سر کړي او د اسلامي نړۍ ضد صليبي خوځښتونو یو مهم مركز له مینځه يوسي چې له ډېرې مودې راهيسې د اسلام په خلاف توطيو کې بوخت وو.
په همدې ترتيب په عام ډول د ټول مسیحت او په خاص ډول د بيزنطيني امپراتورۍ به مغلوبولو سره محمد له دې ځايه د عثماني دولت د پلازمینې جوړول او د خپلو هغو خوبونو تعبیرول یې غوښتل د کومو تعبیرونو له پوره کولو څخه چې د ده مشران او د اسلامي لښكرو سرلاري عاجزه شوي وه.
د قسطنطنیې فتحه
قسطنطنیه د نړۍ له غوره ښارونو څخه وه، ددې اساس په (۳۳۰هـ) کال بيزنطيني امپراتور اور قسطنطین ایښی و، قسطنطنیې په ټوله نړۍ کې لوړ حیثیت درلود تر دې چې په اړه يې ويل کیده که چېرته ټوله نړۍ یو هېواد وای نو قسطنطنیه ددې وړ وه چې پلازمېنه يې شي.
کله چې د دې ښار بنسټ کېښودل شو، نو د بیزنطنیانو پلازمینه شوه، دا د نړۍ له لویو او غوره ښارونو څخه وو کله چې مسلمانانو له بيزنطيني امپراتورۍ سره جګړه پیل کړه، نو په جګړه کې دې ښار ته ځانګړی حیثیت په برخه شو، د همدې لپاره محمد صلى الله عليه وسلم څو څو ځله صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين ته د دې ښار د نیولو زېری ورکړی وو.
د خندق د غزا په وخت کې چې مشهوره پیښه ده هم رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې بریا زېری ورکړی و، له همدې امله مسلمانو خلفاوو او د اسلامي عسکرو مشرانو په بېلا بېلو دورو کې د دې بريا ترلاسه کولو لپاره مخکیوالی، کړی تر څو د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا زېری د دوی په حق کې بشپر شي.
التفتحن القسطنطينية على يد رجل، فلنغم الأمير أميرها ولنعم الجيش ذلك الجيش
د حديث مفهوم: (تاسو به حتماً قسطنطيه فتحه کوئ د چا په لاس چې فتحه شي هغه به غوره مشر او لښکر وي)
له همدې امله د معاويه رضي الله تعالى عنه د خلافت له دور څخه د اسلامي لښکرو موخه گرځېدلې وه، په قسطنطنیې کي تر ټولو لومړی برید په ۲۴ هـ کال کې شوی وو خو دا برید بریالی نه شو، بیا پرې د معاويه رضي الله تعالى عنه د خلافت په دور کې هم بریدونه وشول خو ټول ناکام شول.
همدا راز اموي امپراتورۍ هم د قسطنطنیې د نیولو هڅه وکړ، دا برید د اموي خلافت له لويو بريدونو شمېرل کېږي، دا برید په (۹۸هـ) کال د سليمان بن عبد المالک د حکومت په دور کې شوی و د قسطنطنیې په ښار د بريدونو دا لړۍ روانه وه تر دې چې د عباسي خلافت په لومړيو کې په بيزنطيني دولت ډیر بریدونه وشول خو یو هم بریالی نه شو.
نه قسطنطنیه ونیول شوه او نه يې دفاعي ځواکونو ته زیان ورسېده، هو د بيزنطيني حکومت ولړځېد، چې له امله یې په کورني وضيعت اغېزې پرېوتې، په ځانگړي ډول د هارون الرشيد د خلافت په دور کې چې په (۱۹۰هـ ) کال کې کوم بريد په قسطنطنیی شوی وو نو دا حکومت یی کمزوری کړ.