د ایمان تر پردې لاندې فتنه؛ د خوارجو خطرناک میراث!

بشیر احمد مهاجر

د تاریخ پاڼې که را واړوو نو وینو چې خوارج تل د امت د وحدت، ثبات او سولې پر وړاندې یو ستر خنډ پاتې شوي دي، هغوی د دین‌دارۍ جامه اغوستې، د تقوا شعارونه یې پورته کړي، خو د هغوی عمل تل د وینې تویونې، ظلم او افراطیت ننداره وه.

کله چې خوارج د خلیفه حضرت علي رضی الله عنه پر وړاندې راپورته شول نو د “لا حکم إلا لله” شعار یې پورته کړ، یعنې “حاکميت یوازې د الله تعالى ده” ظاهراً دا د حق جمله وه خو د حق د تحریف لپاره کارېده، حضرت علي رضی الله عنه هغوی ته ځواب ورکړ: “کلمة حق يراد بها باطل” – دا د حق جمله ده، خو مقصد ترې باطل دی.

خوارجو د اسلام د پلي کولو دعوې کولې، خو حقیقت دا و چې هغوی د قرآني نصوصو ناسم تفسیر کاوه، د علماوو له لارښوونو یې سرغړونه کوله او امت یې د خپل تاوتریخوالي ښکار ګرځولی و.

د خوارجو نوې بڼه – داعش

نن که د معاصرې نړۍ خوارج وګورو، نو د هماغو پخوانیو خوارجو عکس پکې وینو، داعش د اسلام د حاکمیت دعوه کوي خو د رحمت، عدل او حکمت ځای یې د وژنو، وحشت او تکفیر فتنې نیولی.

دوی د علم او تحقیق پر ځای د خپلو هوایي تعبیرونو پیروي کوي، د قرآني آیتونو ناسم تفسیر کوي، خپل هر مخالف “مرتد” ګڼي او د “شرعي دلیل” تر نوم لاندې، د مسلمانانو وینه حلالوي.

د دوی کارونه:

۱: علماء، مشران او بې‌ګناه مسلمانان وژل؛

۲: د ښځو، ماشومانو او کمزورو خلکو بې‌حرمتي کول؛

۳: د اسلام مقدس نوم د خپلو سیاسي موخو لپاره کارول؛

۴: د اسلام نرمښت، زغم او عدالت د افراطیت تر تور سیوري لاندې پټول؛

۵: د توحید او خلافت شعارونه پورته کول خو د اسلام ښکلی نظام په تاوتریخوالي بدلول.

دا هر څه د حضرت علي (رض) هغه وینا را ژوندۍ کوي: “کلمة حق يراد بها باطل” – د حق خبره ده خو د باطل لپاره کارول کېږي.

ریښتینی اسلام؛ د عدل، محبت او زغم دین

اسلام د رحم، محبت، زغم او عدالت دین دی، نه د وینې تویونې، ظلم، او افراطیت دين! خوارج که پخوا وو که نن دي، هغوی د دین تحریف ته ولاړ دي؛ نه د علماوو علمي لارښوونې مني، نه د امت اجماع ته درناوی لري او نه د قرآن حقیقي روح درک کولای شي.

څه باید وکړو؟

د اسلام حقیقي روح وپیژنو او د علم پر بنسټ یې زده کړو. د علماوو لارښوونې تعقیب کړو نه د افراطي ډلو فتنې؛ د وحدت او اتفاق ساتلو ته کار وکړو، د تکفیر فتنې ته تسلیم نه شو او د امت دښمنانو ته موقع ورنه کړو. همدا وخت دی چې امت مسلمه د دې فتنې پر وړاندې راپاڅي، د اسلام حقیقت درک کړي، د علم، تدبر او عدل لار خپله کړي او د خوارجو له تحریف څخه ځان وساتي.

اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه

(ای الله! موږ ته حق د حق په بڼه وښیه او پیروي يې راپه برخه کړه او موږ ته باطل د باطل په توګه راوپېژنه او له هغه نه مو وساته!)

آمين يا رب العالمين!

Exit mobile version