د ايراني چارواکو بې بنسټه ادعاوې

شهاب الأفغاني

 

په افغانستان د اسلامي امارت حاکميت او په بشپړ ډول د هیواد واک هغه څه و چې د اسلام او هېواد دښمنان نابود شول.

د افغانستان ټوله جغرافيه د واحدې قوماندې او سالم مديریت لاندې ده، اسلامي امارت هچاته دا فرصت نه ورکوي چې د افغانانو او نورو ګانډویانو امنیت اخلال کړي.

د اسلامي امارت پالیسي د داعشي فتنګرو په وړاندې روښانه ده چې د هېواد په مختلفو سېمو کې یې په شريرو عناصرو پرېکنده عملیات کړي، پایلې یې مثبتې او مُثمرې وې، آن تر دې چې د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو د پاکستان او ایران هېوادونو ته د داعشي فتنګرو د احتمالي بريدونو په اړه معلومات ورکړی وو، خو یادو هېوادونو یې په وړاندې کوم مثبت اقدام ونه کړ.

د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په باره کې ناسم تبلیغات کوي او زیاتوي چې افغانستان د داعشي فتنګرو خوندي پټنځای دی.

د اسلامي امارت په خلاف د ګاونډیانو د ناسمو تبلیغاتو سربېره د خپلو چارواکو د ناکامیو پړه پر نورو وراچول نه یواځې د هېوادونو اړيکې پيکه کوي بلکې دښمن لا پیاوړی کوي.

موږ د ايران هیواد څخه غواړو چې د دښمن بشري او مالي سرچينې تشخیص کړي او پر وړاندې یې کوټلي ګامونه واخلي.

المرصاد په دې ورستیو کې د داعشي اسیرانو هغه رښتني بِلا اِکره اقرارونه نشر کړل چې اسیران خپل مالي او بشري سرچينې په ګوته کوي.

داعشي اسيران چې د اسلامي امارت ځواکونو د بریالیو عملیاتو په پایله کې نيولي وو، د تاجکستان هیواد اتباع دي او خپل مالي سرچینې د اروپايي هېوادونو په شمول د ترکيه هیواد یادوي.

موږ د ایراني لوري او ګاونډي هېوادونو څخه غواړو چې په اساسي ډول دې د مشکل حل لپاره کار وکړي او په اسلامي امارت دې بیځایه نيوکې نه کوي.

دا چې مشکل په اساسي ډول حل شي، باید د دښمن مالي، ځاني او تبليغاتي ريښې وچې شي، نو په کار ده چې د تاجکستان هیواد په شمول نورو ښکېلو هېوادونو سره په جدي ډول مشکل حل شي، نه دا چې افغانستان ته د هرې پېښې وروسته ګوته ونيول شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version