د المرصاد فلم او د داعشي خوارجو پر وړاندې د فرهنګي تبارز پیل

لیکوال: خالقیار احمدزی

وړمه ورځ د المرصاد خپرندویه بنسټ له لوري، د داعشي خوارجو د وحشت، بربریت او د هغوی د اصلیت په تړاو یو زړه راښکوونکی، هر اړخیز، مالوماتي ویدیویي اصدار خپور شو.
په یاد فلم کې د داعشیانو په تړاو د تاریخ له څپرکو څخه اخیستل شوي مالومات په خورا ښه انداز سره اووډل شوي، د خوارجو نظریې ته کتنه شوې او د دوی پخواني مظالم، موخې او کړنلارې په ښه بڼه پییل شوې دي.
د اصدار محتوا کې د جلیل القدر صحابي مصعب ابن عمیر رض په «لارويانو» غږ شوی چې خوارج وپیژني، له موخو یې ځان خبر کړي او دا چې ددوی مخینه د اسلام په اوږدو کې څه وه، تمویلګر یې څوک وه او څنګه یې ټوله توجه د کفري نړۍ پرځای، د مسلمانو پرګنو پر وړاندې په مظالمو ورټوله ده؛ هغه سوژې دي چې کتونکی یې کولای شي، د فلم تر پایه پرې ځان وپوهوي.
دغه ویدیویي اصدار د هغو ناخبرو زلمکیانو لپاره هم د عبرت یو درس دی، چې دامهال ددې فتنه ګرو لخوا په یو نه یو ډول غولیدلي او د هغو زرخریده غلامانو لپاره هم یوه یادونه ده، چې په خپله هره ناروا پوهیږي او پر دې هم خبر دی چې فتنه ګر څادر یې اوس ښه رسوا شوی؛ خو بیا هم خپل تشدد او ګمراهي ته دوام ورکوي او لا هم د اسلام تر سپیڅلي نوم لاندې د شومو موخو په لټه دي.
د فلم محتوا کې د تیر کال په اوږدو کې د هیواد په کچه هغه علمي څیرې د بیلګې په توګه راوړل شوې، چې د تیرکال په اوږدو کې د خوارجو فتنه ګرو لخوا د شهادت لوړو مقامونو ته رسیدلي؛ هغه اشخاص چې ولسونو ته یې د دې ګمراه ډلې اصلیت ښه په ډاګه کړی وه او د قرآن او حدیث په رڼا کې یې د دې فتنه ګرې ډلې له شرارتونو مسلمه امت آګاه کولو.
په دې هیله چې دا او ورته هڅې لا پیاوړې او اغیزمنې شي، څو د فرښتو په جامه کې پټ شیاطین، لا ښه رسوا او ډاګیز شي، خپل او پردي یې ټول وپیژني او له شرارتونو یې ټول آګاه شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version