د المرصاد بې طرفي او آزادي

المرصاد چې د باطلو ادیانو، عقایدو او افکارو خصوصاً د خوارجو پر وړاندې رسنیز او مطبوعاتي فعالیت کوي، د یو شمېر بې پرې او نخبه علماوو او لیکوالانو لخوا اداره کیږي.
هدف یې په افغانستان او سیمه کې د فتنه ګرو د جنایتونو او وحشتونو رابرسېره کول او همدا رنګه د داعشي خوارجو اصلي مخ او حقیقت مسلمانانو ته ورښودل دي.
المرصاد چې د فعالیت یې څو میاشتې کیږي، د فتنه ګرو داعشي خوارجو پر وړاندې یې په مختلفو برخو؛ لکه دیني، سیاسي او… کې مقالې او لیکنې نشر کړي او همدا رنګه یې مختلف کتابونه او بروشې هم چاپ او تر خلکو رسولي دي.
د ټولنیزو رسنیو اصل ته پام المرصاد د ورځنیو موضوعاتو او مهمو پېښو اړوند دیني او سیاسي تحلیلونه او تبصرې هم خپروي.
لکه څنګه چې په رسنیزو او مطبوعاتي ادارو کې د لیکنو او مقالو له مسؤلیت څخه مسؤل ارګان ازاد دی، همداسې المرصاد هم د مقالو او لیکنو په برخه کې کاملاً یوه ازاده پالیسي لري او د لیکنو مسؤلیت یې ټول لیکوال ته ور په اوږو کړی دی. حتی له رسمي او حکومتي ارګانونو څخه په خپریدونکو مجلو او ژورنالونو کې هم ادارې په مجله او ژورنال کې له خپرو شویو مقالو څخه برئت ښیي او مسؤلیت یې ټول لیکوال ته راجع کړی وي؛ دې اصل ته په پام، المرصاد هم په دې برخه کې د خپرو شویو مقالو مسؤلیت لیکوال ته راجع کوي او په غاړه یې نه اخلي.
په دې وروستیو کې ځینو رسنیو په المرصاد کې د ځینو خپرو شویو مقالو په استناد دعوه کړې، چې ګواکې دا د افغانستان د حکومت (اسلامي امارت) رسمي دریځ او المرصاد په اسلامي امارت پورې یوه مربوطه اداره او ارګان دی.

موږ دا دعوې په کلکه ردوو، او یو ځل بیا تکراراً وایو چې المرصاد یوه ازاده، خپلواکه او بې طرفه اداره ده، بې طرفه په دې مانا نه چې هېڅ طرف و هدف نه لري، بلکې هدف یې معلوم او واضح دی، بې طرفي دا مانا چې تر کوم مسؤل او رسمي جهت پورې تړاو نلري، بلکې د هېواد د با درکه او دردمنو لیکوالو لخوا اداره کیږي. یاده دې وي چې مالي تمویل یې هم د ځینو مخلصو مسلمانانو، سوداګرو او علماوو له خوا کېږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version