د افغانستان پر حریم تیری به په سیمه کې د نوي جګړې پیل وي

عبدان صافی

#image_title

تېر ماښام د پاکستاني جنګي الوتکو له لوري د افغانستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستان د کډوالو پر کورونو بمباري وشوه، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر بې ګناه ښځې او ماشومان شهیدان شول، دا بریدونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو، بلکې د دوه اړخیزو اړیکو له اصولو سر غړونه ده، چې د افغانستان د خپلواکۍ او جغرافیایي سالمیت ته جدي ګواښ پېښوي.

 

پاکستاني ادارې ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) قوماندانان هدف ګرځولي دي، خو حقیقت دا دی چې دا ټول دروغ او د پاکستاني ادارو لخوا خپرې شوي ګنګوسې دي، هدف شوي کسان هغه وزیرستاني کډوال و چې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله یي خپل کورونه پرې ايښي او د څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.

 

دا هغه بې وزله خلک دي چی د خپلو بنسټیزو اړتیاوو پوره کول هم ورته یو ستونزمن کار دی، دوی ته د تحریک طالبان پاکستان د کمانډرانو نسبت کول او پر کورونو یې بمبار کول بې بنسټه او غیر انساني عمل دی.

 

پاکستان په تېر کې هم څو واره داسې د اصولو خلاف ورزۍ کړي دي او له دې مخکې یې هم د ټي ټي پي د څو قوماندانانو د وژلو ادعاوې کړې دي چې بیا وروسته غلطې ثابت شوې، دغه ادعاوې د پاکستان د حیثیت او اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کوي، ځکه چې هم هغه قوماندانان وروسته بیا په وزیرستان کې په ښکاره توګه راڅرګند شوي.

 

پاکستان ته دغه بې بنسټه ادعاوې نه یوازې حیثیتي زیان رسوي، بلکې هغه کسانو ته په زخمونو مالګې اچول او د دوی درد او غم زیاتول دي چې په دغو بریدونو کې یې خپل ژوند او مال له لاسه ورکړی دی، دغه بریدونه د ځمکنیو حقایقو پر خلاف دي او د سفارتي او سیاسي ستونزو د حل پر ځای یې ستونزې نورې هم پېچلې کړي دي.

 

که افغانستان د دې بریدونو په ځواب کې اقدام وکړي، چې دا یې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره یو قانوني حق دی، نو د دې ټولو عواقبو مسؤلیت به یې د پاکستان پر غاړه وي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی چې د نړۍ د لویو قدرتونو په مقابل کې یې خپله خپلواکي او سالمیت ساتلی دی، نو بیا دا څنګه ممکنه ده چې د پاکستان له خوا کیدونکي تیري په وړاندې بې ځوابه پاتې شي.

 

د پاکستان داسې اقدامات نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي، بلکې داسې غیر مسولانه اعمال به سیمه د یو نوي کړکیچ او جګړې ښکار کړي، د افغانستان حکومت به خپل عکس العمل د خپل ملي وقار او نړیوالو قوانینو پر اساس وښایي، که دغه کړکیچ پراخه شي، نو د سیمې امن او ثبات به زیانمن شي او پاکستان به د دې، عسکري، سیاسي او اقتصادي بیه پرې کړي.

Exit mobile version