د افغانستان داعش؛ د کابل، اسلام آباد او واشنګټن ګډه پروژه!

بوالیاس جهادوال

په افغانستان کې د متحده ايالتونو او ناټو ځواکونو د نظامي ماموريت د پایته رسيدو سره سم د افغان او پاکستاني او امريکايي چارواکيو منډې ترړې ډېرې شوي. په دې ترڅ کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزي، چين، سعودي عربستان اوپاکستان ته سفرونه وکړل او پاکستاني چارواکيو هم افغانستان او امريکا ته ګڼل سفرونه تر سره کړل. د متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزير له اسلام آباد څخه په خپله وروستۍ ليدنه کې دغه وروستۍ درې اړخېزې هلې ځلې مثبتې وګڼې او زياته يې کړه چې په راتلوونکيو څو اوونيو کې به يې پايلې څرګندې شي. دا چې دغو سفرونو او منډو ترړو پايلې څه وې په لاندې توګه ورنه يادونه کووم:

اسلام آباد ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د سفر او د هغه له اعلان وروسته په قبايلي سيمو او د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د داعش يا مخ پټو وسلوالو په نوم ډلو د شتون په اړه آوازې خپرې شوې چې حکومتي چارواکيو يې په اړه ضد او نقيض څرګندونې درلودې. په پښتونخوا کې چې کومو کسانو د حافظ سعيد تر مشرۍ لاندې له داعش سره بيعت کړی، په اصل کې د لشکر طيبه ډلې مشر دی چې پاکستانۍ استخباراتو ډېر نېږدې کڼل کېږي او د احمد رشيد په وينا « پاکستان د پاڼ پر غاره کتاب» يوازينۍ وفاداره ډله ده چې پاکستان يې پر مټ په افغانستان او هند او همدارنګه په خپله خاوره خپل اهداف پلي کوي.

د ولسمشر غني او پاکستانيو جنرالانو پټې ليدنې کتنې دا ثابتوي چې داعش په نوم چې کوم جنګيالي په قبايلي سيمو او افغانستان کې ليدل شوي او يا يې په اړه آوازې خپرېږي، په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې سره کومه اړېکه نه لري، بلکې د افغانستان، پاکستان او متحده ايالتونو حکومتونو ګډه پروژه ده چې د وسلوال مقاومت د وېشلو او د هغوی تضعيف له پاره رامنځته شوې ده، ځکه چې د البغدادي په مشرۍ اسلامي دولت تر اوسه له دغو ډلو څخه خپل ملاتړ نه دی اعلان کړی.

خو له نيکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت چې په تېر کې يې هم دغه ډول دسيسې په ښه توګه درک او خنثی کړي دي، دا ځل يې هم په وخت سره اقدام وکړ او خپل ملاتړو ته يې امر وکړ چې دغه ډول کسانو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي.

له معلوماتو سره سم په ډېری سيمو کې دغو کسانو ته د فعاليت موقع ورنه کړل شو او بېرته په خپله مخه لاړل. چې ښه بيلګه يې هلمند او زابل ولايتونو وو. د دغو ولايتونو چارواکيو چې په لومړي ځل يې د داعش ډلې د فعاليتونو په اړه ريپورټونه خپاره کړي وو، اوس له خپلو خبرو انکار کوي. نو داسې معلومېږي، چې د طالبانو خپل منځي مخالفت، اربکي جوړولو، ملي څانونو … دا بله دسيسه وه چې له ناکامۍ سره مخ شوه.

افغانانو د تاريخ په اوږدو کې د چنګيز او انګريز نه نيولې بيا تر شوروي سرو لښکرو پورې غاښ ماتوونکی ځواب ور کړی او د په خپلو قربانيو يې خپل هېواد هرې اپراطورۍ ته هديره جوړه کړې خو له بده مرغه يې د سياسي شعور نشتوالي له امله يې د قربانيو ثمره د بې اتفاقيو ښکار شوې.

شوروي اتحاد سرې لښکرې چې برم او روب يې د سپينې ماڼۍ خوب تښتولی وو، د همدغو تش لاسو مجاهدينو له خوا ماتې شوې. خو د پرديو لاسوهنو او د سياسي درک د نشتوالي له امله مجاهدين په اوو ګونو تنظيمونو ووېشل شول او د يونيم ميليون شهيدانو آرمانونه يې په اوبو لاهو کړل.

خو يوه ځانګړنه چې طالبان له نورو مقاومت کوونکيو څخه بيلوي، هغه د دغې ډلې وحدت، له مشرتابه څخه ټينګ ملاتړ او د هغه له احکامو ټينګه پيروی ده. چې تر اوسه يې دغه ډله متحده ساتلې ده.

غربي استعمار ګرو هم دغه موضوع ډېره ښه درک کړې ده او د افغانستان د اشغال له لومړۍ ورځې يې د مجاهدينو د وېشلو او ټوټه کولو هڅې پيل کړي، د معتدله او تندلارو، حقاني شبکه او طالبان، جنوب او شمال په نوم يې ډېر تبليغات وکړل خو تر اوسه ټول دغه ډول تبليغات بې پايلې ثابت شوي او کوم چا چې د امارت د مشرتابه له اوامرو څخه سرغړونه کړې، منزوي او يوازې پاتې شوی دی. چې ښه بېلګه يې ملا معتصم آغا جان يادولی شو، کله چې د طالبانو له ليکو ورټل شو، يوازې پاتې شو او اوس يې ځای ترکيه دی.

استعمارګرو چې په افغانستان کې ښکاره ماتې خوړې، وروستۍ هڅې يې د مسلمانانو او مجاهدينو تر منځ نفاق ته لمن وهل دي. هيله ده چې مجاهدين په زيرکتيا څخه د دغه ډول دسيسو پر وړاندې مقابله وکړي او اجازه ورنه کړي چې دخپل او د شهيدانو آرمانونه چې په افغانستان کې د اسلامي او خپلواک نظام رامنځته کول دی، له خاورو سره خاورې شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version